شعـــــرونه

غزل_ محمد الله تبسم

ته لکه خاوره او بیا خاوره لکه زه چې یمه
داسې انګیرمه چې زه هم لکه ته چې یمه

نن مې په خونه کې څه داسې خاموشي احساس کړه
لکه هیڅ نه اورمه زه لکه اوده چې یمه

زما په داسې هیبتي څهره حیرانه نه شې
ستا مخامخ لکه خپل خون ته په کاته چې یمه

زه چې خپل کور ته ننوځمه یقین وکړﺉ چې
لکه د ښار له دروازې نه په واته چې یمه

د شتون او نه شتون فلسفی به مې چې ولوستلې
داسې ګمان به مې کاوه لکه چې نه چې یمه

نه د حالاتو سره سم شوم نه ترې وښویدم
لکه غزل د تبسم غریب په خوله چې یمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
موسم حمیدی

تبسم صیب غزل دی ښکلی دی په قلم دی برکت شه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x