افغانستان

خوست: لاریونکوونکو د پغمان د پېښې د عاملینو محاکمه وغوښته

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د خوست ولایت لسګونو ځوانانو د کابل د پغمان د پېښې د عامیلینو د محاکمې غوښتنه په یو لاریون کې وکړه.

دوی له دولتي مسوولینو په کلکه وغوښتل چې د پغمان دپېښې عاملین دې محاکمه اوپه عام محضر کې دې په سزا ورسول شي چې نورو ته عبرت شي.

د خوست ولایت ځوانانو مدني فعالانو دغه لاریون نن د خوست په متون کې په داسې حال کې ترسره کړ، چې تر اوسه پورې د هېواد په سطحه د دې پېښې اړوند ورته اقدام نه دی پورته شوی.

څو ورځې وړاندې یوه ډله پولیسو د پغمان اړوند په ده عربان سیمه کې له یوه واده څخه کورونو ته پر  روانو مېرمنو ډله ییز برید وکړ، چې د سرو زرو پر لوټ او تالان سربېره يې پرې د شپې تر دوو بجو ډله ییز جنسي تېري هم وکړل.

د کابل ولایت د پولیسو چارواکي وايي چې دغه ډله پولیس نه، بلکې یوه بدمعاشه ډله ده چې د پولیسو له یونیفورم نه يې په ګټه دغه کار ترسره کړی دی.

سره له دې چې مجرمینو پر خپلو جرمونو اعترافونه هم کړي دي، خو تر اوسه پورې عدلی او قضايي ارګانونو د دې مجرمینو اړوند څه نه دي ویلي.

یاده دې وي خوست یواځینی ولایت دی چې د دې پېښې د عاملینو د محاکمې په تمه يې لاریون ترسره کړ.ډېری عام افغانان انديښنه لري چې شاید دغه «مجرمین» د څو کلونو یا میاشتو د تېرولو وروسته بېرته خوشې شي او په وینا یې قاضیان چې « د نورو په څېر له یوې مخې رشوت اخلي» به دوی هم د رشوت په بدل کې خوشې کړي.

کابل او نورو ولایتونو کې د قتلونو، جنسي تیریو، غلاګانو، تښتونو او نورو جرمونو زیاتېدلو ستر لامل په خپله په دغو کړنو کې د یو شمېر چارواکو ښکېلتیا او د شرعي حدودو نه نافذول ښودل کیږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x