نظــر

مصطفی کمال اتاترک (۳)

ژباړه: زاهدخليلي

…په تېر پسې

مصطفی کمال په حقيقت کې هغه پلانونه عملي کول، کوم چې د غربيانو سره په تړونونو کې لاسليک شوي ول. په ۱۹۲۳ م کال کې د لوزان د سولې تړون لاسليک شوی وه، په دغه تړون کې د کروزن لخوا (چې د انګرېز د وفد مشر وه) څلور مادې د پام وړ دي.

۱- ترکيه به د اسلام سره خپلې ټولې اړيکې شلوي.

۲- اسلامي خلافت به په بشپړ ډول له منځه وړي.

۳- خليفه، ملګري يې او اسلام به د ترکيې له سرحدونو څخه وباسي او د خليفه ټوله شتمني به ضبطوي.

۴- د ترکيې د پخواني قانون پر ځای به نوی قانون نافذوي.

په اسلامي نړۍ کې د قهر او غصې څپې خپرې شوې. شوقي چې لږ څه وړاندې يې په شعرونو او قصيدو کې د اتاترک صفتونه کول اوس يې په شعرونو کې دا ويل:

منبر او محراب ستا (خلافت) په مرګ په ژړا دي، شاوخوا سيمې زارۍ کوي.

هند د غم انځور وړاندې کوي، مصر هم پرېشانه دی، دوی د باران په څېر د غم اوښکې تويوي.

شام، عراق او فارس (ايران) دا پوښتنه کوي، چې ايا کوم لرې کوونکي د ځمکې څخه د خلافت نوم او نښان ورک کړی دی؟.

اې باتورو! ژوندۍ ښخه شوې ازادي بېرته راوړئ، هغه ازادي، کومه چې د کومې ګناه او خطاء پرته وژل شوې ده.

له دې وروسته شوقي په مصطفی کمال ډېرې نيوکې کوي، هغه ته ډېر بد وايي، چا چې ترکان په زور سره له اسيا وشړل او اروپا ته يې بوتلل، دوی چې په ختيځ کې ډېر ژور تللي وه، د لوېديځ په دروازو يې په انتظار ودرول. شوقي وايي:

… دا فتنه داسې يوه شخص راوړې ده، چې محمدي شريعت ته هېڅ ارزښت نه ورکوي، د عدل او انصاف دښمن دی او د ډېرې ټيټي درجې بې حياء دی.

چا چې په مسخره ډول فتوا ورکړې، د ګمراهۍ خبرې يې وکړې او په هېواد کې يې کفر او ګمراهۍ ته اجازه ورکړه.

هغه، شرعي قوانين، عقائد او نظريات د خلکو او ښارونو نه داسې وويستل، لکه څنګه چې د جګړې له مېدانه فوځ ويستل کيږي.

د شوقي له نظره د داسې ظالمو او جابرو خلکو د منځته راتګ اصلي لامل د خلکو ناپوهي ده، چې د همدې کمزورۍ له امله خلک ظالمو واکمنو ته سر ټيټوي.

احمد شوقي وايي:

سترې کارنامې په يوه لحظه کې د زوال سره مخ کېدای شي، په کارنامو سره د خپل نوم د ابدي ژوندي ساتلو کوښښ مکوه.

د غېر مسلمانو يوې ډلې د مسلمانانو ستروالی وغورځوه او موجوديت يې پرېنښوده، هغه د يوه غافل اکثريت په اړه دا پرېکړه وکړه، داسې اکثريت چې ګمراه او غلام دی.

ما چې د نړۍ قومونو ته وکتل؛ نو د ناپوهۍ نه پرته بله داسې ناروغي مې پېدا نکړه، چې د قومونو د تباهۍ سبب ګرځېدلې وي.

کله، چې بهرني يوه مغلوبه ډله د خپلې ولکې لاندې راولي؛ نو ازاد خلک هم غلامان شي.

مصطفی کمال پاشا خپل پلان په بشپړ ډول عملي کړ او هېواد يې د اسلامي سرحدونو نه بهر کړ. ترکيه اوس په بشپړ ډول د لوېديځوالي پر لور روانه وه. په ۱۹۲۴ م کال کې د اوقافو وزارت له منځه يوړل شو او چارې د معارف وزارت ته وسپارل شوې. په ۱۹۲۵ م کال کې جوماتونو ته قلفونه واچول شول. حکومت د هر ډول ديني حرکت مخالفت پېل کړ، هر ډول ديني خبرې يې بندې کړې. په ۱۹۳۲-۳۱ م کلونو کې يې د جوماتونو شمېر محدود کړ، په هره حلقه کې يې د ۵۰۰ مترو په فاصله جومات پرېښود او اعلان يې وکړ، چې د اسلامي روح د مخکې تګ مخه دې ونيول شي.

مصطفی کمال په جوماتونو باندې د حملې کولو پر مهال د افراط نه کار واخيست، واعظانو ته چې پخوا حکومت معاشونه ورکول، د دوی شمېر ۳۰۰ ته راکم کړ او هغوی ته يې امر وکړ، چې د جمعې د لمانځه په خطبو کې دې زياتې خبرې د زراعت، صعنت او د حکومت د پاليسيو په اړه وکړي او د حکومت کړنې دې وستايي. د استنبول دوه مشهور جوماتونه يې وتړل، لومړی د اباصوفيا جومات وه، چې موزيم يې ترې جوړ کړ او دويم د فتح جومات وه، چې ګودام يې ترې جوړ کړ. هغه قانون چې په ۱۹۲۶ م کال کې نافذ شو، د سويس له هېواد څخه اخيستل شوی وه. د هجري کليزې پر ځای يې يوناني غربي کليزه مروجه کړه، په ۱۹۲۶ م کال کې يې په ټوله ترکيه کې د هجري کليزې پر ځای لوېديځه کليزه نافذه کړه.

د ۱۹۲۸ م کال په قانون کې دا خبره بيخي له نظره وغورځول شوه، چې ترکيه يو اسلامي هېواد دی، د لوړې اخيستو (قسم کولو) پخوانۍ طريقه پرېښودل شوه او د خدای تعالی د نوم پر ځای د خپل عزت او شرف په نوم قسم اخيستل پېل شول.

په ۱۹۳۵ م کال کې د دولتي رخصتۍ ورځ هم تغير شوه، مخکې به دولتي رخصتي د جمعې په ورځ وه، اوس يې د يکشنبې ورځ وټاکله.

حکومت د ديني تعليم مخه نيوله، ټولې شخصي مدرسې يې وتړلې، د استنبول په پوهنتون کې يې د شرعياتو په پوهنځي کې د محصلينو شمېر راکم کړ او پای په ۱۹۳۳ م کال کې يې په بشپړ ډول وتړه.

نور بيا….

مأخذ: سلطنت عثمانيه، ډاکټر علي محمد محمد صلابي. ۵۱۷-۵۲۰ مخونه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x