نظــر

زمونږ ټاکنیز نظام

لیکوال: قريب الرحمن سعید

زمونږ ټاکنیز نظام :

په حقیقت کې زمونږ د هیواد ټاکنیز نظام ټول له یوه سره دپوښتنې لاندې دې ، نه د ټاکنو کمیسیون خپلواکه او دومره ځواکمن دی چې خپله پریکړه د قوت له لارې عملی کړي ، ځکه په دې لاره کې د ټاکنو دکمیسیون سره باید د هیواد دامنیتي ارګانونو تر څنګ دقضا او نور ارګانونه هم ملاتړي اوسي تر څو دپریکړې په صورت کې خپل ځانونه یواځي احساس نه کړي او نه یی څوک د غړو حیثیت او وقار تر پوښتنې لاندې راوړي . مونږ ددې شاهد یو چې تر اوسه پورې د ټاکنو دکمیسیون هره پریکړه د ناکامې خوا له لورې چیلنج شوې او غړي یی په یوه نه یوه شکل ډبول شوی دي . خو ددې کمیسیون غړي بیا د ځانه ددفاع له پاره هیڅوک نه لري .

ددې یو علت دا هم دې چې دهیواد په امنیتي ، قضایی او عسکري نظام کې یوې ډلې او یوې ټلوالې دومره نفوذ کړې چې دا اساسی قوتونه چې باید دهیواد د سالمیت له پاره تل په سنګر کې اوسې د یوې ډلي په خدمت کې ګرځیدلي دي .

همدا راز زمونږ د ټاکنیز نظام یوه بله خامې داده چې دلته سیاسی احزابو رشد اونمو نه ده کړې ، ټول هر څه په قبیلوی او قومی معیارونو او دپخوا په څیر د کوتک او ټوپک په زور مخته راځي ، سیاسي شخصیتونو او سیاسي ډلو ټپلو ته د بیرونیو نیواکګړو اوکورنیو مافیایی ډلو ټپلو له خوا د رشد موقع او فرصت نه دې ورکړل شوې . په هیواد کې میشت اوسني سیاسي ډلې او ډلګۍ یواځي دڅو کسو د موخو او دهغوې دجیبو د ډکولو له پاره کار کوي . ګڼ شمیر یی پردي پاله او بلواکه دی ، ګوندي ټول فعالیتونه یی دپردیو په مالي مرسته پر مخ بوتلل کیږي . داسې سیاسي ګوندونه چې په ریښتیا هم دهیواد او ولس په چوپړ کې وي او دپردیو څخه د ازادۍ له پاره په ډګر کې ولاړ وي ، په هیواد کې نه تر سترګو کیږي . او که تر سترګوکیږي هم هغه د حزب اسلامي او دطالبانو اسلامي غورزنګ دې چې په دغو اوتو بوتو کې هیڅ ډول ګډون نه لري .

تر هغې چې زمونږهیوادوال په سیاسي توګه د سیاسی معتدلو او اسلامي ګوندونو په شتون کې وده ونه کړي او دهغوې اذهان د ټاکنو او په ټاکنو کې دپراخه ګډون له پاره دخپلې خوښې د کاندید په اړه روښانه شوي نه وي نو دغسې قومی او عصبي ټاکنو پایلي به په طبیعي توګه دغسې لانجمني وي .

مونږ شاهد یو چې د یوه اړخه دشمال ټلواله چې په نسبي توګه څو ټوپک والان لري غواړی د یوه ستر ډیره کي په مقابل کې د زور او ټوپک په ګواښ په ولس باندی مسلطه شي . علت یی دادې چې مقابل لوری که څه هم د ولس ډیره کې په خپله خوا کې لری خو د نظم د نشتوالي او د یوه منظم سیاسی ګوند دنه موجودیت له مخې ددې ټوپکسالارانو څخه یوې خوا بلې خوا په څنګ روان دي اودخپلو حقه حقوقو څخه دفاع نه شی کولې .

دا چې د حزب اسلامي یو شمیر غړو لکه جمعه خان همدرد او نورو ددې ټوپک سالاریو په مقابل کې خپل هوډ اعلان کړی ، دیوه نظم خبره کوي . خو دا معلومه نه ده چې د ښاغلي همدرد سره به دحزب اسلامي دقیادت ملاتړ موجود وي او که نه ، په دې اړه به څه ویل د وخته مخکې خبره وي .

زمونږ ټاکنیز نظام دومره بې خونده ګرځیدلي چې دناکام او بریالي کاندید تر منځ دپریکړې کول جرئت هم نه شی کولې . دادې ګورو چې عبدالله عبدلله یو ځل بیا همغه فارمول چې دملګرو ملتونو له اړخه یی لاسلیک کړې نه مني او اعلان یی کړې چې د ټاکنو د شمیریزې څارنې څخه به ځان وکاږی . کیداې شی یو ځل بیا کیري اویا هم دا ځل پخپله اوباما راشی او دا موضوع حل کړي .

په پاکستان کې هم ورته بحران روان دې ، خو پاکستانیانو، که څه هم زمونږ به بدې راځي ، تر اوسه پورې بهرنیو ته غږ نه دې کړې چې راشی اودهغوې تر منځ د بحران دحل له پاره قدم واخلي . بلکه پخپله دهغه هیواد سیاسي احزابو یو دبل سره سرونه نژدې کوي او دحل لارې راباسي ، دهغه هیواد عسکري قوتونو هم په داسې حال کې چې د اوسنیو لانجو په سر د راپیداشوي بحران دپاې ته رسیدو غږ کوي ، په ټولو سیاسیونو غږ کړې چې پخپلومنځو کې دحل لاره پیدا کړي .

نوازشریف چې د هغه هیواد صدراعظم دې او مخالفینو یی ورته د شهنشاه لقب ورکړې خپل ځان په تنګناکې ګوري اوپه دې پوهیږي چې که یو ځل یی دمخالفینو د غوښتنو له مخې ځان ګوښه کړ نود بیرته را تګ چانس یی ډیر کم دې . خوبیا هم دمذاکراتو لړۍ روانه ده ، چې په دې لړ کې د هغه هیواد د اسلامي تحریک مشر د یوه مصلح او خیرغوښتونکې په څیر مهم رول لوبوي .
ددې علت دادې چې په پاکستان کې سیاسي احزابو وده کړې ، هلته نظام د سیاسي احزابو په موجودیت باندي ولاړ دې ، ولس هم دسیاسي احزابو د اهدافو په مطابق هغوې ته رایه او ووټ ورکوي اوبیا بریالي ګوند خپل حکومت جوړوي.

ائتلافي نظام :

داڅو میاشتې کیږي چې په پرلپسې توګه د ملې یووالي دحکومت تر نامه لاندې د یو آئتلافي نظام د جوړولو هڅې کیږی . دا هڅې د امریکا په مستقیمه لاسوهنه او د بریالي کاندید د مجبوریتونو څخه په ګټې اخستو سره پیل شوي ، که چیري په همغو لمړیو وختو کې دپردیو دمداخلي له پاره چانس نه وې ورکړل شوی او بریالي کاندید په کلکه خپل دریځ اعلان کړې و نو حالات به تر دې ځایه نه را رسیدل .

اوس په داسې حال کې چې په کابینه کې داجرائیوي پوست په رامنځته کیدو سره هڅه کیده چې د ملي یووالي دحکومت ستونزه حل کړل شي ، خو ستونزه دحل په ځآې نوره هم پیچلې شوه . د اشرف غني د ټیم د نرم خویه کسانو د خویی څخه په ګټې اخستو سره ، د همپالنې ټیم دپوره ګټې اخستو هلې ځلي پیل کړې دي . لمړۍ یی هغوې دې ته وهڅول تر څو ددوې یا ناکامه کاندید له پاره اجرییوي پوست تولید کړي . خو ددې پوست د راپیداکیدو سره سم ددې پوست په واک اواختیاراتو باندي خبرې پیل شوې ، د اشرف غني ټیم دغه پوست د حکومت برخه ګڼي او وایی چې د قواعدو او قانون له مخې به هر څوک چې په دې پوست باندی ټاکل کیږي هغه به د ولسمشر دحکم تابع وي . خو دهمپالني ټیم اوس وایی چې نه د دغه پوست مشر به دکابیني مشري هم په غاړه لری او تر څنګ به یی ورته دکابیني دنیمایی وزیرانو د ټاکلو واک هم ورکول کیږي.

دغه لانجه ډاګیزوي چې نه دا دملي یووالي حکومت جوړښت موندلې شي او که ویی مومي هم ، نو هغه به ډیر موقت او د لږ وخت میلمه وي . ائتلافی نظامونه نه دکار کولو جوګه وی اونه د ولس دخدمت ، په ځانګړې توګه هغه نظام چې ددوو سرسختو مخالفو رقیبو ډلو ترمنځ منځته راشي ،هغه بلکل د کار وړ نه دی . ځکه په دې نظام کې به رقیبي ډلې یو دبل د ناکامۍ هڅي کوی او هڅه به کوي چې دخپل بل رقیب پښې ور پرې کړي . مونږ ددې پایلي د همدا اوس د ښاغلي مسعود په خبرو کې په زغرده کتلې شو . هغه وایی چې د اجرايي چوکۍ له خیره په دې خاطر تېر شو چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم دا چوکۍ غوښته خو هغوی اوس په دې هم قانع نه دي، وايي چې کابینه دې د اجرايي چارو د ريیس تر لاس لاندې وي او نیمايي کابینه دې هم د دوی په خوښه وټاکل شي.»

په افغانستان کې چې امریکایانو د ټاکنو وروسته دنظام د جوړښت له پاره کومه نوي تجربه اختیار کړي دا په نړۍ کې مثال او نمونه نه لري . په پارلماني نظامونو کې ائتلافي حکومتونه جوړښت مومي خو هغه د همغه ګوندونو له اړخه منځته راځي چې په ټاکنو کې یی دګډون وروسته مناسبې چوکې تر لاسه کړي وی او په اهدافو کې یو بل ته ورته والي ولري . خو زمونږ په هیواد کې برعکس د متضادو قطبونو تر منځ د نظام د جوړښت له پاره هلي ځلي کیږي . چې پایلي یی دهمدا اوسه د ناکامۍ اوخسران زیرې ورکوي .

دغسې یو ائتلافي نظام هیواد والو پخوا هم تجربه کړې دې . په دې اساس به د احتمالي بریالي کاندید اشرفي غني له پاره ډیره مناسبه وي چې د ائتلافي حکومت د جوړښت څخه ځان وژغوری . حکومتي ټیم دداسې وګړو څخه جوړ کړي چې دده همفکر او دده دپروژو په پلې کولو کې ځلانده رول و لوبولې شی .

وروستۍ پایلې :

دهمپالنې دټیم دغه اوسني ګواښوونه دا ډاګیزوي چې هیواد مو د یوه بل ستر بحران په لور روان دې . په اوسنۍ وضع کې ، که د ټاکنو پایلې اعلان هم شی ، اوبیا ګټلې ټیم دخپل حق نه ددفاع په ځآې دائتلافي نظام د جوړښت او د رقیب د غورزو پرزو تر مخ د تسلیمیدو لاره خپله کړي نو دخپلې تجربي له مخې په دې باور یم چې دغه ډول نظام به په هیڅ صورت مخته ولاړ نه شی . طبیعي پایلي به یی ډیرې بدې او دهیواوالو له پاره د تباهۍ نه ډکې وي .

دا پایلي به نه یواځي دګټونکې ټیم له پاره خطرناکې وي بلکه د بایلونکي ټیم بلواګرانو ته به ، چې نوی نوي میلیاردران شوي ، او دبیروني هیوادو تر څنګ یی په هیواد کې هم پانګه اچونه کړې ، د تعمیراتو ، شرکتونو ، فابریکو او ….خاوندان دي ، ډیره خطرناکه وي . ځکه په هیواد کې د بې ثباتۍ او نا ارامیو په صورت کې دهغوې خپله پانګه اچونه د ضربې لاندې راځي . او هر څه به یی په څو ورځو کې د خاورو اوایرو سره برابر شي .

په دې اساس داسې ګمان کیږي چې د همپالنې د ټیم ټولې غورزې پرزې اوس په دې متمرکزې دي چې د اشرف غني د احتمالي ګټې نه د مخنیوي په خاطر داسې بحران رامنځته کړي تر څو په هیواد کې یو موقت نظام جوړ کړل شی اویا هم ولسمشر کرزی مجبور کړي تر څو خپل واک خپل لمړۍ معاون ، ښاغلي قانوني ته ، چې دهمپالنې د ټیم فعال غړي دې حواله کړي ، اوپه دې توګه دهمپالني ټیم وکولې شي خپلې پخواني جرړي نورې هم وغځوي او بیرته ددې لارې په نظام ولکه وکړي .

اما داسې څرګندیږي چې دهغوې دا هڅه به هم بریالۍ نه شي ، ځکه ولس اوس هغه پخوانې ولس نه دې چې ددوې دغسې خپلسرې او بلواکې واکمنۍ ته سر ښکته کړي . همدا اوس د جنوب غرب دحوزې ولایتونو او ترڅنګ یی دپکتیا او پکتیګا ولایتونو جرګو او پریکړو دا ډاګیزه کړه چې ولس یو ځل بیا د شمال د ټلوالې د ټوپک سالارۍ نظام ته سر نه ټیټوي .

خو وسلوال مخالفین چې لا دپخوا څخه په خپلو ګرمو سنګرونو کې پراته دی ، ددې موقع او فرصت نه ډیره ګټه پورته کولې شی . طبیعي ده چې که چیرې دغسې حالات منځته راځي نو یو ځل بیا به د ګاونډیو دمداخلې له پاره لاره هواریږي او د ۹۲ کال خونړې اوتباه کونکې پيښې به را تازه کړي .

غوره او غوڅه خبره داده چې زمونږ دهیواد دا بلواکې سیاستوال دې ددې ټاکنو څخه د بیزو زخم نه جوړوی چې په هر وار لاس وهنه یی زخم نور هم زیاتیږي . هغوې چې دوسلوال پا څون نغارې ډبوي باید وپوهیږي چې هغوې هم دبنګړو بار په اوږو لرې چې په یوه کوتک سره یی هر څه له منځه ځی .

زمونږ سیاستوال باید دخپلو ګټو په ځآې د ولس د ګټو په خاطر قرباني ورکړي ، او په هیواد کې ددغه اوسني ګټونکې نظام د په رسمیت پیژندلو له مخې هم خپل ځان ، هم خپله سرمایه اوپانګه او هم خپل سیاسي ژوند د ګواښ نه وکاږی او د راتلونکې رقابت له پاره ځانونه تیار کړي .

په همدې کې د ټولو خیر دې .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

سعید صیب تاسو ته سلام او احترام زه نه پوهیژم تاسو ته د اصلي ستونزې یادول ولې تر خپلې سویې یا مصلحت لوړ یا بهر ښکاري! د روان ټاکنیز انډوخر اساسي سبب د وحشي اشغالګرانو حضور او سلب شوې خپلواکي ده هغه اسباب چې تاسو یاد کړي اساسي نه دي او نه هم زمونږ روان نازک حالت د پاکستان سره د مقایسې وړ ده ځکه هغوی که هر څو هم امریکا او انګلستان د خپلې مور (خپلواکی) لپاره په عین وخت کې میړه توب نیولې خو بیا هم د افغانستان په پرتله نسبي استقرار خاوندان دي او حد اقل د… نور لوستل »

شهید شهید

مسلمانو افغانانو ورونو السلام علیکم : د خلکو اسلام او ایمان د هغو په نومونو او یا ماضی افساتو کی نغښتی نه وی ، سعید صاحب ته خو که د ماضی لجاظه وی مونږ ورته ډیر درناوی درلود . ولی دی چه د چا سره تړلی هغوی تیری ودانی د خاورو سره خاوری کړی هماغه غلامی اداری ته لسلیم شول د سیاسی کمیتی ریس یی هماغه چه سعید صاحب ورته ( زمونږ ټاکنیز نظام ) وایی ونومولو ، یعنی دوی هم په هغه صف کی ودریدل چه د الله ج سره په جنګ کی دی ، سمدلاسه یی د ماضی… نور لوستل »

اسد

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ! خپلو دواړو ورونو ، محترم غوربندي صاحب او محترم شهید شهید ته د الله تعالي نه موفقیت غواړم غواړم څرګنده کړم چې زما دغه عنوان ، دمضمون اصلي عنوان نه ،بلکه یو بغلي عنوان وه ، دا زما دهغه اصلي مضمون یوه برخه وه چې عنوان یی (ولسمشریزې ټاکني که دبیزو زخم ) تر عنوان لاندې خپور شوې و . دا برخه د یو شمیر دوستانو په فرمایش ترې را خستل شوې. ددې ترڅنګ باید یاد کړم چې زما لیکني که ولوستل شي هم پکې تحلیل موجود دې او هم په کې د ولس… نور لوستل »

غوربندي

ټولو ته سلام او احترام اسد صیب له تاسو مننه کوم چی د سعید صیب وضاحت مو دلته شریک کړی ده. سعید صیب که هر څو هم زه په خپل وضاحتي جواب کی له شهید شهید صیب سره یو ځای مخاطب نیولی یم خو ترکیز یی د شهید صیب په نیوکو کړی ده. سعید صیب تاسو په هغه معیار د پاته کیدو دوعا کړی ده چی الله تعالی یی ستاسو د نجات سبب ګرزوي زه مو په همدی دوعا د زړه له تله امین وایم خو که له معلوم الحاله منحرفو او زمولیدلو حزبیانو سره اړیکی ونه شلوی او خپل… نور لوستل »

افغان ځلمی

سعید استاذ سلامونه می ومنی : تر ټولو لمړی درڅخه مننه کوم ، چه د نورو حزبی ورونو د فطرت خلاف دی په سړه او خوږه لهجه د شهید ورور نیوکو ته ځواب لیکلی ، ولی د هغو د نیوکو لسمه برخه هم نه ځوابوی او د غوربندی صاحب صرف نوم دی لیکلی نیوکی دی ورله لا ځوابه پریښی نه پوهیږم له یاده دی وتلی او که د کرزی صاحب په شان مو له مصلحت څخه کار اخستی ، نور د دی وخت تیر شوی چه مونږ خلک تیر باسو او که خلک تیر هم باسو خپل وجدان او الله… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x