افغانستان

دفاع وزارت ومنله چې یو لوړپوړي افسر يې په لندن کې سیاسي پنا غوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۵مه ۱۳۹۳ل): دفاع وزارت چارواکو ومنله چې یو لوړ پوړي افسر چې د ناټو سرمشریزه غونډه کې د بیرغ پورته کولو مسوولیت ورپه غاړه شوی و، په برتانیا کې د سیاسي پنا غوښتنه کړې.

دفاع وزارت د ویاند مرستیال برید جنرال دولت وزیري وايي چې دغه افسر په غونډه کې د بیرغ نیولو لپاره لېږل شوی و چې وروسته يې مسوولیت بل افسر ته ورکړل شو.

وزیري زیاته کړه چې دغه کس عنایت الله بارک نومیږي او د دفاع وزارت د اوپراسیون ریاست افسر دی، چې د لندن هوايي ډګر رسېدو سره سم يې د برتانیا له حکومته سیاسي پنا وغوښتله.

خو  دفاع وزارت ویاند وايي چې دغه افسر د هیئت غړی نه و، بلکې د دفاع وزیر بسم الله خان محمدي لخوا دغه هېواد ته د روزنې لپاره لېږل شوی و.

نوموړي زیاته کړه چې «دغه افسر، درې ورځې وړاندې په یو کورس کې د ګډون لپاره سفر کړی و، دا چې نوموړی په لندن کې له وخته مخکې موجود و، نو د دفاع وزارت لخوا ده ته د بیرغ د پورته کولو دنده وسپارل شوه».

په لندن کې د عنایت الله بارک د سیاسي پنا اخېستلو وروسته داسې ویل کېدل چې د ناټو په غونډه کې د افغانستان بیرغ پورته نشو خو دولت وزیري وايي چې له ده وورسته یو بل افسر احمد ضیاء ته د بیرغ پورته کولو دنده وسپارل شوه.

وزیري زیاته کړه چې ددغې قضیې په اړه څېړنې کوي او بیا يې په اړه تصمیم نیسي.

نوموړي په دې اړه نور معلومات رسنیو ته ورنه کړل.

یاده دې وي چې د ناټو سرمشریزه غونډه ۲ ورځې وړاندې په ویلز کې وشوه چې د ایساف او ناټو په شمول د ۶۰ هېوادونو مشرانو په کې ګډون وکړ.

په دغه ناسته کې د نوي ولسمشر د نه شتون له امله د ملي دفاع وزیر بسم الله خان محمدي د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړ.

زیات شمېر افغانان په دې اند دي چې د ناټو په سرمشریزه کې افغان حکومت پیسې وګټلې خو د ټول افغانستان حیثیت يې له خاورو سره خاورې کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x