fbpx

یوه مړي ۲۴ساعت وروسته چیغي کړي (زه ژوندي یم ومي باسي)

i_am_alive_get_me_out( نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۶)جنوبي افریقا: دجنوبی افریقي په یوه کلیواله سیمه استرن کایب کی دیوي کورنی غړو هغه وخت دکورنیو دیوه غړی په اړه نژدي دمړیو دساتلو مرکزته خبرورکړ کله چی یی کوښښ وکړترڅو هغه سهار وختي له خوبه راوپاڅوي، خو ویده کس هیڅ حرکت نه کاوه له ډیرو کوښښونو اوهڅو څخه وروسته دکورني غړي دي ته اړشول ترځو دمړودساتلو مرکز ته خبرورکړی اومړي دمړو په سړنتون کي وساتی.

په سیمه دمړو دساتلو داداري مسؤلین وایی کله چي مونږ له امبولانس سره یوځاي دمړه شوی سړي کورته ورغلو مړي موراواخیستي، نوموړي زیاته کړه کله چي مو مړشوی شخص امبولانس ته راپورته کړ، ورپکی هیڅ دژوند علایم نه ښکاریدو، رامووړ اوپه دمړو په سړنتون کي ومووساتي ترڅو قریبان یی دددفنولو ترتیبات ونیسي، حتي چي تر۲۴ ساعتونو پوري همدغه ځای کي پاته وو.

دمړو دساتونکو ډلی یوه کس وویل دوهمه شپه زه اوزما یوه بل ملګري دشپي لخوا نوکریوالي درلوده دنیمي شپي وخت وو، چي دمړو دساتلو له سړنتون څخه اوازونه راوواتو، ماوباسي، ماوباسي یخ ده خومړ شوم، نوموړي زیاته کړه په اول کي مونږ وویریدو، اوداسي فکرمو کاوه چي شاید دمړي ارواح ناري وهي، خوچي کله ناري زیاته شوی، نومودبیړنیو مرستو داداري کسانو اوهمدارنګه دمړه شوی کس خپلوانو ته خبرورکړ.

نوموړي زیاته کړه کله چي دمړي خپلوان اودبیړنیو مرستو کارکونکي راورسیدو، مړي یی راوایستی، که ګوړي مړي ژوندي دي اوله یخني څخه دژامني کرپهار له لري اوریدل کیږي.

ژرمو وروغتون ته ورساوه په روغتون کي تربیړني درملني لاندي ونیول شو، له لازمو او اړینو معایناتو څخه وروسته مالومه شوه چي په بدن کی یی داوبو دکمي له کبله حرکت له لاسه ورکړي وو.

نوموړي زیاته کړه ډاکټران وایی دنوموړي روغتیایی حالت اوس دډاډ وړ دي، نژدي ده چي کورته به رخصت شي.

بخت الرحمن بخت

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د