د نن سرلیکنه

د افغانستان په اړه د ناټو سرمشریزې ناڅرګند موقف – سرمقاله

په ویلز ښار کې د ناټو تړون وروستۍ سرمشریزه په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو او همدا راز د دې تړون په مرستو ولاړ کابل حکومت لپاره تر ټولو مهمه غونډه بلل کیده.

ځکه تمه کیده چې په یاده غونډه کې به له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د برخلیک او همدا راز له راتلونکي حکومت سره د ناټو تړون د پوځي او مالي مرستو د دوام او کمیت په اړه پریکړې وشي.

خو یاده غونډه په داسې مهال کې دائره شوه چې په افغانستان کې د حکومت په نوم داسې کوم رسمي تشکیل وجود نه درلود چې د ناټو تړون له هغه سره د خپلو راتلونکو پروګرامونو په اړه کوم تړون لاسلیک کړی او یايې کم ترکمه د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه ورسره بحث کړی وای.

كوم حكومت چې ښاغلی بسم الله خان یې په استازیتوب په سرمشریزه کې ګډون کړی وه هغه په رسمي لحاظ ترخپل قانوني وخت یوه میاشت مخکي تروخت تیرشوی ، د امریکایانو او ناټو تړون لخوا له تیرو شپږو میاشتو راهیسي د نوي حکومت جوړو لو هلې ځلې روانې دي خو تر اوسه پوري یې د جوړیدو کوم څرک نه ترسترګوکیږي.

د ناټو د یادې سرمشریزې تر ټولو لویه ناکامې دا وه چې د کوم نظام د اکمال اوتمویل لپاره چې دا غونډه جوړه شوې وه هغه نظام نه تر اوسه وجود لري او نه یې په نیږدې راتلونکي کې د سوله ییزموجودیت امکانات لیدل کیږي.

د ولسمشر کرزي له تروخت تیرحکومت څخه د امریکایانو او ناټو تړون تیر ۱۳کلن پوځي او مالي ملاتړ یواځې دا نتیجه ورکړه چې بالاخره افغانستان د قحط النظام له مشکل سره مخ او دادی نن هغه حکومت چې د امریکایانو په دستور یې ۴۹ هیوادونه د تقویت اوځواکمن کولو لپاره ګمارل شوي ول له امنیتي لحاظه داسې شړیدلی چې له امریکا نیولې تر ناټو پوري یې څوک د بیا په پښو درولو توان نه لري.

ښايي د ناټو تړون سرمشریزې په لندن کې د پناه اخیستونکي افغان افسر ښاغلي عنایت الله بارک له پناه اخیستلو څخه د افغان حکومت لویدلی امنیتي او سیاسي وضعیت ښه درک کړی وي، ځکه د کوم نظام چې دومره لوړ پوړي کسان په خپل هیواد کې د ځان پر مصؤنیت باور نه لري ، نو هغه به د خپل ولس د خوندیتوب څه تضمین وکړای شي.

د ناټو وروستۍ سرمشریزه له خپل ټول دیپلوماتیک او پوځي اهمیت سره سره د افغانستان په اړه له هراز پریکړې کولو څخه ناتوانه شوه ، د ناټو عمومي سرمنشي راسموسن په خپلې افتتاحي ویناکې وویل چې مونږ نور د افغانستان په اړه وخت نه لرو ، فقط د افغانستان له راتلونکو چارواکو دا غواړو چې د امنیتي تړون په لاسلیکولو کې تلوار وکړي .

خو دا چې اوس به د افغانستان راتلونکي چارواکي څه ډول د نظام جوړونې او په خپل منځ کې د واک ویشلو پرسر سره جوړیږي دا هغه پوښتنه ده چې نه دناټو تړون عموممي سرمنشي او نه هم دناټو تړون غړي هیوادونه ورته ځواب ویلای شي، او نه هم د افغانستان روان کړ کیچن حالات دیوه افغان شموله مقتدر حکومت منځته راتلو ته مساعد دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x