افغانستان

ختیځ کې د ایساف یو بل عسکر وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي، ۱۵مه ۱۳۹۳ل): د ایساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چې د جمعې په ورځ د طالبانو په یوه برید کې د افغانستان په ختيځ کې د ناټو یو بل عسکر وژل شوی دی.

ناټو د خپلې پالیسۍ له مخې د دغه عسکر هویت او د وژنې دقیق ځای نه دی څرګند کړی.

بهرني ځواکونه چې اوس په مخامخ نښتو کې په خپله سهم نه اخلي دغه ډول وژنې ډير زوروي.

د ایساف ځواکونه وايي چې د روان کال له پیله ۶۰ بهرني ځواکونه وژل شوي چې ۴۳ يې امریکايي او ۶ بریتانویان دي.

ایساف په وینا اوسمهال دوی په افغانستان کې ۵۰ زرو شاوخوا عسکر لري چې د روان کال تر پایه به له افغانستانه ووځي.

دا په داسې حال کې چې د پنجشنبې په ورځ په غزني ولایت کې د طالبانو په یوه برید کې امریکايي عسکر و وژل شو.

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون ددغه عسکر نوم براین کی ارزينالټ ښودلی او ویلي یې دي چې د پنجشنبې په ورځ د شپې ۹ بجې د طالبانو په یوه برید کې د غزني ولایت په ښار کې وژ ل شوی دی.

پنټاګون زیاتوي چې ۲۸ کلن ارزینالټ په ۲۰۱۱ز کال کې افغانستان ته تګ لپاره په لست کې شامل شوی و او ټاکل شوې وه چې د روان کال د نومبر په پای کې به بېرته امریکا ته وګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x