افغانستان

سیاف: له سیاسي جوړجاړي وروسته دې پایلې اعلان شي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د لومړي پړاو ټاکنو نوماند عبدرب الرسول سیاف وايي چې که نوماندان په یوه سیاسي جوړجاړي هوکړې ته ونه رسېږي او پایلې اعلان شي، نو حالات به نور هم بحراني شي. نوموړی وايي چې له سیاسي جوړجاړي وروسته دې پایلې اعلان شي.

سیاف پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې نوموړی د هېواد د لوړو مصالحو او له بحرانه د وتلو پلوی دی او په همدې خاطر په تمه دی چې په یو چوکاټ کې ستونزې حل او هېواد له بحرانه ووځي.

وړاندې وايي چې هر څوک بې له سیاسي جوړجاړي د ټاکنو د پایلو پلوي کوي اصلاً هېواد نا امنیو او بحران ته ور ټېل وهي چې بیا به يې خلاصون سخت وي.

په خبرپاڼه کې سیاف ويلي دي چې له سیاسي جوړجاړي پرته د ټاکنو د پایلو اعلان به یو وزري مرغه په څېر دولت رامنځته کړي چې هیڅ حرکت به نه شي کولای. ټولنې ته خدمت خو يې خورا لرې خبره ده.

سیاف پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې وايي: «زموږ تاکید پر دې دی چې باید پر دقیق فکر، او د هېواد لوړو مصالحو د خوندیتوب په خاطر لومړی یو سیاسي جوړ جاړی وشي وروسته د ټاکنو د پایلو دڅرنګوالي اړوند تصمیم ونیول شي. تر نه رسېدلو ناوخته رسېدل ښه دي.»

عبدرب الرسول سیاف چې په افغانستان کې د اتحاد اسلامي مشر او د سږنیو لومړي پړاو ټاکنو نوماند و، څو ځلې وړاندې هم په دولتي چارواکو غږ کړی و، چې نوموړي ته هېواد په روانو حالاتو کې داسې ښکاري لکه په لوی دریاب کې چې کښتۍ په بغلونو او زنګېدلو روانه وي.

دا په داسې حال کې دی چې لا هم د ټاکنو دپایلو اړوند د ډاکټر عبدالله عبدالله ډله قناعت نه لري. او په پوره ټینګار يې ویلي دي چې دوی ته به د ټاکنو پایلې دمنلو وړ نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

له دی غټ غله سره اوس د خپلی خیټی غم ده پدی تول پوهیژی چی سیاق سره د وطن حومره غم ده اه خپلو ۲روپیو ګټی سره د ټول ملک تبا کول نه برابروی دا ځیره اوس تول ملت شه پیژنی

احمد

سیاف لوی ### ده دیر بیکاره انسان ده پری غلط نشی

سلفی عقایدو وا لا

او خلکو په قسم سره وایم چه سیاف اشرف غنی نه غواړی او دا محترم پخوا د مسعود باډی ګارد وو اوس د دا نورو ( نور) باډی ګارد دی، لاز مه خو داسی وه چه په عبد الله یی غ‌ږ کړی وای چه پایلی ومنه او ګډ وډی مه جوړوه.

سباوون برئ

دشیخ الشطان خبری که چا ومنله ، بیشکه به دشیطان پر لوری لو دشیطان په عمل به اخته کیږی!
دشیطان واورئ او عمل پې مه کوئ!
شیطان هیڅکله سمه لار نشی ښودلائ!ٔ
که شیطان سم وای بدی حاکمیت دوره کی به یی کوم شهکار ښودلائ !
احطیاط احتیاط احتیاط !

احمد

سیاف اصل کی هندو ده خو اوس حان خروتی بولی دیر غټ منافق ده لوی خاین ده د کابل قاتل ده خبری د اسلام کدی خو خپله غدار ده تول کره یی د شیطان دی خلک بید نور ددی شیطان په خبرو غلط نشی محتاط اوسی

موسم حمیدی

سیاف صیب چي د جوړجاړي حکمت خبره یادوی زه نه پوهیږم چې په دی خبره ولی دې نه شرمیږی ځکه که چیری د جوړ جاړۍ خبره وی نو بیا د انتخاباتو ته څه ضرورت وه خو اول نه به دوی په خپل مینځ کی ناست وی جوړه به یی سره کړی وی خبره ختمه: په انتخاباتو دا دومره مصارف څه لپاره وشول خلکو د خپلو وینو په قیمت ووټ ورکړ ډیرې خلکو خپلي ګوتی د لاسه ورکړی او سره له دی بیا هم سیاف صیب ووایی چې جوړ جاړي دی وشی ایا دی ته به دی خبره شرم نه ورځی

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x