ادبي لیکني

ننګرهار: د شاعر او لیکوال مصطفی سالک په ویاړ غونډه وشوه

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): پرون له غرمې وروسته په ننګرهار کې د هېواد د تکړه لیکوال، شاعر او ژورنالیست مصطفی سالک په ویاړ ناسته ترسره وشوه.

دغه ناسته چې په ننګرهار کې د ختیځ ادبي بهیر فرهنګیانو برابره کړې وه د هېواد له ګوټ ـ ګوټه راغليو لیکوالو او د نظرخاوندانو د مصطفی سالک پر ادبي او ژورنالیستيکي هڅو خبرې  وکړي.

د ناستې ګډونوالو د سالک هڅې وستایلې او هم يې په ختیځ کې د ختیځ ادبي بهیر دغه اقدام نېک وګاڼه چې د ځینو په خبره له ادبي ناستو لرې سالک يې په ادبي کړیو کې راګډ کړ.

مصطفی سالک هم له ګډونوالو مننه وکړه اوپه ادبي کړيو کې د ډېر نه ګډون ملامتي يې په خندا ومنله.

مصطفی سالک د ارواښاد سیداجان سالک زوی او دننګرهار ولایت د چپرهار وسلوالي د کنډي باغ په قاضیانو کې کلي کې زېږېدلی دی، په ننګرهار کې له زده کړو وروسته يې پېښور ته مخه کړه اوپه اتحاد پوهنتون کې استاد مقرر شو. له بې بې سې تعلیمي پروژو سره يې کار پیل کړ او اوس هم په کابل کې د بې بې سې په دفتر کې کارکوي.

د مصطفی سالک تر اوسه پورې د طاووس بڼکه، سندریزې چینې، وخیمه ما از سیا هما بود او توري ستوري شعري ټولګې خپرې شوې دي. پر دې سربېره يې «منشور» د کره کتنې اړوند تحقیق، پاتې شه باران دی ـ ناول ـ يې هم خپاره شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x