ټکنالوژي

نور پټرولو ته اړ نه یو؛ اوبه هم موټر چلوي!

نن ټکی اسیا
د مالګینو اوبو په واسطه چلیدونکی موټر بازار ته د نندارې لپاره وړاندې شو. دغه نوې موټر ته په اوروپا کې د ګرځیدو اجازه هم ورکړل شوه.

د دې موټر د سون موادو سره د ماشین رفتار يې هم ډیر حیرانوونکی دی. د دې موټر ماشین ۲-۸ ثانیو کې د صفر څخه ۱۰۰ کیلومیټره فی ساعت سرعت اخیستی شي او ۳۵۰ کیلومیټره في ساعت یې اعظمي رفتار دی.

دغه موټر د کوانټ ای لیموزین په نوم نومول شوی او داسې بیټرۍ په کې ځای پر ځای شوي چې مالګینې اوبه له یوې جالۍ څخه په تیرولو سره بریښنا تولید او بیا یې ذخیره کوي، چی وروسته بیا دغه ذخیره شوې انرژي هم د موټر ماشین ته انتقالوي.

موټر دوه ټانکۍ لري، چي هره یوه یي د۲۰۰ لیټرو اوبو د ساتلو ظرفیت لري او دا هغه مقدار دی چې ۲۰۰ کیلو میټره سفر پرې کېدای شي او د دواړو ټانکیو په واسطه بیا ۴۰۰ کیلو میټره سفر کیداې شي.

د دې موټر رسمي بیه لا نه ده معلومه؛ خو کارپوهان وایي چي بیه به یې شاوخوا ۱۰۰۰۰۰۰(لس لکه) پاونډه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x