ټولنیزه برخه

څنګه خپل عاید زیات کړو ؟

لیکوال: بصیراحمد یارمل

عاید يوه عامه کلمه ده چي کولای سو په هغه باندي په بین المللي ، سیمه ایز او فردي ډول خبري وکړو ، مګر هغه څه چي غواړو دلته بحث پر وکو په کلیوالو سیمو کي فردي عايد دي .
غواړو پدي وپوهیږو چي یو سیمه ایز کس څنګه کولای سی خپل عاید زیات کړي.

ديو کورنی د عايد منبع :

په عادي توګه د يوي کورنی عاید دهغه څخه چي د کورني غړي يي د روزمره کار په نتیجه کي لاسته راوړي ،خو د عاید دزیاتیدو نوري لاري چاري هم سته !

د مثال په توګه یوه کورنۍ کولای سي په بانک کې حساب خلاص او د هغه له ګټې څخه عاید تر لاسه او یا هم د بانکونو څخه د قرض اخیستلو او په هغه باندې د کار او بار او یا هم د قیمتی توکو د را نیولواوبیرته خرڅولو له لارې عاید تر لاسه کړی، خو په یاد ولري چې داسې توکي باید رانیول سي چې ورځ تر بلې خپل ارزښت لوړ کړي خو تر هرڅه مخکي د یوې کلیوالې کورنۍ د عاید اصلي منبع د هغې کورنۍ د غړیو ورځنی یا ټاکلی معاش دی.

چې د هغه په وسیله د اړتیا وړ لومړني توکی لکه خوراک، پوښاک او… نوررانیسي. باید ووایو هره کورنۍ چې په یو کار باندې بوخت وي د کال په ځانګړیو ورځو کې د ورځې په اوږدو کې باید یو فارغ او بیکاره وخت ولري.

د مثال په توګه د وریجو یو بزګر د کال په اوږدو کې یواځې دوه فصله کار کوي او د کال پاتې وخت باید د دوه فصلونو نه د تر لاسه شوي حاصل په لګولو تیر کړي، چې دغه ډول بیکاري ته موسمي بیکاري ویل کیږي. نولدې امله په کلیوالو سیمو کې دعاید زیاتوالی د ژوند له ضروري اړتیاو څخه ګڼل کبږي

په کلیوالي سیمو کې د پټې بیکاري په نوم يوبل ډول بیکاري هم تر سترګوکیږي. پټه بیکاري هغه بیکاري ته ویل کیږي چې په ظاهری ډول خلک کار کوي خو په غیر مسلکی کار بوخت وي. بلی خوا ته یو شمیر کسان په دوامداره توګه هغه کارونه تر سره کوي چې اړتیا ورته کمه او په لږ وخت کې ترسره کیږي، او داهم یو ډول بیکاري ده چې لامل یې د نفوسو زیاتوالی او د هغوی لپاره د مناسبو کارونو نه پیدا کول په ګوته شوي، چې له امله یې زیات شمیر کسان له کلیوالي سیمو څخه ښاري سیمو ته کډې کوي او هلته غیر حرفوي کارونو ته مخه کوي.

د دې ترڅنګ کلیوالي ژوند د عاید د زیاتوالی لپاره زیات لومړني توکي په واک کې لري چې هغه “وخت” او “انساني” قوت دی، په داسې حال کې چې په نړۍ کې داسې کسان هم سته چې په ثانیه کې په میلیونونو عاید تر لاسه کوي..

د دې سره سره چې وخت او کاري قوې ته کمه پاملرنه سوې هغه څه چې د کلیوالي خلکو د عاید په وړاندې یې خنډونه را مینځ ته کړي بیځایه مصرفونه ، وروسته پاته کلیوالي ژوند او پخواني دودونه دي.اوسمهال په کلیوالو سیمو کې خلک کوښښ کوي چي زیات عاید تر لاسه او د ځان لپاره ښاري ژوند غوره کړي.

کله که موږ د یوې کورنۍ په اړتیا وړ توکو د پرمختګ په برخه کې د ژور بدلون نښې او نښانې ووینو، نو دا ښکاره کیږي چې نوموړي کورنۍ د اضافي عاید لرونکې ده.

راځو اوس خپلی آصلي موضوع ته !

څنګه خپل عاید زیات کړو؟

۱)خپل اضافي عاید د ورځنیوتوکو په را نیولو مه مصرفوی بلکه غوره داده چې داسې شیان پرې رانیسئ چې په راتلونکې کې خپل ارزښت لوړوي. پخوانیو ښځو به د خپل لاس د عاید په وسیله قیمتي توکي په خاصه توګه طلا را نیوله چې اوس هم دغه کار د اړتیا وړ توکو د رانیولو پرته غوره ګڼل کیږي. خوپه پرمختللې نړۍ کې د عاید د ترلاسه کولو لپاره تر دې غوره نورې لارې چارې هم سته چې عاید پرې لاسته راتلایسي. په عمومي ډول د اضافي عاید په پیسو باید داسې دارایی راونیول شي چې ورځ تر بلې خپل ارزښت لوړوي، اوکه لوړ نشي نو خپل ارزښت خو باید هیڅکله هم د لاسه ورنکړي.
د ملکیتونو د رانیولو په اړه بیلابیلې نظریې شتون لري، یو شمیر کسان ښایي د عاید د زیاتوالی په موخه د ملکیتونو را نیول غوره وګڼي، خود بزګرۍ وده او پراختیا هم باید له پامه ونه غورځول سي.
په یاد ولرئ هر هغه شۍ چې له بازاره یې د رانیولو کوښښ کوئ، په اړه یې باید تر رانیولو د مخه مکما معلومات ولرئ، فکر وکړئ د هغه څه د رانیولو پلان مو چې درلوده څه موده پس یې له بازار سره پرتله کړئ ستاسو په اند که هماغه جنس مو را نیولای وای، څومره ګټه به موتر لاسه کړې وای، که د پام وړ ګټه مو ترلا سه کړی وه، په لږ سرمایې سره دغه کار پیل او تجربه کړئ.

۲)د لاسي صنایعو په جوړولو کې د کورني نیرو په لاره اچول

په کلیوالي سیمو کې د عاید د زیاتوالي یوه لار د هغو فعالیتونو وده او پراختیا ده چې په سیمه ایز چاپیریال او اقلیمي شرایطو پورې کمه اړیکه ولري، که څه هم په دا قسم سیمو کې بزګري په صنعتي ډول او تر ډیره حده په چاپیریال او اقلیمي شرایطو پورې تړلې ده خو د عاید د ترلاسه کولوښه لار شمیرل کیږي.

سیمه ایز لاسي صنایع د لاس په زیار جوړ سوي شیان دي چې جوړول یې یو ډول ځانګړې پوهې او مهارت ته ضرورت لري چې ټول کارونه یې د کورنۍ د غړو په مټ تر سره کیږي.
هغه چارې چې په کلیوالی سیمو کې پرته له کرنیزو چارو تر سره کیږی د کلیوالی لاسي صنایعو په نوم یادیږي، چې په مصرفي صنایعو او لاسي صنایعو باندې ویشل سویدی. ۲‌د لاسي صنایعو په جوړولو کې د کورني نیرو په لاره اچول

په کلیوالي سیمو کې د عاید د زیاتوالي یوه لار د هغو فعالیتونو وده او پراختیا ده چې په سیمه ایز چاپیریال او اقلیمي شرایطو پورې کمه اړیکه ولري، که څه هم په دا قسم سیمو کې بزګري په صنعتي ډول او تر ډیره حده په چاپیریال او اقلیمي شرایطو پورې تړلې ده خو د عاید د ترلاسه کولوښه لار شمیرل کیږي.

سیمه ایز لاسي صنایع د لاس په زیار جوړ سوي شیان دي چې جوړول یې یو ډول ځانګړې پوهې او مهارت ته ضرورت لري چې ټول کارونه یې د کورنۍ د غړو په مټ تر سره کیږي.
هغه چارې چې په کلیوالی سیمو کې پرته له کرنیزو چارو تر سره کیږی د کلیوالی لاسي صنایعو په نوم یادیږي، چې په مصرفي صنایعو او لاسي صنایعو باندې ویشل سویدی.

۳ : (پرمختللې بزګري ته وده ورکول!

که د کلیوالي او سیمه ایزو صنایعو د جوړیدو اسانتیاوې نلرئ غوره ده د پرمختللی بزګرۍ په برخه کې لکه د مرخیړو، کبانو، د شاتو مچیو او … نورود روزلو په لارو چارو باندې غور وکړئ، چې کیدای سي دغه کارټول کال ستاسو دعاید غوره منبع وي، بله داچې په دغه کار سره د کورنۍ د غړیوتر منځ د کارد ویش په وسیله د پټې بیکارۍ مخه هم په ښه توګه کیدای سي.

په یاد ولرئ په ننۍ نړۍ کې تر ټولو ستر کمزوری هغه کس دی چې مصرف ولري او عاید نه! هغه هم تر ضرورت زیات مصرف؛ او داهم له یاده مه باسئ هغه وخت دبی ضرورته شیان د رانیولو هڅه وکړئ چې په هماغه اندازه زیات عاید موتر لاسه کړی وي.

بصیراحمد یارمل
کابل کي د اقتصاد پوهنځی محصل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x