نظــر

ايا فولي اوستولوف ریښتیا اعدام کړای شول؟

لیکوال : احمد دعدوش
ژباړونکی: عبدالرحیم (ثاقب)

کله چې په عراق کې د اسلامي دولت وسله والو د دوی په لاس برمته شوی امریکايي خبریال جیمز پولي د حلالو ویډیو نشر کړه سمدستي په ټولې غربي نړۍ کې د حلالوونکو پرخلاف د جګړې نغاره وډنګول شوه .

سره له دې چې د نوموړي خبریال د حلالوله له صحنې څخه د اخیستل شوې ویډیود ریښتیا والي په اړه ډیر شکونه شته خو بیا هم غربي چارواکو او رسنیو د دغې صحنې ترتیب شوې ویډیو ریښتیا بللې .

خو د غربي چارواکو او همداراز غربي رسنیو د حدس برخلاف دفلم جوړلو او مونتاژ د چارو مسلکي فعالانو د دغو دوو حلال کړل شویو خبریالانو دحلالو صحنه او له هغه څخه د ریکارډ شوې ویډیو په اړه داسې شکونه ښکاره کړي چې د هغو په تدقیق اوڅیړنې سره سړی پردې قانع کیږي چې ریښتیاهم دغه نشر کړل شوي ویډیوګانې جعلي دي.

د بیلګې په توګه کله چې لیدونکی د لومړۍ ویډو لومړنۍ صحنې ته ځیر شي داسې ورته معلومیږي لکه جمیزفولې چې په کوم فیلم کې داتلولي ایکټ اجراء کوي ، نه دا چې نوموړی دې خپله د دې صحنې یوه قرباني وي.

ځکه نوموړی چې کله امریکایانوته خپل پیغام لولي هغه ډیرمنطم او په یوه ځانګړې تمثیلي ډوله انداز کې لولي، او د هغه د سترګو له حرکاتو داسې ښکاري لکه دی چې دا پیغام د هغه سکرین له مخه لولې کوم چې د ټلویزوني شبکو نطاقان یې د خبري سرویسونو لپاره کاروي.چې د هغه لهجه او د خبرو انداز هیڅکله د یوه حلالیدونکي شخص لهجې او کیفیت ته نه دی ورته.

د درهام په پوهنتون کې د منځنی ختیځ د سیاسي موضوعاتو څیړونکی کریستوفر دویدسون وايي چې که جمیز فولي پردې خبره باوری هم وای چې ما وژني نه ،خو چې ترڅنګ یې چاړه په لاس سړی ولاړوی حتما به دغې صحنې د ده پروضعیت تاثیر درلودای ، نوموړی سره له دې چې حلالوونکی یې د حلالیدو ګواښونه کوي او دی یې تیار د حلالیدو لپاره په ګوندو درولی بیاهم هیڅ د وارخطايي او ترس نښې نه ورباندې ښکاریږي.

همداراز د جمیز فولي د حلالوونکی وضعیت هم ډیر شکمن وضعیت دی ؛ ځکه د هغه رول او د ذبح کولو طریقه هیڅ کله د جهادي ډولو د جلادانو رول ته نه وو ورته چې په همداډول ویډیوګانو کې خلګ حلالوي ، ځکه هغوی د حلالوپرمهال یو ډول خاص احساساتي انداز لري ، تکبیرونه وايي او…

مګر دجمیز فولي د برتانوي حلالوونکی د لهجې او ځانګړو اکټونو انداز کټ مټ د هالیود فلمي کریکترونو رول ته ورته دی ، نه دجهادي ډلو دجلاد رول ته.

همداراز د فیلم جوړولو مسلکي ماهرینو د دغې ویډیو د فوق العاده ښې کوالټي او په هغه کې د غږ پرصاف والي شک ښکاره کړی چې څرنګه په خلاصه صحرا کې داسې صاف غږ او صاف تصویر اخیستل شوی لکه د تصویر اخیستلو په خوندي سټوډیو کې چې اخیستل شوی وي. سره له دې چې په داډول خلاصه صحرا کې خامخا د هوا او باد غږ او همدا راز په تصویر باندې د لمر اغیزې له ورایه ښکاریږي.

د د غو دوو امریکايي خبریالانو د حلالولو د دواړو خپروشوویډیوګانو په اړه د راپورته شویو پوښتونو په اړه د Occupy Wall Street ډلې فعالینو داسې تصویرونو خپاره کړي چې په هغوکې دوه فیلمي کرکترونه د حلالوونکي په رول کې لیدل کیږي او جمیز فولي په یوه شین رنګ لرونکي بګراوند والا سټوډیوکې دننه ناست دی ، چې دغه تخنیک کولای شي د فلم د نشرولو په حال کې هماغه شین رنګه بګراونډ په داسې صحرايي بګراونډ واړوي لکه دا فیلم چې واقعا هم په صحراکې ترتیب شوی وي.

خو د Occupy Wall Street ډلې د فعالینو لخوا د دغه خپاره کړل شوی تصویر د ریښتیا والي سپیناوی نه دی شوی

غير ماهرانه حلالول:

په دې اړه د راپورته شویو پوښتنو له جملې څخه یوه مهمه پوښتنه دا ده چې څرنګه حلالوونکی جلاد شپږ ځله د جمیز فولې په غاړه تیره چاړه راکش کړه خو بیاهم د هغه له مرۍ نه یو څاڅکی وینه هم نه وبهیده؟

د تصویر اخیستلو او مونتاژ ماهرینو د تصویر او مونتاژ په وسائلو باندې په دقیقه توګه په بطیئ حرکت او د رنګونو دتباین او وضاحت د درجو په تعدیل سره داثابته کړې چې په دغه مهال کې د حلالیدونکی شخص له مرۍ نه یو څاڅکی وینه هم نه ده بهیدلې.

ښايي د فیلم جوړ وونکی مونږ پردې قانع کړي چې د ذبح کولو عملیه له هغه وروسته ترسره شوه چې د تصویر اخیستل یې متوقف کړل او بیايي د ذبح کړل شوی پوړیدونکې ککرۍ د هغه له تنې جدا کړه.

همداراز کله چې د غه فیلم د دولت اسلامي د حلالو له نورواصلي فیلمونو سره پرتله کیږي هلته لیدل کیږي چې د ذبح کیدونکي شخص پرغاړه باندې د چاړې له راتیرولوسره سمدستي د هغه ترمرۍ دوینو دارې او بهیدل پیل شي او هیڅکله هم د هغو اصلي فیلمونو په منځ کې د تصویر اخیستل نه متوقف کیږي چې پرغاړه يي چاړه ورکیږدي بیايي تر هغوپوري کامره ورته نیولې وي ترڅو يي سر له تنې بیل کړي.

د فیلم په وروستې برخه کې د جمیز فولې جسد پرځمکه پروت اوپه وینو سره ککرۍ یې پر ملا ور ایښي وي، دلته هم دا پوښته را ولاړیږي چې څرنګه دهغه وینې پورته ککرۍ ته وربادشوې او د حلالوونکي پرلاسونو اوځمکه يي کومه نښه نه ښکاریږي؟

د حلال کړل شوی شخص د ککرۍ په اړه هم دغه ماهرین وايي چې هغه یوه مصنوعي ککرۍ ده چې په خوله کې یې هیڅ غاښونه نه ښکاري.

د حیرانتیا خبره داده چې دغه پوښتنې او شکونه د دواړو ذبح کړل شویو امریکايي خبریالانو په ویډیوکې یوشان ښکاره دي، هغوی دواړه بالکل عادي ښکاري ،نه دهغوی لخوا دپیغام لوستلو او نه هم د قاتل د خبرو پرمهال پر دوی دواړو هیڅ د ترس او رعب اثار نه معلومیږي.

پیچلې پوښتنې

پردغو پوښتنو سربیره یولړ نورې پیچلې پوښتنې هم شته او هغه داچې دوه کاله مخکې په سوریه کې یرغمل کړل شوي جمیز فولي څرنګه د دولت اسلامیه وسله والو ته په لاس ورغی؟

غربي فعالينو د جیمز فولي د خپل اصلي تصویر او د هغه شخص چې په ویډیوکې خبرې کوي ځیني ښکاره توپیرونه نشر کړی

د جیمز فولي په اصلی تصویرکې د هغه مخ او ککرۍ د هغه شخص له تصویر سره چې په ويدیوکې لیدل کیږي ښکاره توپیر لري ، همداراز د هغه د اصلي غږ او په ویډیوکې دغږیدونکي سړي غږ او د خبرو انداز یوله بل نه جلا دي.

بهرنیو فعالینو دا معلومات هم ترلاسه کړي چې جیمز فولي مخکي د امریکا دبهرنیو چارو وزارت مربوط له یوه آژانس سره کارکاوه ، هغوی په دې اړه شکمن دي چې ممکن نوموړی له کوم داسې استخباراتي ارګان سره کار کړی وي چې اوس خپله هم د دغه فیلم په جعلسازی کې شریک وي.

فعالانو دا هم ويلي چې دجیمز دمور او پلار له خبرو هم داسې څرګندیږي چې د دوئ په کورکې څه ناوړه حادثه نه وي پیښه شوي ،ځکه د دوی دواړو بڼه ډیره تازه او هیڅ داسې اثر نه ورباندې معلومیده چې کوم مصیبت دي ورباندې راغلی وي.

په تاريخي لحاظ مونږ د هغو جګړو داسې بیلګې لرو چې د دغه ډول جعلي صحنه سازي وو له کبله پیل شوې او د ولسونو دقانع کولو لپاره مخکي ترمخکي ورته دغسي صحنې جوړې شوې وي.
د بیلګې په توګه د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیوبوش پرعراق باندې د دې پلمې په جوړولو برید وکړ چې ګواکي د صدام حسین حکومت بیولوژیکي وسلې لري او هغه د ټولو خلګو لپاره ګواښ دی .

همدا راز د امریکې اوسني ولسمشر بارک اوباما دجیمز فولي او د هغه په تعقیب د ستولوف د وژلو په غندنه کې د دولت اسلامیه پرخلاف د نړیوال ایتلاف د جوړولو تابیا وکړه.

د دغو دووتنو امریکايي خبریالانو د حلالو دغو د ویډیو ګانو په نشریدوسره د یوې سرشمیرنې له مخې 62% امریکایان په عراق باندې د امریکايي برید پلوي کوي، سره له دې چې تر دې له مخه چې کله په سوریې کې د بشار الاسد رژیم د سوریا دخلګو پرخلاف بیولوژیکي وسلې استعمال کړي ، اوباما غوښنل چې د بشار الاسد رژیم پرخلاف هوايي برید وکړي خو یوه امریکايي تبعه هم د اوباما د دغه اقدام پلوي ونه کړه.

د دولت اسلامي لخوا د جیمز فولي د ویډیو تر نشرولو وروسته امریکایانو وویل چې دوی په سوریه کې دولت اسلامي لخوا د یرغمل شوی د ژغورنې لپاره عملیات ترسره کړل خو کامیاب نشول .

ښايي د امریکایانو دغه اعلان د امریکايي ولس د احساساتو د آرامولو لپاره د سپینې ماڼۍ یوه هڅه وه ، سره له دې چې سوریايي فعالینو او خپله د اسلامي دولت ځواکونو د دغو عملیاتو په اړه هیڅ ځان هم خبر نه کړ ، په داسې حال کې چې باید هغوی د امریکايي ځواکونو د برید د پرشاتمبولو په اړه حتما باید د خپلې دفاعي وړتیا په اړه څه ویلي وای.

له بلې خوا په انګلستان کې د دغې ویډیو تر نشریدو وروسته د انګلیسي مسلمانانو پرخلاف تعقیبي عملیات په شدت سره پیل شوي او په ډیرو سیموکې انګلیسي امنیتي ځواکونو د مسلمانو پر کورونو چاپې اچولې او له هغوي څخه یې د هغه برتانوي په اړه پوښتنې ګرویږنې کړې کوم چې په نشر شویو ویډ یوګانو کې په برتانوۍ لهجه عږیږي.

د یادولو وړ ده چې عامه نظر پردي دی چې په نشرکړل شویو دواړو ویډوګانوکې ذبح کړل شوي امریکايي خبریالان ریښتیاهم جمیز فولي او ستولوف دي چې د دولت اسلامي د ځواکونو لخوا حلال کړل شوي دي او کوم هدف چې د فیلم جوړوونکو د فیلم له سرلیک (امریکاته پیغام ) څخه یې درلود هغه یې تر لاسه کړ او امریکایانو ته یې خپل پیغام و ورساوه.

په غالب نظر د نړیوالو فعالینو د غه پوښتنې اوشکونه هغه مهال په خپله هم تر پوښتنې لاندې راځې چې دا څرنګه ممکنه ده چې د دولت اسلامي مربوط نشراتي موسسه (الفرقان) دي له جعلکارانو سره د دغسې جعلي فیلم په نشرولو کې د نظر یووالی ولري؟

منبع: الجزیره نټ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان ځلمی

مونږ هماغه اولنی تصویر چه ولیدلو ، د همدی لیکنی مطابق باور مو وکړو ، مګر دا چه نور چا څه لیکل او خپله د داعش کسانو هم څه نه یعنی د دی ویدیو مخالفت یی اعلان نه کړو مونږ باور وکړو چه کیدی شی که نه په هیڅ ډول د دواړو وژونه جعلی او د سپټمبر د یوولسمی له پیشي په شان ښکاری ، شه شو چه زمونږ شک مو په پاور بدل کړو

غوربندي

ټولو ته سلام او احترام په پورته ترجمه شوي مضمون کې یو ډیر خام استدلال شوی ده هغه داده چی وایي لکه څنګه چی بوش د کیمیاوي اسلحو په نوم عراق ته بهانه جوړه کړه نو د یادو ویدیوګانو په نشر سره غواړي بیا عراق ته بهانه جوړه کړي په داسی حال کی چی امریکایان کله هم بیا نه غواړی عراق ته پلی عسکر ولیژي خو که داسی ووایو چی امریکا ته د عسکرو د لیږد بهانه پخپله القاعده برابروي نو سمه خبره ده په دی معنی چې دا د القاعدی له اساسي پالیسیو څخه ده تر څو امریکایان په… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x