د امریکې د پخواني ولسمشر جارج بش د ياداښتونو ټولګه په چينایې ژبه وژباړل شوه

decision-points-chineseد امریکې د مخکیني ولسمشر جارج ډبلیو بوش د یاداښتونو ټولګه چي  (Deccision Point) نومېږې چینايې ژبي ته د ژباړې چارې بشپړي خپره شوه .

دغه ژباړل شوی کتاب چي څه باندې (۴۰۰) سوه مخه کي له چاپ راوتی ، د مخکتنې غونډه یې نن د چین په بجینګ ښار کي ترسره شوه، چي د یاد هیواد زیات شمیر لیکوالو او قلموالو په برخه اخستې وه .

د امریکا ولسمشر په خپل کتاب کي د خپلې اته کلني دورې د یاداښتونو او خاطرو ترڅنګ د امریکا او چین پر اړیکو ځانګړي لیکني هم ځای کړی دی .

دغه کتاب په چين کي د یوې خپرندویې ټولنې له لورې چي  له بهرنیو هیوادونو سره د چینایانو د ملګرتیا ټولنه یا (Chinese people’s Association For Friendship With Foreign Countries) نوم لري، د چاپ په ګاڼه پسولل شوی .

*****

محمد الله احساس

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د