نړۍ

پاکستان کې د ورښتونو له امله د وژل شويو کسانو شمېر۱۳۷ تنو ته ورسيد

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۵مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان پنجاب ايالت، ازاد کشمير او شمالي سيمو ګلګت بلتستان کې د سختو ورښتونو له امله تر اوسه د وژل شويو کسانو شمېر ۱۳۷ تنو رسيدلی دی.

طبعي پېښو سره د مبارزې ادارې د پاکستان لومړي ميانوازشريف ته په خپل راپور کې وويل، چې د تېرې پنجشنبې راهيسې د پيل شوو ورښتونو له امله ۱۳۷ تنه وژل شوي، ۱۵۰ ټپيان دي او له شپږ سوو زيات کورونه يې نړيدلي دي.

د پاکستان له بېلابېلو سيمو څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې د تېرې پنجشنبې راهيسې د پيل شوو وروښتونو له امله ګڼ فصلونه او حيوانات تباه شوي، همدا راز خلکو ته ډېر زيات مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي؛ په ځانګړې توګه د پنجاب په مرکز لاهور، سيالکوټ، ګجرانوالې، جهلم، فيصل اباد او ناروال سيمو کې د پاکستان په لس کلن تاريخ تر ټولو سخت بارانونه شوي دي.shahbaz shareef

طبعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چې د پاکستان تر اغېز لاندې کشمېر کې ورښتونو څلور سوه کورونه نړيولي دي.

د پنجاب اعلی وزير ميا شهباز خپلو وزيرانو او لوړپوړو افسرانو ته ويلي، چې د ده په ګډون ټول وزيران او لوړپوړي افسران بايد د پېښو له قربانيانو سره و اوسي او تر هغو پورې دې دوی خپلو کورونو او دفترونو ته نه ځي، تر څو چې د دې خلکو پوره مرستې او خوندي ځايونو ته نه وي رسيدلي.

راپورونه وايي، چې د پنجاب ډېرو سيمو کې د ژوند چارې په ټپه ولاړې دي. بريښنا پرچاو او د ژوند اړينو توکو ته لاس رسی ناشونی شوی دی.

د پاکستان حکومت د سېلاب ځپلو سيمو لپاره د مرستنديو ډلو ګڼ ټيمونه ټاکلي، تر څو په بشپړه توګه د خلکو لاسنيوی او مرستې وکړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x