ادبي لیکني

رابيا خروټې

لیکوال: دادمحمد ناوک

ځوانيمرګه رابياله ننه نږدې يونيم سل کلونه وړاندې (۱۲۴۰)ل.ل داومنې ولسوالي دزواکې په کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې،لويه شوه ،ځوانه شوه اوخپله ټوله کوډګره ځواني يي ديوه ځوان کوچي ترمينې قربان کړه.
رابياپه ځوانۍ کې په يوه کوچي ځوان مينه شوه،اودهمدې مينې په خاطردخپل پلار(مدوخان)له لاسه توروخاوروته مسافره شوه. د رابيا دزده کړوپه اړه مالومات نشته خوپه اغلب ګومان اودنوموړي کلي اوسنۍ پوهنيزې وضعې ته په کتوويلای شوچې زده کړې يي نه لرلې.
درابياپه شعرونوکې سوچه دزواکېوالولهجه کارول شوې ده.لکه :زڼکی-چي ډېرپکتيکاوال يي استعمالوي-،چکۍ (نجلۍ)،څېرمه او…
شعرونه يې له سپېڅلې مينې ډک دي،يولېونى سوز اودخپلې ستړې اوفداکارې مينې انځوريي ښه پکې کړى دى. کومې شعري نمونې چې مې يي ترګوتوراغلې ټولې څلوريزه يي لس څپه ايزې لنډې ،انځورګرې اوله ستړې آه نه ډکې دي،دغه لاندې څلوريزه يي ښه نمونه ده:

يه تورې تورې!کېږديه تورې
دغرمې بادته پيڅول ښورې
وري درچاپېردي اوښان درچودي
ترماخوښه يي لالی خوګورې
دلته که وګورودرابياپه نالوستې شاعرۍ کې به ډېر کوډګر انځور ووينو ، لرې دومره لرې چې په کېږدۍ کې رابياخپل مئن نه ويني،همالته تورکېږدۍ ده، د غرمې نرم باد ته يي پيڅول ښورې ،ددې هم ځکه په پيڅول کې سترګې دي چې په هروارښورېدو يي د دنګ کوډګرکوچي دراوتلوتمه وي؛دکېږدۍ شاوخوا وري راټول دي،اوښان چودي،رابيا کېږدۍ ترځان ځکه ښه بولې ،چې د دې مئن پکې اوسې اوتوره کېږدۍ دکوچي تورې سترګې تل ويني.
رابيا خپل پلار_مدوخان_ د دې دمينې په جرم ووژله ،هاغه وخت چې مدوخان ناروغه وو،رابيا دښه کېدودوعا کوي خوپه دې هيله چې دې ته يي زړه وسوځي اود دې سوې مينې انداز ورته مالوم شي،اوپه خوښه رابيا د کوچيانو ستړي  بهيرته ورپرېږدي.اود خپل مين سره ملاتړلې په اوږدو-اوږدومزلوکې دهغه خولې پاکې کړي. په يوه راپاتې مخمسي بندکې رابيا وايي:
زړه راته ورانېږي ګوره څه به مې روزي شي
پای به مې دمينې په رسۍ کې ګوره څه شي
ګوندې مدوخان له اوسنيه رنځه ښه شي
زړه يي راته سپين شي اوپه خوښه مې واده شي
خپله لورله لاسه په عالم کې شرموي.
داهم دځوانيمرګې دشعرڅوراپاتې نمونې

 

يه اوښې اوښې!د دامان اوښې
څه دي درڅېرمه ځې په پښه نګوښې
خيالي زڼکی دې ترمهارلاندې
لالی بياچېرې له مانه تښې
»»««
يه تورې تورې!کېږديه تورې
دغرمې بادته پيڅول ښورې
وري درچاپېردي اوښان درچودي
ترماخوښه يي لالی خوګورې
»»««

 
يه باده باده!دخراسانه
بلادې واخلم ځه تردامانه
دپيکي بوی مې درسره يوسه
نخښه مې يوسه يارته له مانه

»»««

يه مينې مينې!توده شه وينې
زماپه صورت کې څه شومه وينې
پلومې وسو سرمې سرتورشو
سترګې مې شوې په ژړاسپينې

»»««

په ګورم اسمان کې ستوري راخېږي
په تورکميس کې پاولي ځلېږي
دماقسمت توره تبۍ کړې
چې نه سميږي نه زرغونېږي

داهم درابيادوه راپاتې مخمسې بندونه:

پېغله چکۍ راغله په رمه کې ګرځېدله
مېږې به يي پوولې لټېدله کيناستله
ګوره قسمتونه مينې چېرې خېژوله
غېږې دشپانه ته په مستۍ کې ولوېدله
مينه لېونۍ ده سمه لارنه پېژني
»»»»»»
زړه راته ورانېږي ګوره څه به مې روزي شي
پای به مې دمينې په رسۍ کې ګوره څه شي
ګوندې مدوخان له اوسنيه رنځه ښه شي
زړه يي راته سپين شي اوپه خوښه مې واده شي
خپله لورله لاسه په عالم کې شرموي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x