عرب واکمن ولي علماء کرام شړي او شکنجه کوي؟

نښتر کالم – لیکوال- (نعمان منلی): څه موده مخکي په کویټ کې د هغه هیواد له یوه مشهور داعي الشيخ نبيل العوضي نه د کویټ تابعیت واخيستل شو او دوه درۍ ورځې مخکي د سعودي یو مشهور عالم، قاري او داعي الشيخ توفيق الصائغ ته سعودي واکمنو امر وکړ چې له هیواده ووځي، باید ووایو چې له نوموړو دوو شیخانو سره د خپلو هیوادونو دا ډول بې رحمه چلند سیاسي انګیزې لري او له دې امله دا دواړه عالمان له داسي بد برخليک سره مخامخ شول.

د عربي نړۍ سرزورو واکمنو داسلسله له ډیر پخوا راهیسي جاري ساتلې ده، د دې لړۍ ستره بیلګه د مکې مشرکینو پیل کړې وه، هغوی د خپل واک او پلرني شرکي دین د خوندي ساتلو په موخه د بشریت لارښود محمد سول الله صلي الله علیه وسلم له مکې ايستلی و او که دې موضوع ته تاریخي کتنه وشي څو ټوکه کتاب به پرې تیار شي، زه یې د موجوده وخت څو بیلګې ستاسو سره شریکوم.

شیخ عبدالکریم الزیدان رحمه الله لنډه موده مخکي په یمن کې وفات شو، زيدان د اسلامي نړۍ په ګوتشمیر وتليو علماو کې راځي، فکر کوم نن سبا به په اسلامي نړۍ کې داسي کتابخونه نه وي چې د ده تصنیفات لکه “اصول الدعوه ” او ” المفصل في احوال المرأة ” نه وي په کې، زیدان اصلاً عراقی دی په کومه موضوع کې یې زوی د صدام حکومت نیولی و او بیا یې وژلی و له شهادته وروسته دی صدام ورغوښتی و او یو سرپوښلی لوښی یې مخته ورته ایښی و ده چې هغه لوښی لوڅ کړی و نو د خپل زوی سر یې ورته پکي ایښی و، له دې وروسته هغه ته د ویني ناروغي ولګیده او په دې ناروغي کې له عراق نه وایستل شو، شیخ عبدالکریم الزیدان یمن ته ولاړ او هلته په صنعاء کې په جامعه الایمان کې استاد شو شاوخوا 20کاله هغه په یمن کې تیر کړل او تقریبا کال مخکي هغه په یمن کې وفات شو.

داراز مصر او د المغرب الاقصي هیوادونو هم له خپلو هيوادونو نه علماء شړلي دي په کال 2002م کې د حسني مبارک حکومت مشهور مصري عالم عمرو خالد ته په ډاګه خبر ورکړ چې یابه دعوت پریږدې او یا به له هیواده وځې، هغه و چې عمرودخالد مصر پرېښود او لبنان ته ولاړ او وروسته یې لبنان هم پرېښود برتانيي ته ولاړ، څه موده وروسته عمرو خالد ته د مصر حکومت اجازه ورکړه چې کولی شي بیرته هیواد ته ستون شي، هغه مهال په مصر کې انتخابات شوي و رسنیو لیکلي و چې مصري حکومت عمرو خالد هڅولی و چې که له انتخاباتو وروسته د مصري حکومت په پلوي خبرې او بیانونه ورکړي څو یې په خلکو کې یو څه پوزه جوړه شي، خو عمرو خالد له دې کاره انکار کړی و او د حکومت د پلوي یوه خبر یې هم ونکړه، دا وخت چې دی مصر ته راغی د “مشروع الانسان ” په نامه یې یوه لویه ټولنه جوړه کړه چې په دې کې له غریبو خلکو سره د خوړو او تعلیم په برخه کې مرستې وې او دا ټولنه مصر ته نه وه ځانګړې شوې بلکي په ټولو غریبو عربو هیوادونو کې یې څانګې لرلې لکه اردن، یمن، سودان او… د دې ټولنې د پروګرام په پیل کې 35000رضاکاران په نظر کې نیول شوې وو چې 7000 غریبو کورنیو ته به مرستې رسوي خو د عمرو خالد دا کارونه د حکومت خوښ نشول او یو ځل بیا یې هغه له مصر نه وتلو ته مجبور کړ او هغه له هیواده وشړل شو.

سعودي عربستان چې ” مهد الوحي ” او د رسول الله صلی الله علیه وسلم هیواد دی، د مسلمانانو قبله ده او د رسول الله مبارک جومات او زیارت هلته شتون لري طبعاً د علماو او صلحاو کور ده هلته خورا لوی باعمله عالمان شتون لري، دا چې د سعودي واکمن له علماو سره څه ډول چلند کوي هغه بیخي بوږنوونکی او زوروونکی دی، دوی علماء له هیواده نه شړي ځکه که بهر ته ولاړ شي بیا د د دوی له پاره ستونزې زیږوي ځکه په بهر کې خو دا علماء بیا د دوی حقیقت دنیاوالو ته وایې نو ځکه یې د سعودي د استخباراتو ځانګړې بنديخانې له علماو ډکې کړې دي.
فکر کیږي چې په دې بندیخانو کې په زرهاو علماء ترنامعلوم وخته بندیان دي او خورا زیات ظلم او سختي شکنجې ورکول کیږي او په سلهاو خو یې هغه مشهور علماء بندیان کړي دي چې په ټوله عربي او اسلامي نړۍ کې شهرت لري د دې مشهورو بندي علماو د نومونو لیست د ګوګل له لارې ترلاسه کولی شئ.
مشهور شیخ خالد الراشد هغه پاک زړی او اورژبی عالم دی فکر کوم په اسلامي نړۍ کې به د ده په څیر علماء ډیر کم وي یو ځای یې زوی لیکلي و چې زما پلار په بنديخانه کې خورا زیات کړول شوی او شکنجه شوی و هغه راته وویل چې د تحقیق په خونه کې به زه شپږ ساعته لاس، پښې او سترګې تړلی درول کیدم … زوی یې وایې ما ورته وویل چې په داسي حالت کې شپږ ساعته! دریدل ډیر سخت ندي؟!! ده راته وویل چې په دې شپږ ساعته کې به ما شپږ سپارې تلاوت کاوه!! .
کوم علماء چې بندیان ندي د هغوی خولې یې تړلې او د حکومت په هره ناروا او سیاسي کړنو خوله نشي چوله کولی، ښه مي په یاد دي چې شیخ سلمان بن فهد العوده یو وخت په mbc تلویزون کې په خپل مشهور پروګرام “الحیاة کلمه ” کې غږیدی په کومه موضوع اشارةً د حکومت په کوم کار وغږیدی، هغه پروګرام ته به خلکو تلیفونونه کول او پوښتنې به یې کولې کله چې شیخ دا خبرې پيل کړې غالباً د هغه وخت د مکي د امیر زوی ټليفون ورته وکړ او بې له مقدمې یې په سپکو او پوچو خبرو پیل وکړ او چې څه په خوله ورتلو ټول یې د دنیاوالو په وړاندي مخته ورته کېښودل او له غریب شیخ نه خبرې (کلمه) خو پاته شوې خو په ژوند (حیاة) وویریدی. څه موده مخکي د سعودي مشهور داعي محمد بن عبدالرحمن العریفي د مصر په موضوع کې څه ویلي و څو شپې حکومت احضار کړی و.

عرب واکمن ولي له علماو سره داسي چلند کوي؟ ځکه یو خو دوی د خپل واک په ټینګولو او ساتلو کې هر ډول روا او ناروا وسایل کاروي او بل دوی په خپلو هیوادونو کې د خپلو بادارانو (متحده ایالاتو او لویو اروپايي هیوادونو) د ګټو ساتنې ته هم پوره توجه لري او له هغوی سره مختلف تړونونه لري نو څوک چې د دوی د سیاستونو او د دوی د بادارانو د ګټو پر خلاف خوله چوله کوي هغه خوله دوی تړي او هغه کس یا بندي کوي او یا یې له هیواده شړي، او ښکاره خبره ده چې علماء کرام دي چې د عربو واکمنو د دا ډول نارواوو او غلطو سياستونو پر خلاف راپورته کیږي، لوی څښتن دي د دې حقاني علماو مل او ساتندوی شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د