نظــر

زموږ تاریخي رسالت

لیکوال: عبدالبصیر عتیقزی

د پاکستان د دفاع ورځ ده. پدې ورځ ټول پاکستانیان خپلو پوځیانو ته قدر او عزت ورکوي، د هغوی کارنامې او ویاړونه ستایي او د خپل نوي تاریخ یوه لویه او عظیمه برخه یې بولي.

ښه کوي، ځکه ژوندي ملتونه همداسې وي چې خپل تاریخ؛ فرق نه کوي چې په وینو او که په اوبو لیکل شوی وي، خو د قدر او درناوي په سترګه ورته ګوري. دومره یې پورته کړي او دومره یې وستایي چې نړۍ ته هم معظم ښکاره شي او د نړۍ د تمدن یوه د پام وړ برخه یې بولي.

د پاکستان د دفاع د جنګ د یوه وژل شوي جنرال (عزیز بهټي) په انځور د پاکستان موټرونه، دېوالونه، او بېل‌بورډونه نقاشي شوی دی. دوی ورته مېجر عزیز بهټي وایي. مېجر له هند سره په جنګ کې یوه کارنامه کړې وه چې تر ابده پورې به د پاکستان د تاریخ کرښې زرینې ساتي. د مېجر کارنامه دا وه چې د هندي پوځ د ټانګ لاندې یې ځان اچولی وه او ځان ته یې انفجار ورکړی وه. په ننۍ اصطلاح، فدایي، استشهادي او یا یې ځانمرګی برید کړی وه.

د پاکستان اولس هغه د خپل ناجي په توګه پېژني او هغه ته د خپل ملي اتل په سترګه ګوري. زما یادېږي چې کله مې په یوه پاکستاني ښوونځي کې درس وایه او په لومړي ټولګي کې وم، نو زموږ معلمې به د مېجر عزیز بهټي په اړه لیکل شوې مقاله په موږ په ترنم ویله او دا یې په موږ اجباري کړې وه چې هغه مقاله حفظ کړو.

خو پاکستان له هغو فدایانو سره چې اوس ددوی پر طاغوتي او کفري جسد کاروونکي ګوزارونه کوي، ملایان او شېخان یې پرې د ترورست، خارجي او …. ټاپې وهي.

خو یوه پوښتنه مې سترګو ته دریږي.

که چېرې مېجر عزیز بهټي پوهېدلی چې دده د قربانۍ او ایثار محصول به داسې یو کفري او مسلمان‌ځپونکی دولت وي، نو آیا هغه به بیا هم دې کار ته اوږه ورکړې وای؟ او یا، که چېرې هغه پوهېدلای چې زما قرباني به د پاکستان د تحفظ پخاطر مقدسه بلل کېږي او د یوه بل مسلمان هېواد لپاره به یو آفت وي، نو د هغه غبرګون به څه وه؟

خو دا هر څه فرضیې دي او فرضیو اوس د حقایقو ځای نیولی دی. حقیقت دادی چې اوس ټول پرې پوهېږي او پاکستان د اسلام په سینه د سرطان یوه دانه بولي.

راځم خپل تاریخ ته!

په دري کې یو متل دی چې وایي “خودکش بیگانه پرور”. دا متل په موږ ټولو افغانانو ډېر ښه صدق کوي. موږ پردي لمانځو، پردیو ته چکچکې وهو، پردیو ته نازونه ورکوو، پردي جوړوو خو خپل دا هم ورانوو، هم یې ښکنځو او هم یې له یوه داسې تاریخي بدنامه تور سره ونښلوو چې بیا تر نسلونو نسلونو د هغه تور پاکوالی د پوهانو له زوره وتلی کار وي.

موږ ډېر لرې تللو ته اړتیا نلرو او نه هم دا اړینه ده چې د خپل تاریخ په ګردجنو او حماسه‌زېږوونکو کوڅو کې سرګردانه وګرځو. ډېر نږدې که نظر وکړو، نو داسې اتلان به ووینو چې امپراطورۍ یې په ګونډو کړې، شرقي او غربي بلاکونه یې ونړول او ډېرې د غرور او کبر ککرۍ یې تر خاورو لاندې کړې.

غلام‌محمد غبار پخپل کتاب [افغانستان در مسیر تاریخ] کې د انګرېز د دویم یرغل پر مهال د څو عجیبه پېښو بیان کوي چې د نمونې په ډول یې یوه لیکم:

کله چې انګرېزان په کندهار ننوتل او د تخته ‌پل له سیمې څخه په تېرېدو ول؛ یو کروندګر له خپل ځوان زوی سره په پخپله کرونده کې په کار بوخت وه. چې کله یې د انګرېزانو پوځ ولیده، نو پلار او زوی پرته له کومې وقفې، د انګرېزانو پر کتار په تش لاس برید وکړ او تر هغو وجنګېدل تر څو چې شهیدان شول.

په همدې ډول یې د څو نورو نوم ورکو اتلانو کیسې راخیستې دي چې یقیناً زموږ د هېواد د وګړو د خپلواکۍ هغه ملکوتي اروا انځوروي چې منقوش یې یقیناً ددې خاکي کرې ندی. زه چې کله د خپلو نیکونو تاریخ لولم له سترګو مې بې‌اختیاره اوښکې بهیږي. څوک مې چې ترڅنګه ناست وي ښایي فکر وکړي چې کومه تراژیدي لولي. خو نه، تراژیدي نده بلکه حماسه ده، او هغه حماسه ده چې زه یې د خپل وجود په ټولو رګونو کې احساسوم.

یو ابهام دی چې باید له منځه یوړل شي، او ددې چارې مسؤولیت پر هغو باوجدانه لیکوالانو دی چې په بشپړه توګه بېطرفه او بې‌ پرې دي، کلیشه ‌یي لیکنې نه کوي او د ریالیزم په چوکاټ کې خپل تګ ته ادامه ورکوي.

هغه ابهام دادی چې ملت ته باید تاریخ په بې ‌طرفه توګه ولیکل شي، د ماضي په اړه متعصب قضاوتونه، د نفرت زېږونکې لیکنې او ناسم ‌تحلیلونه بند کړل شي. د تاریخ کوم رسالت دی چې هماغه وساتل شي او د تل په څېر د یوې آینې کار ورکړي. بد بختانه، په اوسنۍ دوره کې چې د دولت منګولې ډېرې سستې دي او د نږدې ۴۰ هېوادونو استخبارات په کار بوخت دي، دولت ته ددې کار د مخ‌ نیونې په وړاندې جدي ستونزې شتون لري.

دولت ته پکار دي چې د خپل ملت د مدنیت او تهذیب جدي پاملرنه وکړي او د خپل ملت له معنوي شتمنیو په کلکه ساتنه وکړي. زموږ تاریخ زموږ شتمني ده او زموږ نسلونه د همدې شتمنۍ په آینه کې خپل مسیر ټاکي. زموږ د تاریخ اتلان زموږ د نوي نسل اسطورې دي او د هغوی په پله پل اېښودل د معاصر تاریخ نوی رنګین باب جوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x