ادبي لیکني

افغان ادبي بهیر کې په لنډه کیسه کره کتنه وشوه

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د افغان ادبي بهیر اونیزه ناسته پرون جمعه د کتاب ښار د ناستو په تالار کې د قرآنکریم په تلاوت پیل شوه.

په دغه ناسته کې چې مشرۍ يې ثنا‌ء الله مخلص او ویندويي يې نورګل شفق کوله د نسیم سبا په لنډه کیسه کره کتنه وشوه.

تر کره کتنې وړاندې نسیم سبا د تېرې اوونۍ راپور واوراوه چې استاد اجمل ښکلي پرې پریمانه خبرې وکړي، استاد په راپور کې ځینې ترکیبونه بې ځایه وګڼل او له راپورټره يې وغوښتل چې راپور په اسانه او بې تکلفه ډول ولیکي.

د سبا په لنډه کیسه د بهیر ګڼو ملګرو خپل نظرونه ورکړل او د هغه دغه هڅه يې د لومړۍ لنډې کیسې په توګه وستایله.

په کیسه کې د طالب او ملي اردو د عسکر تر منځ په مخابروي اړیکو خبرې شوې وي، چې د هغو له مکالمې نه په تاثر لیکوال خپله کیسه لیکلې وه.

له کره کتنې وروسته ازاده مشاعره پیل شوه چې ناسته د مازیګر تر پنځو بجو اوږده وکړه.

ژمنه وشوه چې راتلونکې ناستې ته به ډاکټر محب زغم د هنري لیکنې اړوند خپل ورکشاپ پرمخ وړي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x