fbpx

نصرانيت يعني څه؟

لیکوال: مولوي عصمت الله عزام

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

دنصرانيت اصلي شکل دنورواسماني دينونوپه څېردی

لکه دحضرت نوح،ابراهيم اوموسی عليهم السلام .

پاته دي نه وي چي ټول الهي دينونه په اساسي عقيدوکي سره متفق دي.

لکه داچي الله پاک يودی،شريک نه لري،نه ده څوک زېږېدلی اونه دی له چازېږېدلی دی،همدارازپرملائکو،دآخرت پرورځ،دخيراوشرپه تقديرايمان،پرپيغمبرانوعليهم السلام ايمان.

هيڅ يوداسي پيغمبرنه دی راغلی چي هغه دي په دغوعقيدوکي له نوروسره مخالفت کړی وي.

ددوی ترمنځ اختلاف دعبادتونوپه ډولونواوطريقوکي راغلی دی.

همدارازدحرامواومباحاتوپه قسمونواوسببونوکي اودې ته ورته ځيني داسي نوري مسئلې چي ځينوپيغمبرانوته په يوه اوځينوته په بله توگه ورکول شوې دي.

نونصرانيت هم په اصل کي دالله له لوري راغلی دين دی چي خلگ يې پريوه الله دايمان په لوردعوتول چي هغه نه شريک لري،نه له ده څوک زېږېدلی اونه هم دی له چازېږېدلی دی.

همدارازيې په دې ټينگارکاووچي الله پاک دخپلوبندگانودهدايت لپاره پيغمبران رالېږي څوخلگوته دالله پاک پيغام ورسوي څوددوی لپاره عذرپاته نه شي اوداپيغمبران دالله پاک په بندگانوکي غوره کسان دي چي الله پاک ددې کارلپاره خوښ کړي دي.

کله چي دامعلومه شوه چي نصرانيت ياعيسائيت دالله پاک له لوري راغلی دين دی نواوس پوښتنه داده چي آيا دانصرانيت په خپله اصلي بڼه څنگه چي راغلی ووپاته دی اوکه څنگه؟که نه وي نوڅنگه دين دی؟

ددې سوال دجواب لپاره که داوسني وخت دنصرانيانوعقيدوته پام وشي اوبياهغه دانجيل دعباراتوسره پرتله کړل شي چي آياداخبري اړخ سره لگوي اوکه نه؟

آواياددوی عقائددحضرت عيسی عليه السلام دويناگانوسره موافق دي اوکه مخالف؟

اوآيادحضرت عيسی عليه السلام اودانجيل ويناوي اولارښووني دکليسا له خواورکول شوي انځورته ورته دي اوکه نه؟

نوواضحه به شي چي دايوبل دين دی چي جوړونکی يې پولس دی اوداهغه اصلي الهي دين نه دی چي حضرت عيسی عليه السلام دالله پاک له لوري دانسانانودهدايت لپاره راوړی وو.
دحضرت مسيح عليه السلام په هکله دکليسادمنونکوعقيدې دکليسامنونکي چي ځانونه دحضرت عيسی عليه السلام تابعداربولي ددوی عقېدې داسي دي:

دحضرت عيسی عليه السلام اسمان ته ترپورته کېدلو وروسته په نصاراووکي درې ډلي پيداشوې اودحضرت عيسی عليه السلام په هکله يې دده دتعليماتوپه خلاف نوې خبري رامنځ ته کړلې.
په نصاراووکي په اصل کي درې ډلي وې:

يوه نسطوريه:چي عيسی عليه السلام ته يې دخدای زوی ويل.دوهمه يعقوبيه چي خپله عيسی عليه السلام يې دخدای سره متحداويوبلی.دريمه ملکائيه چي عيسی عليه السلام يې له دروڅخه يوبلی(تفسيرمعارف القرآن ص۸۴ ج:۳)

له دغونويورامنځته شويودروډلوڅخه پرته يوه بله ډله هم وه چي دحضرت عيسی عليه السلام په هکله يې صحيح عقيده لرله.

حضرت مولانامحمدادريس کاندهلوي رحمه الله ددغودروډلوتفصيلي حالت بيان کړی او ليکي چي:دقرآن کريم دنازلېدوپه وخت کي دعيسايانودرې قسمه عقايدوې

۱:دنصاراوويوې ډلي حضرت عيسی عليه السلام ته خدای ويل،ددوی عقيده داوه چي خدای تعالی ددنيادگناه دبخښلولپاره
دحضرت مريم له نس څخه دحضرت عيسی عليه السلام په څېره کي دنياته راغی،

الله رب العزت ددغي عقېدې په هکله فرمايي: ( لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ ) المائدة :۷۲){هغه کسان په يقيني توګه کافرشول چي هغوی ويلي وو:چي الله همدامسيح بن مريم دی}

همداراز ددوی ددغي بې ځايه خبري په ردکي الله پاک دحضرت عيسی عليه السلام خبره په خپل مقدس کتاب کي رانقل کړې چي هغه خپل قوم ته دتوحيددعوت ورکړی وو.
يعني ستاسودغه خبره دحضرت عيسی عليه السلام دخبري سره بالکل متضاداوټکر ده. (چي تفصيل يې مخکي تېرشو)

۲:دنصاراوودوهمه ډله دتثليث قائله وه اودايې ويل چي په خدای تعالی،عيسی اوروح القدس په دغودريوکي خدايي دائره ده،يعني په دوی کي هريوخدای دی اوددريومجموعه يوخدای دی.
يعني خدای تعالی دنصاراووپه عقيده دخدايي د درباريوفرددی.

ددغي ډلي عقيده داوه چي چي خدايي په دريوبرخوکي ووېشل شوه،يوالله شو،يوروح القدس شو اويومسيح.
دادواړه عقيدې ښکاره کفردي.

په عيسايانوکي يوه دريمه ډله بله هم وه چي چي دتثليث خوقائله وه مگردروح القدس پرځای يې حضرت مريم(عليهاالسلام)خدای منله،يعني دحضرت مسيح(عليه السلام)سره يې دده
دمورمريمي(عليهاالسلام)هم عبادت کاوو،اوله هغوی څخه يې خپل حاجتونه غوښتل.

خدای تعالی وفرمايل:داټول کفردي اول قول هم کفردی اودوهم هم کفردی.

الله جل جلاله په دغوآياتونوکي دنصاراووددواړوډلودعقائدوابطال وکړ،چي داتحاد(يووالي)قائل وواوچي دتثليث قائل وو،اولومړی يې الزامي دليل پېش کړچي ستاسودغه خبره دحضرت مسيح دوينااولارښووني په ښکاره مخالفه ده،له دې وروسته يې مَالمَسيحُ ابنُ مريم الارسول الخ.څخه يې تحقيقي دليل بيان کړاوددې فاسدي عقيدې پرابطال يې عقلي اونقلي دلائل بيان کړل لکه څنگه چي
فرمايي:بېشکه کافرشول هغه خلگ چاچي داوويل چي خدای(بعينه)دغه مسيح دی،چي دمريم زوی دی،(اومجسم شوی دنياته دمسيح په څېره کي راغلی دی،داعقيده ديعقوبيې اوملکانيې فرقووه،چي
دنصاراوودوه ډلي وې،ددوی عقيده داوه چي مريم(علیه السلام)الله زېږولی دی(العياذباالله)

اوالله تعالی دعيسی په ذات کي حلول کړی دی(يعني پکي ننوتی دی)اودده سره يوشوی دی، په داسي حال کي چي داخبره بالکل بې معنی اوسراسردعقل مخالفه ده،ځّکه چي دقديم اوازلي دحادث(نوي پيدا)سره يوکېدل اوگډېدل عقلاًناشونی دی.

دعقل له بداهت څخه داخبره ثابته ده چي ددوومختلفوحقيقتوپه خپل منځ کي سره يوکېدل يقينًاناشونی دی.

لکه څنگه چي دحرکت اوسکون،رڼااوتياره،وجوداوعدم يووالی عقلاًناشوني دي همدارازبلکي تردې زيات دواجب اوممکن،دحادث اوقديم يووالی اوگډون ناممکن اوناشوني دي .

که باالفرض والتقديردحادث اودقديم اتحادممکن شي نوبيادمحال(ناشوني)اوواجب،(دچاوجودچي ضروري وي) دممکن (دشوني) اوممتنع(دچاموجودېدل چي منع وي)

اتحادهم عقلًابايدممکن شي،دکوم چي له مجنون اولېوني پرته بل څوک قائل کېدای نشي.

معلومه شوه چي دخدايي حقيقت اودانساني حقيقت سره يوځای کېدل اويوکېدل محال دي.

که دنصرانيت هوښياران دادعوه وکړي چي دامحال نه بلکي ممکن دي نوبيادي نصاراداووايي چي دخدای تعالی دفرعون دجسم اودنمروددجسم سره اودرامچندراوکرشن سره يوکېدل په کوم دليل سره
محال دي؟

دنصاراووپه نزدچي کله په يوه انساني جسم کي دخدای تعالی حلول(داخلېدل)اونازلېدل ممکن دي

نودنمرود،فرعون،رامچندراوکرشن په جسم کي دخدای تعالی حلول اونزول په کوم دليل سره محال دي؟

نصارادي ددې خبري ځواب راکړي.

اوکه بالفرض دنصاراووپه نزددمريمي(عليهاالسلام)دزوی خدای کېدل شونی وي نودکوسليا دزوی يعني درامچندراودنوکي دزوی يعني دکهنياخدای کېدل ولي ناشوني دي؟

اوبشن،مهاديواوبرهماکوم چي هندوان په دې توگه خدايان مني څنگه چي نصاری حضرت عيسی عليه السلام خدای مني،نوودي وايي چي داولي خدای نشي کېدای؟
(تفسيرمعارف القرآن للکاندهلوي ص:۵۵۹، ۵۶۰ج۲)

دوی ځيني نوري ناوړه عقيدې هم لري خوله دغوعقېدويې هم دنصرانيت په هکله دراپيداکېدونکوسوالونوځواب جوتېږي اوهغه داچي په يقيني توگه نصرانيت په خپل اصلي شکل نه دی پاته بلکي دابل دين دی چي دحضرت عيسی عليه السلام سره يې هيڅ ډول تعلق نشته اوهغه ترې بري دی.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د