په کلورادو کې ورکه شوې پشوګۍ په نیویارک کې وموندل شول

Willow the catنن ټکی آسیا: د لاتیني امریکا څخه یوه ورکه شوې یا تښتیدلې پشوګۍ د امریکا په نیویارک ښار کې وموندل شول.

په نیویارک کې د حیوانانو د ساتني یو مرکز وویل چي دغه پشوګۍ ۵ کاله مخکي په کلورادو کې د خپلي مالکي کورنۍ څخه تښتېدلې وه، چي نن دا دی په نیویارک کي وموندل شوه، او بیرته په الوتکه کې کلورادو ته واستول شی، او خپلو اصلي مالکانو ته به وسپارل شي.

هغوی زیاته کړې چي دا معلومات دوی ځکه وشول، چي کله یو سړي دغه پيشوګۍ دوی ته وسپارل، او ویل یې چي د نیویارک په یوه سړک يې وموندل، خو کله چي دوی د هغې په غاړه کې وکتل، نو د یو الیکتروني آله په واسطه يې وپيژندل چي ددې پشوګۍ اصلي مالکان په کلورادو کي دي.

کله چي دوی د هغوی سره اړیکه ونیول، نو هغوی ورته وویل چي پنځه کاله مخکي دغه پشوګۍ هغه مهال ددوی د کوره څخه وتښتېدل کله چي دوی خپل د کور سامانونه نوي کول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د