دنړۍ ترټولو زوړ موټر پلورل کیږي
کراچي : ویل کیږي چې راتلونکې میاشت به دنړۍ ترټولو زوړ موټر، چې بیه یې ۱۶ لکه پاؤنډه ښودل، شوې وپلورل شي . یوسل اووه ویشت کلن زوړ موټر چې اوس هم چلول کیږي ، صرف نهه فټه اوږدوالی لري او وزن یې ۲۱ سوه پونډه ته رسیږي .
دا موټر په ۱۸۸۱ م کال کې په فرانسه کې جوړشو او په چالانېدو کې کابو پنځلس دقیقې لګېږي .
ددې موټر په زړه پوري خبره داده چې ددې موټر دچلولو لپاره دپترولو،ډیزلو او نه هم دګیس ضرورت شته بلکې په کاغذ لرګیو او دډبرو سکرو په مټ چلیږي .
عابرمسافر/ نن ټکی اسیا