نظــر

جنګي جنایتونه ( اګست )

لیکوال: سید سعید

دروان (۲۰۱۴،ز) کال داګست دمیاشتي په ۳ مه نیټه د ننګرهار ولايت دحصارک ولسوالۍ په سرګردان چوک (سیمه )کي دیرغلګرو په بمبار کي شپږ تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي دي .

داګست په ۵ مه داشغالګرو ځواکونوپه یو هوایې بریدکي دهرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ هوایي اډې ته څیرمه څلورتنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي دي .

داګست په ۵ مه دبغلان ولايت د بغلان ولسوالۍ په دو سرکه سیمه کي داخلي عسکرویوه ښځه اویوسړی شهیدان کړي دي .
د اګست په ۶مه دننګرهار ولايت د شيرزاد ولسوالۍ په ګندومک سیمه کي دیرغلګروپه بمبار کي یوملکي هیوادوال شهیدشوی اوڅلور تنه ټپیان شوي دي .

داګست په ۶مه دفارياب ولايت د خواجه موسی ولسوالۍ په مربوطاتوکي دقوماندان سلام اربکیانودوې ښځي او یوماشوم شهیدان کړي دي .

داګست په ۸ مه د پکتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ په رقیان سیمه باندي یرغلګرو چاپه وهلې ، وروسته یې سیمه کي بمبار کړی چي له امله یې څوارلس تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي دي .

داګست په ۸ مه یرغلګروپوځیانو دداخلي عسکرو په ملتیا دزابل ولایت دشهرصفا ولسوالۍ په کاریز کلي کي دچاپې پرمهال دملاامام په ګډون څلورتنه ملکي هیوادوال شهیدان کړي دي .

داګست په ۹ مه د ننګرهار ولايت د حصارک ولسوالۍ په مربوطاتوکي کورنیوعسکرویوملکي سړی شهیدکړی اوپنځه تنه یې اسیران کړي دي .

داګست په ۱۰مه یرغلګرو ځواکونود هلمندولایت دګرشک ولسوالۍ دنهرسراج دسیمټي پله په سیمه کي دچاپې پرمهال څلور تنه ولسي وګړي بندیان کړ ي دي .

داګست په ۱۱مه دفاریاب ولایت د چهلګزي ولسوالۍ د چهارشنبې بازار په سیمه کي داخلي عسکرویوملکي وګړی ژوبل کړی اودولس تنه ولسي هیوادوال یې بندیان کړي دي .

داګست په ۱۳ مه یرغلګرود پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ دسهاکو په سیمه کي چاپه وهلې، دتلاشۍ پرمهال یې خلګو ته مالي زیانونه اړولي ، دځایې خلګو په وینا اشغالګرو وروسته سیمه بمباري کړه چي له کبله یې یوسړی اودوې ښځي شهیداني شوي دي .

داګست په ۱۳ مه د نورستان ولايت د کامديش ولسوالۍ په ګورديش کلي کي دیرغلګروبې پیلوټه الوتکي دوه ماشومان شهیدان کړي دي .

داګست په ۱۴مه اشغالګرو عسکرو د غزني ولايت د شلګر ولسوالۍ له ناني کلي څخه درې تنه ولسي وګړي دبندیانو په توګه له ځان سره وړي دي .

داګست په ۱۶ مه دهلمندولایت د خانشین ولسوالۍ په کلا غلامان کي ځایې قوماندان (ضابط)دیوې دیني مدرسي استاذ (مولوي صالح محمد ) له خپلي مدرسي څخه بیولی او په وهلوکي یې شهیدکړی دی .

داګست په ۱۸ مه یرغلګرو ځواکونودهرات ولایت دشینډنډ ولسوالۍ دهوایې ډګر سره نژدې دوه کوچنیان چي اوسپني یې ټولولې شهیدان کړي دي .

داګست په ۱۹ مه دکندهارولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ په حاجیانو سیمه کي دیرغلګرو اوداخلي عسکرودهاوان په ډزو اودبې پیلوټه الوتکي په برید کي پنځه تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي اودرې کسه زخمیان شوي دي .

داګست په ۱۹ مه دهلمندولایت د مرکز (لشکرګاه) اړوندخوشکاوه سیمه کي اشغالګرودچاپې پر مهال یو ملکی وګړی شهیدکړی اودوه کسه بندیان کړي دي .

داګست په ۱۹ مه د کندز ولايت دچهار درې ولسوالۍ په نواباد سيمه کي ځایې پولیسو یوملکي وګړی چي پټي کي یې اوبه لګولې شهیدکړی دی .

داګست په ۱۹مه د ننګرهار ولايت دغني خيل ولسوالۍ په ګلاهي سيمه کي داخلي عسکروڅلور تنه ولسي وګړي بندیان کړ ي دي .

داګست په ۲۰ مه د پکتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ په خیرماني سیمه کي داخلي عسکروپر یو موټر ډزي کړي چي له امله یې یو ماشوم شهیدشوی اویوبل تن ژوبل شوی دی .

داګست په ۲۱ مه اربکیانودزابل ولایت دشاجوی ولسوالۍ د لودینو دکلي یوتن ملکي وګړی (محمد حسن ولد محمد ابراهیم( شهیدکړی دی .

داګست په ۲۱ مه دکندز ولايت د چهاردرې ولسوالۍ په قريه يتمي کي دنیواکګرودبې پیلوټه الوتکي په برید کي دوه ملکي وګړي شهیدان شوي دي .

داګست په ۲۲مه دکندهارولایت دخاکریز ولسوالۍ په لالک او زرک سیموکي نیواکګروځواکونودداخلي عسکرو په ملتیادوه تنه ولسي وګړي شهیدان کړي اوپنځه تنه بندیان کړي دي .

داګست په ۲۲ مه دلوګر ولایت دمرکز اړوند په پادخواب سیمه کي دیرغلګروپه بمبار کي درې تنه ملکي هیوادوال چي په خپل کور کي په ابادۍ لګیاوو شهیدان شوي اودوه نور زخمیان شوي دي .

داګست په ۲۲مه دغور ولایت په مرکز کي پولیسودسپرلۍ پر یو موټر په ډزو کي درې تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده، دغورامنیه قوماندان احمد فهیم قایم هم تایدکړې چي یادشوي کسان دپولیسو له لوري په نښه شوي دي .

داګست په ۲۳مه دهلمندولایت د نوزاد ولسوالۍ د انزرشالي کاریز په سیمه کي دکورنیو عسکروپه ډزوکي یوملکي وګړی شهید شوی دی .

داګست په ۲۸ مه دکندهارولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ په نصیر کاریز سیمه کي دنیواکګروځواکونوپه بمبارکي دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي اوپنځه تنه ټپیان شوي دي .

داګست په ۲۹ مه اشغالګروعسکروپه بمبار او مخامخ ډزو کي دکندهارولایت د خاکریز او غورک ولسوالیو ترمنځ دحاجي توپ په سیمه کي شپږ تنه ولسي هیوادوال شهیدان کړي د ي .

داګست په ۳۰ مه اشغالګرو دغزني ولايت دخوګياڼو ولسوالۍ په وکدي کلي چاپه وهلې ، دخلګو کورونه یې تلاشي کړي اودرې تنه ملکي وګړي یې دبندیانو په توګه له ځان سره وړي دي .

داګست په په ۳۰ مه دیرغلګرو په بمبار کي د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ اړوندسیمه کي چي د لغمان ولايت د بادپښولسوالۍ سرحد ته نژدې ده ، څلور تنه ولسي هیوادوا ل شهیدان شو ي د ي .

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x