په کابل کې دامریکادسفارت پرپیشوګانوبده ورځ
په کابل کې دامریکادسفارت کارکونکوته اجازه ورکړل شوې ده چې له سپونه سوا دټولو وړو حیواناتولکه پیشوګانواوداسې نورو ځخه په کلکه څارنه وکړي او دهغوي دمخ پرډېرېدونکې ډلې دمخنیوي په موخه جدي ګامونه واخلي آن که دهغوي د وژلواو ورکولوتربریده وي هم بایدورڅخه ډډه ونه شي .
. دواشنګټن پوسټ دیوراپورله مخې چې په کې ویل شوې دي چې رایان کراکرپه افغانستان کې دامریکانوی سفیر یوله ترټولونه سخت فعالیتونوځخه په کابل کې پیل کړي دي . ورځپاڼه لیکي ! پرځاي ددي چې نوموړې دې خپله ټوله انرجي له طالبانوسره مبارزې ته وقف کړي واي خو دنوموړي له پیشوګانوسره مبارزه هم په حقیقت کې له پامه نشي غورزیدلای چې دغه هم دکراکرلپاره له یوه چیلنج ځخه کم نه دي لکه چې له ورته چیلنج سره دامریکا پخوانی سفیر هم لاس اوګریوان وو . ګورډو ، ډاسټې ، پرکلس ، فرډینانډ ، ترزا اوډانیل ، دهغودیرشوپیشوګانوله ډلې ځخه دي کومې چې په کابل کې دامریکاپه سفارت کې دژوند شپې صباکوي . ویل کیږي چې په دې وروستیوکې دسفارت پیښوګانې له کمښت سره مخ شوي دي خودسفارت کارکونکې دپیشوګانوله وژلوځخه په کلکه انکارکوي .اودغه خبره بیخي بې اساسه اوسوچه دروغ بولي دپيښوګانودحقوقومدافع ټولنه بیاسخته ویرجنه ده او دشته ستونزې دهواري لپاره یې یوکمپاین ( دافغان اواره پیشوګانو)په نوم تشکیل کړي دي ترڅودپیښوګانوله حقوقونه په کلکه ساتنه وکړي . دوي وایې وروسته له هغه چې دسفارت دکارکونکودکارموده سرته رسیږي بایدخپلوپیښوګانوته دامریکا ویزې جوړې کړي اودکلفورنیا دبرکلې ښارته چیرته چې ددوي مرکز دي انتقال یې کړي .
ندیم توخي