
کندوز کې مکتب د قومي نښتو قرباني شو
نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د کندوز سیمییز چارواکي وايي چې ددغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې یو مکتب د قومي شخړو قرباني شوی دی. نوموړی زیاتوي چې تېره شپه ناڅرګندو کسانو دغه ولسوالۍ کې یو مکتب سوځولی دی.
د کندوز ولایت د معارف رییس محمد ظاهر نظم ویلي چې ناڅرګندو کسانو د دشت ارچي ولسوالۍ د دفتاني کلي د شهید غلام سرور مکتب خیمې او نور شیان سوځولي دي.
نوموړي زیاته کړه چې دغو کسانو د مکتب ۵ خېمې، تختې، میزونه او څوکۍ چې د سويډن د موسسې لخوا دغه مکتب ته ورکول شوې وې، سوځولي. نظم وویل چې اور د مکتب اداره نه ده سوځولې.
د معارف رییس پژواک خبري اژانس ته ویلي چې دغه مکتب د قومي نښتو او شخړو له امله د ځايي خلکو لخوا سوځول شوی دی خو عاملین یې لا معلوم نه دي.
خو ځايي اوسېدونکي حضرت ګل پژواک ته ویلي چې مکتب نیمه شپه کې د ناڅرګندو کسانو لخوا سوځول شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې په دغه مکتب کې شاوخوا ۳۰۰ هلکان او انجونې زده کوونکي زده کړې کوي چې د مکتب د سوځېدلو له امله له زده کړو محروم شول.
ځايي خلک انديښنه لري چې شاید مکتب دې د سیمییزو اربکیانو لخوا سوځول شوی وي. دوی وايي چې اربکیان زیات شمېر دغه ډول کارونو د تنخاګانو د ترلاسه کولو او د طالبانو د بدنامولو په موخه کوي.
دا په داسې حال کې چې تېره ورځ شمشاد تلویزون راپور ورکړ چې د کندوز ولایت په چاردرې ولسوالۍ کې اربکیانو د تلاشۍ په موخه ځايي کورونه لوټلي دي.
ځايي خلکو شمشاد تلویزون ته ویلي چې په چاردره کې اربکیان د تلاشۍ په نوم د دوی کورونو ته ننوځي او بیا يې له کورونو غلاوې کوي.
تر دې مهاله امنیتي مسوولینو ددغه مکتب د سوځېدنې په اړه څه نه دي ویلي.