ادبي لیکني

کله به می هم دزړه نه هیر نشی /لنډه کیسه

لیکوال: محمدجان روُفی

په کارباندي مصروف وم چی دمکتب د دوري یو ملګری می راته زنګ ووهلوورسته تر سلام او ستړی مشې یی راته وویل خبر شوم چی ستاسو په کلی یو ستر ناورین راغلی غوښتل می چی پوښتنه دوکړم چی تاسی ته خو به کوم زیان نه وی اوښتي ، زړه می ډیر خفه شو او وارخطا شوم ورته می وویل الله دخیر کړی څه خبره شوی زه خو په هیڅ نه یم خبر .

دی هم وارخطا شو ویل یی ما ویل ته به خبر یې په دخاطر می درته زنګ ووهلو دا چی ته نه یی خبر اوزما له خوا خبرشوی تشویش مکوه زه موټر راباسم او راسآ ځم ستاسو کلی ته په ټول احوال ځان پوه کوم بیا به انشاالله درسره په تماس کی شم ، ماویل صحیح ده یو ساعت وخت به تیر شوی وه ما هم له زیاتو هڅو ورسته ونه شوای کړی چی په کلی کور کی له چاسره خبری وکړم او احوال باندی ځان خبر کړم ځکه دهیچا تیلفون کارونکړوچی دهمدی ملګری زنګ می راغلی راته یی ویل چی خیرت وه فقط څلور نفره شهیدان شوی دی . دوه نفره هم زخمیان دی نور الحمدالله چاته پکی زیان ندی اوښتی ، په وارخطایی سره می ورته وویل زر راته وایه چی څوک شهیدان شوی دی الله د زمونږ په دا بیچاره ولس باندي رحم وکړی . ویل یی فلانی فلانی شهیدان شوی دی او فلانی فلانی زخمیان دی .
دشهیدانو په لیست کی یی دداسی چا نوم راته یاد کړو چی دهغه ژوند ډیر رومانټیک او له افسانو ډک وه . دا هغه نفر وه چی دکلی دځوانانو لپاره دمجلس نُوقل وه دا بیچاره هغه ځوان وه چی دژوند ډیر ارمانونه یی تورو خاورو ته وویړل .
دمکتب په دوره کی یی راسره ډیری عجیبی غریبی خاطری شته بیانول یی سخت بولم دلته چی لیکنه رانه اوږده نشی . دده په ژوند کی ډیر ارمانونه ول هروخت به چی راسره مخامخ شو ویل به یی چی خدای به هغه ساعت کله راولی چی زما واده وی او زه یو شه ژوند ولرم او الله راته ښه ښکلی ماشومان راکړی دهغوی سمه روزنه وکړم او ټولنۍ ته یی دیو نیک سړی په شکل معرفی کړم . دا نو په ژوند کی په بار بار راته ویلی دی . کومه ورځ به چی مکتب کی غیرحاضر وه ټولو ټولګیوالو به یی رانه پوښتنه کوله چی زمونږ نن خونده نشته نن مو خبری فلسفی ندی په بانډار او مجلس مو خوند وانه خیست ځکه چی ګل وزیر ندی راغلی . خدای دده انصاف روزی کړی که کار لری کور کی خو مکتب کی د مونږ ته ووایی په اشر باندی به ټول کار مونږ همصنفیان ورسره وکړو مګر دی دغیرحاضری نکوی یو خو زړه پسی خفه شی او بل صنف بی ګل وزیره بد معلومیږی . چی کله به راغلم مکتب نه کورته ورسته تر ډوډی خوړو او دماسپیښن دلمانځه دادا کولو نه به می خپله برګه غوا او پسه د څرولو لپاره کښته باغو ته بوت نو ځوانیمګر ګل وزیر به هم دخپل عادت له مخی کتاب ورسره راغی به باغ ته . قصی قصی به یی راته کولی خوراء دښو اخلاقو څښتن وه ډیر په مینه او محبت به یی خپل ژوند تیراوه ، زما په دا دومره عمر کی دده له خولی څخه ما کومه ناوړه خبره وانه وریده . یو ورځ یی راته وویل چی ګران ملګریه خبر یی چی یو ښکلی زیری درباندی وکړم ما ورته وویل نه ولا نه یم خبر خدای دخیر کړی څنګه کیسه ده ویل یی چی دژوند له ارمانو می یو ارمان په پوره کیدو دی هغه می چی هر وخت تاته ویل چی کله به هغه وخت راځی چی زما واده وی دادی نن می مورکی راته وویل چی زویه نور خو په ژوند کی کومه ښادی نده کړی .

کله د چی پلار ژوندی وه هره وخت به یی راته ویل چی کله به هغه وخت راځی چی دزمنو ودونه می وی ژوند وی خوشحالی وی . ما به هر وخت ورته ویل چی راځه الله مهربانه دی . خدای به هر څه سم کړی . دپلار می یواځینی ارمان زمونږ شه ژوند وه . ما ورته وویل نو ستا سو خو دپلار نه دی په یاد ځکه چی زه او ته دواړه همځولیو یاستو زما خو ستا پلار ندی په یادهغه بیچاره خو مخکی وفات شوی دی . په ډیره حیرانونکو سترګو چی له اوښکو ډکی وی راته ویی کتل ویل یی چی هی زما ګران ملګریه زما پلار نه زما په یاد دی نه زما دبل ورور په یاد دی او نه هم زما ددوه خویندو په یاد دی ځکه چی مونږ ډیر واړه ووه چی هغه بیچاره دسرو روسانو په وخت کی په ډیره بی رحمی سره به شهادت رسیدلی ده سره له یو څو کلیوالو . مګر مونږ ته زمونږ مور دپلار او مور دواړو حیثت لری ځکه چی مونږ یی په ډیره ښه مینه راغټ کړو دادی مکتبونه یی راباندی وویل . په مونږ باندی یی توری کوڅی سپینی کړی د ژوند په درشل کی قسم قسم تکلیفونه زمونږ دسمون په خاطر تیر کړل په واقعت چی زه یی هیڅکله دخپلی ګرانی مورکی دا زیارونه نه شم هیرولی خو هر وخت الله ته دعا کوم چی الله د زمونږ له حقه ورته جنت الفردوس ورکړی .

نو پوه شوی مور می راته ویل چی کوزده درته کوم زه ورنه شرمیدم څه می نه ورته وویل ماویل ته ښه پوهیږۍ مورکی چی څنګه ستا زړه وی هغسی زما درسره خوښه ده چی هرڅه ته وایی هغه صحیح دی زما خوښه ستاخوښه ده .

ماویل ښه دغسی ده نو بیا خو به انشاالله ژوند سم شی دادی کوزده به درته وکړی بچیان به دوی ژوند او زندګی به دجوړه شی دمورکی دخوشحالتیا له پاره به دهم یو سبب دخوشحالی ستا واده شی . شکر الحمدالله چی دا خوږ زیری د راباندی وکړو . ماویل زه الله دورسره خوشحاله کړه بس دا شه خبره ده چی مور ته دکړی الله دخیر کړی .او زه خو اوس لا مبارکی درته وایم

نو ډیر زر یی راباندی زیری ددوسمال وشو چی ګل وزیر کوزده وکړه ډیر کلیوال چی خبریدل ورباندی خوشحاله کیدل مبارکی ته به ورتلل او زه خو نو بیخی خوشحاله وم ځکه چی ماته یی ټول رازونه ویلی وه چی دی واده ته څومره خوشحالیده . بس چی کله یی کوزده وکړه ،میاشت ورسته له مکتب څخه خلاص شو مونږ ټولو همصنفیانو دکانکور امتحان ورکړو ورسته دکانکور دامتحان دسفری کیدو نه دی خپل ولایت میدان وردګو کی دارلمعلمین ته بریالی شوی وه ډیر خوشحاله وه راته یی ویل چی یاره که طب یا انجنیر ته هم بریالی شوی وای نه شو می کولای چی په بل ولایت کیی ووایم نو شکر چی خپل ولایت کی پوهنتون ته بریالی شوی ځکه چی نیمه ورځ به درس وایم او نیمه ورځ به هم خپل دځمکی کار ورسره کوم . او دا راته نږدی ځای دی . وخت وه تیریده له پوهنتون څخه دخلاصیدو په اخری سمستر کی یی راته وویل چی یاره پیسی می برابری کړی دی دادی امتحانونه هم خلاصیږی واده به له خیره نور کوم . خو ملګری خبریدل په تا اړه لری او پوره نیټه یی راته وښودله چی په دغه نیټه می واده ده . زه هم ورباندی زیات خوشحاله شوم. دواده ورځ راورسیده ملګری می ټول خبر کړل له لری لری ځایو څخه همصنفیان دګل وزیر واده ته راغلل خورا ساعت مو پکی تیر شو او ډیر خاکساره او کمینه واده وه ټولو ملګرو ته ګل وزیر په خپلو مسکایی خبرو ډیره مینه ورکړه او ټول ملګری ډیر خوشحاله شول . واده یی تیر شو کله کله به می چی ولیده ډیر سخت به خوشحاله وه هر وخت به یی په نورانی او خندانه قواره به یی تل مدام په سرو شنډو مسکا خپره وه او همیشه به یی ټول کلیوال ، ملګری چی چا پیږانده مجلس ته تږی تږی وه چی چاته په په لاس ورغی خامخا یی یو ساعت کیناوه مجلس به یی ورسره کاوه ، څه ووایم درته وایم دمجلس نُوقل وه نُوقل دا هرڅه دده دښو اخلاقو نمایدګی کوی .

نو دده بیچاره دا ټوله ارمانونه لکه دخپل پلار په شان خاورو ته وویړل هغه کونډه مور چی په دوی یی تور سر سپین کړی وه یو ځل بیا دغم په ټغر کیناستل هغه پیغلوټی خویندی چی دپلار په نشتون کی ورور ورته دسپر په شکل حیثت درلود یو ځل بیا دغم څلی یی په کور خپور شو او ځوانه جهانه ناوۍ وریندار ورته په سرو لاسونو پاتی شوه دځوانیمرګ ګل وزیر یواځی یوکال له واده سره تیر شوی وه او یو زوی الله پاک ورکړی وه چی ناببره دکورنږدی باغ نه توره لوخړه پورته شوه تر لږ ځنډورسته کلیوال اونږی خلک ورته راورسیدل چی دګل وزیر ځوانیمګر مور هم ورغله ویل یی چی زوی می هم راوتلی دی ویل چی موری له پټی نه لږ تازه پیاز راباسم وخت دډوډی نږدی دی نن تاسی په کور کی لوبیا پخ کړی ده او لوبیا سره ترکاری ښه مزه کوی زه به لاړ شم چی لږ راوړم . چی وی کتل هغه پیاز چی یی ویستلی دی تیت او پاش لری لری دګل وزیر بیچاره له غوښو سره پراته دی خپل خوږ او ارمانی ژوند ته یی دپای ټکی کیښود او دشهادت جام یی نوش کړی وه .
شهیدانو ته جنت الفرودس غواړم الله ددوی کورنی ته دزړه صبر ورکړی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x