امریکا کې د انټرنیټي ناروغانو درملنه پیل شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د انټرنیټ له ضرورته زیات استعمال د رواني ناروغۍ بڼه غوره کړې؛ نو پر همدې اساس د امریکا د پنسلوانیا ایالت یو روغتون د دې ناروغۍ ۱۰ ورځنۍ درملنه معرفي کړې.

د درملنې په لومړي پړاو کې د انټرنیټ زیات استعمالوونکی کس د ۷۲ ساعتونو لپاره له انټرنیټه لرې ساتل کیږي. بیا یې له ۷۲ ساعتونو څخه وروسته دماغي او رواني حالت څیړل کیږي او تر دېوروسته یې درملنه او مشاوره شروع کیږي.

دغه درملنه د خوښې کار دی او هر څوک د درملنې لپاره مراجعه کولای شي؛ خو دغه د ۱۰ ورځو درملنه ۱۴۰۰۰ډالره تمامیږي چې د لګښت زیاتوالی د دې لامل شوی، چې له دې نوې منځ ته راغلې درملنې څخه یوازې د ټولنې هغه طبقه ګټمن شي، چې اقتصادي وضع یې ډېره بهتره ده.

د دې درملنې پنځوونکی ډاکټر کمبرلی ینګ دی، چې د ده له نظره ټکنالوژي باید د انسان د ژوند یوه وړه برخه وي نه ټول ژوند.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د