
د غزني د حج او اوقافو رییس مړی وموندل شو
نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۵مه ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت د حج او اوقافو رییس چې څو ورځې وړاندې ناڅرګندو وسله والو تښتولی و، مړی يې نن سهار د میدان وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې وموندل شو.
د غزني ولایت د حج او اوقافو رییس حاجي فضل احمد د غزني – کابل پر لویه لاره د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ په «هفت اسیاب» نومې سیمه کې د ناڅرګندو وسله والو له لورې د وږي په ۱۲مه وتښتول شو.
نوموړي سره همدا راز د ده یو ساتونکی او موټر چلونکی هم تښتول شوي چې برخلیک یې لا هم ناڅرګند دی.
د غزني ولایت د والي ویاند د حج او اوقافو رییس د وژنې تایید کړی او ویلي یې دي چې مړی يې نن سهار په سیداباد ولسوالۍ کې موندل شوی او نن يې غزني ولایت ته د سرې میاشتې په مرسته انتقال کړی دی.
بل پلو د میدان وردګ ولایت د والي ویاند وايي چې دغې سیمې ته يې د سرې میاشتې کسان ليږلي و او هغوی يې مړی تر لاسه کړی دی. نوموړی وايي چې دغه کار طالبانو کړی دی.
خو تر دې مهاله د نوموړي د وژنې مسوولیت هیچا په غاړه نه دی اخېستی.
د نوموړي د تښتونې سره سم نن ټکی اسیا د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد سره د ایمیل له لارې اړیکه ونیوله، مجاهد يې په اړه وویل چې هيڅ معلومات نه لري خو لګیا دي پلټنې کوي.
مجاهد زیاته کړه چې دوی د نوموړي د تښتونې په اړه دوی پلټنې وکړې خو معلومه نشوه چې چا تښتولی. د مجاهد وايي چې لا هم معلومه نه ده چې حاجي فضل احمد طالبانو که نورو کسانو تښتولی.
طالب ویاند وویل چې په دې اړه به نور جزییات وروسته وړاندې کړي.