نظــر

د ویلز رسوایي

جاوید علي خیل

دوه ورځې وړاندې د بریتانیا په ویلز کې دناټو سرمشریزه غونډه ترسره شوه،دې غونډې ته دافغانستان دنماینده په حیث د کرزي دحکومت پلاوی هم بلل شوی و، خو څرنګه چې تراوسه دانتخاباتو پایلې نه دي څرګندې شوې،حامدکرزی په خپله بعدالوقت اضافه کاري دنده بوخت دی او رسما ولسمشر نه شي بلل کیدای،په کاندیدانو کې هر یوه ته ځان من ښکاري او تقاضا یي وه چې باید په دې ناسته کې ګډون وکړي،د سړیو دهمدې قحط الرجال له امله بسم الله خان ته دنده وسپارل شوه، چې باید دویلز په غونډه کې دحکومتي پلاوي مشري وکړي.

بسم الله خان چې دکابل دعربي دارالعلوم پخوانی متعلم دی، داچې په ویلز کې له لغړمخو ديپلوماتانو سره مخ کیده ، ده هم له ځانه دودیز دیپلومات جوړ کړ، کورتۍ یي واغوسته، نیکټایي یي وتړله او مخ په ویلز یي هی کړل.

بسم الله خان دخپل هیئت بیرغ د عنایت بارک په نوم ددفاع وزارت یوه پخواني کمونیست ډګروال ته ورکړی و، ترڅو یي د ویلز په غونډه کې ورپوي، خو کله چې د بسم الله خان پلاوی د برتانیې په خاوره پیاده شوه، بیرغ دار ډګروال بیرغ په ځمکه وویشت، منډه یي واخیسته او برتانوي پولیسو ته د سیاسي پناه د اخیستلو په تمه ځان وسپاره.

د بسم الله خان لښکر چې بیرغ یي غورځیدلی و، رسوایی یې یوازې په همدې ځای خلاصه نه شوه، بلکې دا یي یوازې درسوایۍ لومړنۍ ننداره وه، بسم الله خان خپل بي بیرغه پلاوی د ویلز د کانفرانس تالار ته بوت، په کانفرانس کې اروپایي سیاستمدارو خبرې شروع کړې،څرنګه چې خبرې په انګلیسي وې او بسم الله خان ته یوازې خپله مورنۍ ژبه یاده ده ، نوځکه یي دکانفرانس په مهال هرې خواته له حیران حیران کتلو پرته بل مصروفیت نه درلود.

بسم الله خان په دوه ورځني کانفرانس کې منظم ناست و، دخلکو خولې یي لیدلې چې ښوري خو نور نه پوهیدو چې څه وایي، تردې چې نوموړي ته دخبرو وار ورسید، دویلزغونډه چې له څو میاشتو راهیسې یي اوازې پیل شوې وې، دکرزي حکومت هم ورته له ډیره وخته تیارې پیل کړې وه، ددې غونډې لپاره یي د نماینده پلاوي لخوا وړاندې کیدونکي وینا په انګلیسي ترتیب کړې وه، چې هلته به یي دهیئت مشر وایي، خو کله چې د غونډې دتدویر په ورځو کې یو داسې څوک په غونډه کې دشرکت لپاره انتخاب شو، چې انګلیسي یي نه شوای لوستلای، نوځکه ارګ تصمیم ونیو چې بسم الله خان ته په دري باندې وینا ترتیب کړي.

ارګ ددې په ځای چې په انګلیسي تهیه شوې وینا دري ته وژباړي، په دري باندې یي له سره نوی متن ترتیب کړ، چې له پخوانۍ ترتیب شوي انګلیسي وینا سره یي دځمکې او اسمان فرق درلود، کله چې هیئت ویلز ته تلو، نو دري او دانګلیسي وینا فرنټ شوې نسخې یي دواړه ورسره یووړلې، دبسم الله خان تر وینا مخکې د غونډې په ګډونوالو پخوانی ترتیب شوی انګلیسي متن وویشل شو، خو بسم الله خان خپله دري مقاله واوروله .bismillah khan muhammadi at wales 2

هغه کسان چې په انګلیسي او دري پوهیدل، هغوی چې دبسم الله خان خبرې اوریدې نو حیران پاته و، ځکه دوی په ګډونوالو یو ډول خبرې ویشلې وې، مګر عملا یي بل څه ورته اورول ، د کتونکو په وینا همدا د ویلز دغونډې یوه بله رسوایي وه چې دبسم الله خان پلاوی ورسره مخامخ شو،د همدې رسوایۍ افشاء د ناټو مشرانو دا شک په یقین بدل کړ، چې دافغانستان دځوانې دموکراسۍ چارواکي نه یوازې په فساد کې اول نمبر دي ، بلکې په بي کفایتۍ او بې نظمۍ کې هم پرې ختمه ده، هغه حکومت چې په څو میاشتو کې یوې مهمې غونډې ته یو متحد پیغام نه شي ترتیبولای ، نو معنی یي داده، چې ټول کارونه به یي همداسې ګډوډ وي .

بسم الله خان خپله دري مقاله واوروله ، دغوندې ګډونوالو یي په دې فکر انګلیسي متن مطالعه کړ چې همدا یي ژباړه ده خو خبر نه وه،چې بسم الله خان بل سټیشن پرې نیولی دی .

کله چې غونډه خلاصه شوه او وار د خبري کانفرانسونو یا معلومات ورکولو شو، ترې بسم الله خان هم یوه ډله ژورنالیستان را چاپیر شول، ترڅو دغونډې په اړه پوښتنې ترې وکړي، خو په دې ځای کې دبسم الله خان په پلاوي کې هیچاته رسما دا دنده نه وه سپارل شوې، چې دضروت په ځای کې به دبسم الله خان دژباړن وظیفه اجراء کوي، بسم الله خان تک تنها خبریالانو راګیر کړ، او په انګلیسي، فرانسوي او نورو ژبو یي د پوښتنو تر باران لاندې ونیو، بسم الله خان چې ترجمان یي هم نه درلود، دخبریالانو په منځ کې حیران دریان ودرېد او د لاس په اشاراتو یي خبریالان پوه کړل چې نوموړي نن ګونګه روژه نیولې او خبرې نه کوي .

بسم الله خان چې کوښښ یي کاوو د خپل پلاوي کوم په انګلیسي پوه کس راپیدا کړي، په دې حساسه مرحله کې هم ناکام پاته شو،کله چې دخبریالانو محاصره ماته شوه، بسم الله خان یوازې دبي بي سي فارسي له داود قاري زاده سره په دري ژبه لنډه مرکه وکړه او د زړه بړاس یي سپک کړ.

د هشت صبح په نامه دهیواد مشهورې ورځپاڼې لوړو شرمندګیو ته په پام سره د ویلز غونډه د حکومت لپاره ستره رسوایي بللې ، چې دبسم الله خان په مشرۍ تللي هیئت له رسوایۍ او پیغور پرته بل څه له ځانه سره نه دي راوړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x