شعـــــرونه

غزل‎

شاعر: حمدالله ـ حلمیار

زما غریب قسمت چي ځي نو، پر غمونو ورځي
د مازیګر لمر ګوره سیخ پر ماښامونو ورځي

کوم ماین پاک ملګری نشته چي تر لاس یي نیسي!؟
یو ناخبره لاروی ده پر بمونـــــو ورځــــي

د ازادۍ سالاره! ژر نــــــغاره وګړنګوه
دغزا ډول ته خو زلمــــي په اتڼونو ورځي

دسترګو جنګ ته چي ورځي نو په احتیاط به ورځي
د زړونو لاره د بڼو پــر کمینونو ورځي

یتیمه مه ژاړه اســـمان درباندي وژړیدو
ځکه چی ستا وړې سلګۍ یي تر غوږونو ورځي

پخوا به ده دخوب ګولۍ خوړې ناروغه به وو
اوس حلمیاره ورته خوب ستا پر شعرونو ورځي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x