
غزل / قاري سعید
لا خو ژوندي یو لا خو اخلو ستړې سا د ژوندون
تر هغو نه مرو چې مو حق نه وي ادا د ژوندون
ټول دې خبر وي چې موږ داسې شتمنۍ هم لرو
چې یي بها خورا ده لوړه تر بها د ژوندون
مرګیه نور دې چې په دې خوا باندې ونه وینم
موږ په سرو وینو پیرودلې ده وفا د ژوندون
بې له تلپاتې ژوند په بل څه قناعت نلرو
موږ ارمانجن نه یو د خضرومسیحا دژوندون
مرګیه موږ ته خو د نوي ژوند مبداء ښکاریږې
پر هغو بلوسه چې دي بولي انتها د ژوندون
پوه هغه نه دی چې مریخ کې یي ژوندون وموندو
پوه هغه بویه چې چا ومونده معنی د ژوندون
د مرګ له خوب سعیده څنډ وهه ژوندي ذوقونه
دغزل تال کې بیا راغبرګه کړه نوا دژوندون
۱۳۹۳/۶/۱۴ هـ ش جمعه مبارکه