ورزش

د راتلونکو نړیوالو سیالیو جام کابل ته راوړل کیږي

هر ځل د نړیوالو سیالیو له پیله مخکې نړیوال جام ټولو هغو هیوادونو ته چي په سیالیو کي ګډون کوي د لنډې مودې لپاره لیږدول کیږي.

دا ځل د امنیتي او سیاسي ستونزو سربیره بیا به هم نړیوال جام کابل ته ولیږدول شي.

د نړیوالو سیالیو جام به د روان زیږیدیز کال د سپټمبر میاشت په ۱۳مه کابل ته راورسیږي، چي د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له خوا ورته د ښه راغلاست مراسم په پام کي نیول شوي او د کرکټ ټول مینه وال پکي ګډون کولای شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي رئیس نور محمد مراد په لومړي ځل د افغانستان یوه ورځنۍ نړیوال جام ته لار موندنه او د نړیوال جام کابل ته لیږدول ستره لاسته راوړنه وبلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x