نړۍ

د پاکستاني استخباراتو د جنرال په ګډون درې تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وږي، ۱۶مه ۱۳۹۳ل):  د پاکستان پنجاب ايالت سرګودهې سيمه کې پر يوه خانقاه وسله وال بريد کې د پاکستاني استخباراتو يو لوړپوړي افسر جنرال فضل ظهور قادري په ګډون درې تنه وژل شوي او شپږ کسان ټپيان دي.

راپورونه وايي، چې ناڅرګندو وسله والو سرګودهې ولسوالۍ کې پر يوه خانقاه ډزې وکړې، چې نتيجه کې يې د جنرال فضل ظهور قادري په ګډون درې کسان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.

له پېښې وروسته وژل شوي او ټپيان د سرګودهې ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x