fbpx

هولنډا: یوکس شکایت کوي چي یوي ښځي ورته ۵۶ زره واره ټلیفون کړی دي

هاتف (نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۵) یوي کس تیره تیرو ورځو دهولنډا په یوه ښارکي محکمي ته عارض شو چي یوي ښځه په کال کی ورته ۶۵ زره واره ټلیفون کړی چي هره ورځ ۱۷۸ ځله کیږي اونوموړي یی بی ځایه تنګ کړی، عارض شخص زیاته کړه چی له دی څخه علاوه ښځي ورته میسیجونه اوایملونه هم کړی دي.

خوښځي دمحکمي په وړاندي ویلي چي وعارض شخص ته یی ټلیفونونه دنوموړي په خوښه کړي دي، زما اودعارض کس ترمنځ ټینګی اړیکي وي.

ورته می یووارهم ټلیفون اویا کوم میسیج په داسي وخت کي نه ده کړی چي دنوموړي دي نه وی خوښ شوی.

خو دعوه کونکي کس چي ۶۲ کاله عمرلري له تلیفون کونکي ښځي سره هررنګه اړیکي په کلکوټکو سره غندلي دي.

پولیسو دټلیفون کونکي ښخي وکورته ورغلي اودنوموړي له کورڅخه یی څوداني مویایل ټلیفونونه اویوکمپیوټرموندلی دي، په هولندا کي دهای له ښارګوټي څخه دبی بی سي خبریال خبرورکړی دی، محکمي نیول شوی ښځی په دی ضمانت باندی خوشي کړی وه، چي نوربه وعارض کس ته ټلیفونونه نکوي، خوله خوشي کیدو څخه څو ساعته وروسته ښځي یوځل بیا وشکایت کونکي کس ته په تلیفون کولو پیل کړي دي، اوتیره ورځ یوځل بیا دپولیسو له لوري نیول شوي ده خوتراوسه پوري ددوهم ځل لپاره محکمی ته نه ده حاضرکړل شوی.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د