fbpx

دوبی: یو کلن بختور ماشوم یو ملیونه اماراتي درهم وګټله

UAE_Dirhamنن ټکی آسیا: په متحده عربي اماراتو کې یوه کلن ماشوم د یو ملیون درهم ستره جایزه ګټلې.

د بنک دوبی چارواکو اعلان وکړ چي یو کلن ماشوم محمد راشد المطیوعي ددغه جایزې په ګټونکو کې تر اوسه تر ټولو وړوکی کس دی.

عجیبه خو لا داده چي د نومړي پلار هم یو کال تر مخه همدا جایزه ګټلې وه.

په اعلان کې راغلي چي د ماشوم پلار تیر کال همدا جایزه ګټلې وه،

چي هغه بیا په ټوله ګټل شویو پيسو خپل د ماشومانو لپاره په بنک کې حسابونه خلاص کړې وه، خو د هغه تر ټولو وړوکي ماشوم محمد د یو ملیون جایزه وګټله، او بله جالبه خو لا داده چې همدې ماشوم په تیرو میاشتو کې ځیني نوري وړوکي جایزې د ورځنۍ پچې په ترڅ کې ګټلې وې، چي د هرې جایزې قیمت يې تر لس زره درهم کم نه دی..هغه په جولای، اګست، کې لس لس زره درهم په مسلسله توګه وګټلې، او په دریمه میاشت يې تر ټولو ستره جایزه د یو ملیون درهمو وګټله.

د بانک ابوظبي له خوا هم تیره دوشنبه اعلان وشو چي امارتي ماشوم راشد سعید الرمیحی چي نهه کاله عمر لري، د بنک تر ټولو ستره جایزه چي دوه ملیونه قیمت لري، ګټلې وه.

باید وویل شي چي د متحده عرب امارتو بنکونه خپلو ګډونوالو ته د میاشتي په حساب په ملیونو جایزې ددې لپاره ورکوي تر څو په دغو بانکونو کې خپل حسابونه خلاص کړي او خپل املاک او اموال په دغه بنکونو کې وساتي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د