نادري ناولده

داباما ښځه غواړي دیوي دقیقي لپاره دټوپونو وهلو نړیوال ریکارډ جوړکړی

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۲) واشنګټن: دامریکي داولسمشر اباما ښځه مشعل اباما غواړی دیوی دقیقي لپاره دپورته پورته ټوپکو وهلو نړیوال ریکارډ جوړ کړی.

نوموړي غواړی دسپینی ماڼي په چمني کی له وړوکو کوچنیانو اوتنکي ځوانانو سره یوځای (Let’s Jump) راځی ټوپونه ووهو ترشعار لاندی توپونه ووهي.

نوموړی وایی تردغه شعار لاندی چی راځی ټوپونه ووهو غواړم له شلو زرو څخه زیاتو وړو اوځوانانو سره یوځای دیوی دقیقي لپاره په نه پریکیدونکي توګه ټوپونو وهلو سره په نړی کي ریکارډ جوړ کړم.

مشعل وایی له دی سره به داجوته شي چي زه په امریکا کی څومره مقبولیت لرم، سرچیني وایی مشعل اباما په دي وروستیو کی دامریکني کوچنیانو او ځوانانو دسالمو بدنونو لپاره ځیني سپورتي اوغذایی پروګرامونه ترلاسه لاندی نیولي دی، ترڅو په امریکایی ټولنه کي دسپورټ کولو اومتوازني غذا خوړولو رواج عام وګرځوي. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x