افغانستان

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته راغی

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د جرمني رسنیو له قوله د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په یو نا اعلان شوي سفر افغانستان ته رارسېدلی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټایمایر په بلخ ولایت کې له خپلو ځواکونو سره لیدلي دي.

ویل کېږي چې نوموړی به له ولسمشر حامد کرزي او د اوږدو ټاکنو له دواړو نوماندانو سره وګوري.

شټایمایر په بلخ کې له خپپلو ځواکونوسره دلیدو په مهال وویل چې دی هیله من دی چې د افغانستان ناندریزې ټاکنې به په کرارۍ يوه پایله ولري او واک به په ډیموکراټیکه فضا کې انتقال شي.

ټاکل شوې ده چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر به په کابل کې د ملګرو ملتو له ځانګړي استازي سره هم وويني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x