ټکنالوژي

نوې ټکنالوژيکي پنځونه، هم حمام کوئ او هم راډیو اورئ!

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۱۴مه ۱۳۹۳ل): یوې بریتانوۍ کمپنۍ داسې راډیو جوړه کړې چې د شاور په نل کې د اوبو د حرکت په واسطه غږیږي، یعنې له اوبو څخه په یو وخت کې هم د غسل کولو او هم د راډیويي نشراتو د اوریدو څخه خوند اخیستلای شي.

د اوبو په وسیله غږیدونکې دغه راډیو ایچ ۲ او (H2O) (د اوبو کیمیاوي نوم یا فورموله) نومیږي او له هاغه نل سره چې اوبه شاور ته رسوي وصل کیږي او په همدې نل کې د اوبو د حرکت په واسطه غږیږي.

د میکرو ټرباین د ټیکنالوژۍ څخه د ګټې په اخیستلو سره په نل کې د روانو اوبو له فشار څخه لاسته راغلې بریښنا راډیو غږوي.

دغه راډیو د ټانګو ګروپ د کمپنۍ تولید دی او د کمپنۍ ویاند هیله څرګنده کړه، چې دغه راډیو هم د پخوانۍ راډیو په څېر چی د انسان د حرکت په واسطه غږیده کامیابه او د خلکو تر ګوتو ورسېږي.

د ایچ ۲ او راډیو د یویان بلیک اختراع ده او نوموړی وایي، چې غواړي د راډیو په برخه کې نور ډیر پرمختګ وکري. د یادولو وړ ده، چې له دې مخکی یویان بلیک یوه راډیو جوړه کړې وه، چې د انسان د حرکت په واسطه چلیده او ډیره کامیابه وختله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x