نادري ناولده

په استعمال شویو غوړو باندي چلیدونکي الوتکی به داول ځل لپاره رسمی پروازوکړي

طائرة(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۶) دلندن له برمنګام نړیوال ډګرڅخه به راتلونکي چارشنبه هغه  الوتکه دخپل هدف په لور له سواریانو سره یوځای الوتنه وکړي چي داستعمال شویو غوړو په واسطه باندی چلیږي، دټومسون په نامه سره دالوتنو یوه شرکت په یوه راپورکی ویلي چي ۷۵۷  ماډل لرونکي الوتکه به راتلونکي چارشنبه  دلندن له نړیوال ډګرڅخه په داسي حال کي الوتنه وکړي چی ذخیره به یی  له دوه ډوله تیلو څخه ډکه  وي چی نیمایی به  یی دخوړولو استعمال شوی غوړي  اونیم نور به بیا دالوتکي خپل عادي تیل وي.

شرکت وړاندي وایی دا اوله الوتکه ده چي راتلونکي چارشنبه به  دلندن له هوایی ډګر څخه په اسپانیه کی دلانزاروتي په نامه سره یوي سیاحتی جزري ته الوتنه وکړي.

دشرکت ویاند زیاته کړه څرنګه چی دغه دالوتکي اوله الوتنه ده نوځکه یی په ذخیرو کی نیم دخورک استعمال شوی غوړي اونیم دالوتکي خپل عادي تیل اچول شوي دي، نوموړي وویل دوخت په تیریدو سره به دغه الوتکه کولای شی چی یواځي په استعمال شویوغوړو وچلیږي.

دتومسون شرکت مدیر له خبري رسنیو سره دخبرو پرمهال وویل دغه الوتکي به په کال ۲۰۱۲ کی عامي الوتني پیل کړي.
نوموړی زیاته کړه هغه الوتکه کوم چي راتلونکی چارشنبه پرسیمیز وخت ۲بجی او۲۵ دقیقو باندي الوتنه کوی دنورو عاموالوتنو په څیریوه عادي الوتنه ده،  مسافروته خبرورکول کیږي چي دالوتني پروخت دي هیڅ اندیښنه ویره نه احساسوي.

دتومسون شرکت مسؤلین وایی له دي څخه مخکي چی الوتکه یی رسمی الوتنه وکړی دنورو عامو شرکتونوپه څیرمو ډیري ازمایښتي الوتني کړی دي، او زمونږدراتلونکی چارشنبي الوتنه به یوه ازمایښتي نه بلکه رسمی الوتنه وي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x