نړۍ

محکمې د طاهرالقادري د نيولو امر کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۵مه ۱۳۹۳ل): د راولپينډۍ د تروريزم ضد محکمې د داکټر طاهرالقادري او د هغه د ګوند د لسو لوړپوړو مشرانو د سمدستي نيولو امر کړی او له امنيتي ارګانونو يې غوښتي، چې نوموړي کسان دې د سپتمبر په ۱۲ نېټه دې محکمې ته وړاندې کړای شي.

د ښاغلي قادري پر ضد د پوليسو د وژلو او ټپي کولو دوسيه ثبت شوې او د راولپينډۍ پوليسو ته امر شوی، چې ډاکټر طاهرالقادري ژر تر ژره ونيسي او د سپتمبر پر ۱۲ نېټه دې تروريزم ضد محکمې ته وړاندې کړي.

بل پلو د پنجاب ايالت د ګجرانوالې ځايي محکمې هم ګجرانواله کې د قادري لخوا د پوليسو پر ضد د تاوتريخوالي له امله د نوموړي د نيولو امر کړی او محکمې ويلي، چې قادري بايد د سپتمبر پر ۱۵مه نېټه د ګجرانوالې محکمې ته حاضر کړای شي.

د يادونې وړ ده، چې د ډاکټر طاهرالقادري په مشرۍ د پاکستان عوامي تحريک ګوند د نوازشريف د حکومت پر ضد انقلابي لاريون پيل کړی او وايي، چې تر هغو به د دوی انقلابي مارش روان وي، تر څو يې چې د نوازشريف حکومت نه وي نسکور کړی.

د دغه انقلابي مارش پر ترڅ کې د پوليسو او لاريونوالو تر منځ څو څو ځله شخړې او تاوتريخوالی شوی او تر اوسه پکې له پنځه سوو زيات کسان ټپيان شوي او درې تنه وژل شوي دي.

د طاهرالقادري تر څنګ د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف ګوند هم د نوازشريف پر ضد پراخ لاريونونه پيل کړي او وايي، چې نوازشريف د ټاکنيزو درغليو په نتيجه کې واک ته رسيدلی او تر هغو به خپلو لاريونونو ته دوام ورکوي، تر څو يې چې نوازشريف استعفا ته نه وي اړ کړی.

بايد وويل شي، چې د عمران او طاهرالقادري پر ضد د بغاوت او د امنيتي کسانو پر ضد د تاوتريخوالي دوسيې ثبت شوي دي او نن سهار د راولپينډۍ تروريزم ضد محکمې پرېکړه وکړه، چې طاهرالقادري بايد سمدستي ونيول شي او د پوليسو د وژلو په تور دې محکمې ته حاضر کړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x