نړۍ

طاهر القادري انقلاب مارش ته «کرایه شوي انقلابیان» راوستي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۵مه ۱۳۹۳ل): د طاهر القادري تر مشرۍ لاندې د پاکستان عوامي تحریک «انقلاب مارش» د اوږدیدو له امله کرایه شوي «انقلابیان» نه پریښودل کیږي چې کورونو ته ستانه شي.

بي بي سي اردو د راپور په اساس د طاهر القادري سلګونه کسان کرایه کړي او د پاکستان له بېلابېلو سیمو يې اسلام اباد ته راوستي دي.

راپور کاږي چې ددغو سلګونو کسانو له جملې یو هم نوید دی، د امنیتي ستونزو له امله يې اصل نوم نه ښوولو.

نوید وايي چې دی د پنجاب د بهاولپور د خیرپور سیمې دی او ۱۰ صنف زده کوونکی دی.

دی زیاتوي چې د طاهرالقادري د ډلې ځايي مشر تنویر عباسي د ده کورنۍ ته وویل چې دده زوی به «انقلاب مارش» کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ځي او ۳ ورځې وروسته به بېرته راستون شي.

نوید وايي چې د عوامي تحریک ځايي مشرانو دده کورنۍ ته ۶زره کلدارې ورکړې چې کورنۍ يې ډير په خوښې واخېستلې. هغه وايي چې دده د کلي او د دوی کلي ته څېرمه د بل کلي ۳۰۰ دده په عمر هلکان هم ټول په دغو شرایطو لاریون ته راوستل شوي دي.

نوید ویل چې د ۲۰ – ۲۰ کسانو ډلې جوړې شوي او د هرې ډلې مشر د مارش چلوونکو ته د هلکان د حاضرۍ په اړه خبر ورکوي.

دی وايي چې کوم کسان چې د لاریون کوونکو سره په نښتو کې ټپي شوي هغوی هم کوورنو ته نه پريښودل کیږي بلکې نېږدې سیمو کې ساتل شوي دي.

دغه هلک وايي چې د ۳ ورځو په بهانه دی راوستل شوی او اوس يې ۲۱ ورځې تېرې کړې، کله چې دوی خپلو مشرانو ته ووايي چې دوی کورونو ته ستنېدل غواړي نو هغوی یې ګواښي او ورته وايي چې د پېنډۍ او اسلام اباد د موټرو په تمځای کې د دوی کسان ولاړ دي، څوک چې هم د تېښتې کوښښ کوي له دې ځایه به ترې تم شي او کور ته به یې خبر ورکړل شي چې د پولیسو سره په نښتو کې وژل شوی دی.

یاده دې وي چې د «انقلاب مارش» تر پیلېدو وړاندې طاهر القادري ویلي و چې څوک هم د لاریون څخه بېرته راغی نو وبه وژل شي، خو بله ورځ قادري بیا وویل چې دغه خبره يې په ټوکه کې کړې وه.

د ګوجرانوالې اطرافو کې زیات شمېر ښځې په خپلو کورونو کې کار کوي، ددغو سیمو څخه تقریبا ۱۰۰ ښځې «انقلاب مارش» ته راوستل شوي او د دوی کورنیو ته ۱۰- ۱۰ زره روپۍ د میاشتېنۍ تنخوا په څېر ورکول شوي.

د ګوجرانوالې ښار یو اوسېدونکي محمد اسلم په وینا په زیات شمېر اطرافو کې په لاوډسپیکر کې په لاریون کې د ښځو د ګډون په اړه اعلانونه کېدل او ویل يې کومې ښځې سره چې تي خور او یا هم د لسو کلونو څخه کم ماشوم وي هغه ته به ۵زره روپۍ اضافه ورکول کیږي.

انقلاب مارش کې د شریکو کسانو راپور کورنیو چارو وزارت ته لېږل شوی په دغه راپور کې د شریکو کسانو شمېر له ۴زرو څخه تر ۵۰زرو ښودل شوی. په راپور کې راغلي چې په لاریون کې زیات شمېر کسان د طاهر القادري د پوهنتون او مکتبونو مامورین دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x