بابوجي ټپي شو
بابوجي به شاید پیژنئ ، برتانوی مشهور کومیډي هنرمند چې اصلي نوم یې مسټربین mr.bean دی ، او پښتو ته په اړول شویو صحنو کې په ( بابوجي ) یادیږي ، نوموړی چې په فرضي کومیډي صحنو کې یې ډیرې ټکرې خوړلې وې ، دراپورونو له مخې داځل دیوې ترافیکي پیښې په پایله کې په واقعي توګه ټپي شوی دی .
دخبر ل مخې بابوجي ( مسټر بین ) په خپل ۱۴ نمبر ګاډي کې دتیرې پنج شنبې په ماشام دلندن ښار منظره کوله چې کیمبرج شایر ته نږدې یې موټر له ونې سره وواهه .
خبر زیاتوي چې له دې ټکر وروسته بابوجي روغتون ته رسول شوی او دټپونو درملنه یې پیل شوې ده .