fbpx

دمکسیکو هیواد یوي ښځي کوښښ وکړترڅو خپل خاوند له زندانه به بکس کي وتښتوي

a_woman_to___carry_her_husband_in_the_bag(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۷) مکسیکو: یوه مکسیکی ښځه ارجونا هغه وخت دمکسیکو دیوه زندان دمرکزي دروازي د ساتونکو له لوري ونیول شوه کله چي یی غوښتو خپل خاوند له زندان څخه په یوه سفري بکس کي وتښتوي، خبرکي راغلي چی دمکسیکو په سویل ختیځ کي یوي میرمني چي ماریا دیلمار ارجونا نومیدله ۱۹ کال عمریی درلود غوښتل یی له زندان څخه خپل میړه چي په شل کاله بند باندي محکوم شوی وو دیوه سفري بکس په واسطه وتښتوي ونیول شوه.

دزندان ساتونکي وایی چي ښاغلي الجونا زندان ته راغلي اودزندان له ساتونکو څخه دمیړه دلیدلو اجازه وغوښته، نوموړي زیاته وي کله چي ارجونا وزندان ته داخلیدله یوسفري بکس هم ورسره وو، چي دساتونکو له لوري تلاشي شو بکس خالي وو، هیڅ هم نه وو پکښي، نوځکه دزندان ساتونکو ورته اجازه ورکړه چي بکس له ځانه سره دننه یوسي.

دزندان ساتونکي وایی ارجونا په دی سره بریالئ شوه چي خپل خاوند له زندانه دزندان تراخیري دروازي پوري راتیرکړي،خوکله چي نوموړي دزندان واخیري دروازي ته راورسیده ډیره ستړي ښکاریدله اوبکس یی په ډیر زور سره کشاوو، نوځکه دزندان دعمومي دروازی ساتونکوورباندي شک وکړ چي کیدای شي ارجونا په بکس کي څه شی پټ کړي دي کله چي بکس دساتونکو له لوری خلاص کړل شو په بکس کی دارجونا میړه ویلادیمیر ارتیغا پروت وو چي صرف یو کوچني نیکر یی اغوستی وو اونور لورڅ وو.

مکسیکي چارواکو خبرورکړي دي چي ویلادیمیر ارتیغا بیرته زندان ته داخل کړل شو  او ورسره یوځای یی میرمنه ارجونا هم دپولیسو له لوري ونیول شوه ځکه نوموړي کوښښ وکړ چي په هیوادکي په ډیروجینایی پیښو کي ککړ شخص چي په شل کاله بند باندي محکوم شوی وو، له زندانه وتښتوي.

بخت الرحمن بخت …………… نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د