ټکنالوژي

آيي فون ۶ له یوې اوونۍ وروسته؛ خو له کمالونو یې خبر شئ!

نن ټکی اسیا
د اپل کمپنۍ نوی جوړ شوی موبایل آيي فون ۶ به تر یوې هفتې وروسته بازار ته وړاندې شي؛ خو بازار ته یې تر وړاندی کېدو مخکې ځینې پټ رازونه افشا شول.

اندازه: د آيي فون ۶ شیشه به د ۴ پر ځای ۴.۷ انچه وي او د ۶.۹ ملي متر پنډوالي درلودلو سره به د نړۍ تر ټولو نری سمارټ فون وي.

ډیزاین: آيي فون ۶ نسبت نور آيي فون موبایلونو ته به ډیر زیات کروي وي او په سپین او خاکی رنګونو کی به پیدا کیږي.

ټکنالوژي: دا موبایل ۱۲۸جي بي داخلي میموري لري او وای فای به یي درې چنده چټک کار کوي.

ډسپلی: د دې موبایل ریزلوشن د زیاتوالی په اساس تصویر به ډیر واضح او صفا ښکاره کوي او د لاسته راغلو معلوماتو پر اساس د دې موبایل ریزلوشن به ۷۵۰×۱۳۳۴ وي.

کامره: د آيي فون ۶ کامره به ۱۳ میګا پکسل وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x