نظــر

افغان دولت په بریتانیا کې پناه واخیسته!

لیکوال: دادمحمد ناوک
له اونیو – اونیو راهیسې تکرارېده چې د ناټو سرمشریزه ناسته د سپمټبر په څلورمه یا پنځمه په ویلز کې پيلېږي. لومړی خو له افغان دولته ګیله هسې له تشو چوکیو ګیله ده، ځکه چې دلته نه نظم شته چې پر اساس يې دولت د نظام ادعا وکړي او نه د پغمان په قرغه کې د دولت واک چې پر سر يې د حاکمیت او حکومت دارۍ دعوه وکړي. پر دې سربېره د نړۍ پر سطحه د اوږدو او بې پایلو ټاکنو په ناندریو کې افغان بې واکه دولت څو ځلې پټکې وکړي چې باید د اسد په یوولسمه نوی ولسمشر لوړه وکړي او بیا به نو همدا نوی سړی په ویلز کې د ناټو په ناسته کې ګډون کوي. له څه ډنډورو او تلیفوني اړیکو وروسته ولسمشر په پوره جدیت وویل چې د وږي یوولسمه نو ولاکه د چا پلار راباندې بدله کړي اوپه پوره ګواښنده لهجه يې وویل چې د وږي یوولسمه د نوي ولسمشر یوه نه بدلېدونکې نېټه ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو استازي ولسمشر حامد کرزی څنګ ته کړ او د غوږ تاو تر څنګ يې ورته وویل چې زموږ د سناریو په اساس ته باید خپله ګواښنده او نه بدلېدونکې نېټه بېرته در خپله کړي او که زموږ خوښه شوه نه د وږي په نولسمه به لوړه وکړي.

یان کوبیش له پټکې وروسته ولسمشر حامد کرزي ځان غلی ونیو او له څه ناندریو وروسته يې د دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي د ویلز ناستې د افغان استازي په توګه معرفي کړ.

معلومه خبره ده چې د داسې مهمې نړیوالې ناستې لپاره باید داسې څوک غوره شي چې حداقل هلته  د هېواد حثیثت وساتلای شي، کنه اصلاً خو د افغانستان غوندې په پردیو پښو ولاړ هېواد لپاره دغه ناسته دخیرات یوه ښه موقع او داسې ناستې ته سم سوالګر سړی باید معرفي شي. خو کېدای شي افغان دولت دغه او بې شمېره نورې ځانګړنې په جنرال بسم الله محمدي کې لیدلې وي، ځکه خو يې له یوه پلاوي سره چې بیرغچي يې د دفاع وزارت یو افسر جنرال عنایت الله بارک و، ویلز ته ولېږل.

په لندن هوايي ډګر کې له ښکته کېدو سره سم جنرال عنایت الله بارک دغه موقع له خدایه غوښته بیرغ يې وغورځاوه او ځان يې د بریتانیا پولیسو ته تسلیم کړ. هغه زارۍ شروع کړې چې زه په ډېرو واسطو په دې پلاوي کې را ګډ شوی یم او په ډېرو ستونزو تر لندنه رارسېدلی یم، لطفاً ما بېرته افغانستان ته مه لېږئ!

دا چې د افغانستان ملي بیرغ هلته د افغانستان حیثیت او موجودیت ثابتاوه، مګر له بده مرغه دغه مهمه نړیواله دنده داسې یو بې باوره چاته ورسپارل شوې وه چې خپله شخصي پناه يې د ټول هېواد تر حیثیت مهمه وبلله. د یوهېواد بیرغ د هماغه هېواد د شتون اثبات دی او دا چې زموږ بیرغچي د پولیسو غېږې ته ځان اچوي په اصل کې زموږ د ټول هېواد د دولتي چارواکو یوه سمبولیکه ډرامايي نمونه وه، له دې ثابته شوه چې ټول افغان دولت حالات ترینګلي ګڼي او هر یو د موقع په تمه ده.

د دفاع وزارت د خټې پوزې د جوړولو په خاطر رسنیو ته وویل چې پر دې موضوع به د ویلز له ناستې وروسته بیا خبرې کوو، دې خبرې سړي ته دا ډاډ ورکاوه چې خیر که دا ډرامه تکرار شوه خو د دفاع وزارت مسوولین دومره بوخت دي چې اصلاً دې موضوع ته وخت نه ورکوي ځکه چې دویلز ناسته کې بې له بیرغچې هم ګډون شونی دی هلته بې له هغو هم موږ د فساد په اولنمره ګۍ کې لوی شرم تېر کړی اوس پکې پاخه یو.

خو دغه ډاډ سړي ته حاصلېده چې یار دا شرم به وزغمو خو نور نو ټول پلاوی دیو پلان له مخې تللی او هیڅ ستونزه به نه وي، خو د هشت صبح افغاني ورځپاڼې په نننۍ لیکنه کې راغلي و، چې د بیرغچي تر تېښتې وروسته یو بل لوی شرم دا و، چې جنرال بسم الله محمدي ته د ورکړل شوي خبر متن په نویمه دقیقه کې د بدلون ورته وویل شول، هغه هم حیران دریان شو، نه ورسره له هغه وروسته ترجمان و اونه يې رسنۍ وال او ګډونکونکي په خبرو پوهېدل.

دې شرم ته د خټې پوزه هم کار نه ورکوي او افغان دولت په دې پلاوي کې هم د شخصي سلیقو او واسطو پر مټ اشخاص ټاکلي او لېږلي دي، چې لا يې هم د شرم په ویړ ټغر کېنولو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x