افغانستان

دفاع وزارت: چاودنو او بریدونو ۵ عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۵مه ۱۳۹۳ل): دفاع وزارت وایي چې چاودنو او د طالبانو په بریدونو کې ۵ عسکر وژل شوي.

دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي لخوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه عسکر په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي.

نوموړي ددغو عسکرو د وژنې دقیق ځای او د عسکرو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

جنرال عظیمي همدا راز په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ۱۸ طالبانو د وژنې ادعا هم کوي.

د بلخ دوه ورځېنۍ جګړه

د بلخ ولایت په البرز ولسوالۍ کې د تېرو دوه ورځو پرلپسې سختو جګړه کې دولت او طالبان یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو د اوښتلو ادعا کوي.

دولت وايي چې په جګړه کې يې ۶۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

خو طالبان بیا د دولت دغه ادعا ردوي او وايي چې په دغه نښته کې یې ۵۲ عسکر وژلي او ۳۵ نور یې ټپیان کړي دي.

طالبان د خپل ۱ ملګري وژنه او ۲ نورو ټپي کېدل مني.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې د دولتي عسکرو « درانه تلفات وليدل، هڅه يې وکړه چې د جګړې د ډګر ماتې په پروپاګند سره جبران کړي، نو يي داسې له حقيقته لرې ادعاوې وکړې.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x