ورزش

د سپین غر بازان د سیمرغ البرز لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (کابل)
د جمعې په ورځ د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ دوهمه هفته پای ته ورسېده، چې د همدې ورځې په سیالۍ کې د سپین غر بازان د سیمرغ البرز لوبډلې پر خلاف میدان ته ووته.

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې هیڅ یوې لوبډلې د ګول په وهلو بریالۍ نه شوه او دواړو لوبډلو دفاعي لوبه کوله.

د دوهمې نیمایي په ۶۰مه دقیقه کې د سپین غر بازان تکړه لوبغاړی فهیم افکار د لوبې د لومړي ګول پر وهلو بریالی شو.

د لوبې دوهم ګول د لوبي په دوهمې نیمایي کې په ۸۴مه دقیقه کې د سیمرغ البرز لوبغاړی منیرالحق ندیم وواهه او لوبه یي مساوي کړه او داسې ښکاریده چي لوبه مساوی پای ته ورسیږي؛ خو د سپین غر لوبغاړي نصیر حسیني د لوبې په ۹۱مه دقیقه کې په ګول وهلو بریالی شو او لوبه د سپین غر بازان په ګټه پاي ته ورسیده.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close