افغانستان

لویه څارنوالي: د پغمان د پېښې څلور تنه دې اعدام شي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د پغمان د ډله ییز جنسي تېري د اوو تنو عاملینو دوسیې سترمحکمې ته لېږلې دي.

د لویې څارونوالي ویاند بصیر عزيزي نن شنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د پغمان د پېښې د اوو تنو عاملینو دوسيې سترې محکمې ته لېږلې دي، چې څلورو تنو ته د اعدام او دریو نورو ته پکې د اوږد مهالي زنداني کېدو وړاندیزونه شوي دي.

یاده دې وي چې دغه اووه تنه د زمري د میاشتې په یو دېرشمه په هغه پېښه کې ښکېل بلل شوي دي چې پکې پر ګڼو مېرمنو ډله ییز جنسي تېری شوی و.

دغه مېرمنې د کابل ښار او پغمان ترمنځ په ده عربانو سیمه کې له دې پېښې سره مخ شوې، چې ویل کېږي څو تنو د پولیسو په یونیفورم کې پر دوی برید وکړ او د شپې تر دوو بجو پورې مېرمنې د بریدګرو په واک کې وي.

د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې پرې سخت غبرګونونه راپورته شول او له دولتي مسوولینو د دې عاملینو د ژر ترژره د علني محاکمې غوښتنه وشوه.

نن هم دخوست ولایت په متون ښار کې ګڼوځوانانو او مدني فعالانو د یو لاریون په ترڅ کې له دولتي مسوولینو وغوښتل چې د پېښې عاملین دې ژر تر ژره محاکمه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالحق حنفی

رمونگ په نظر کومو کسانو ته چی د اوگدمهالی بند سزا اورول شوی ده ممکن هغه کسان وی چی د دولتی مقاماتو دحمایت نه برخمن وی.زکه چی محکمه دهرقسم تعذیری سزا اختیارلری

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x