
اندونیزیایان هم بلا کوي، په مړو جشن لمانځي! انځورونه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): وايي پلانکی له دنیا لاړ خو زموږ په زړونو کې ژوندی دی، خو د اندونیزیا د یوه کلي خلک بیا دغه متل ته د عمل جامه ور اغوندي او مړي هر کال له قبرونو راوباسي.
د ډيلي میل وېبپاڼې د راپور پر اساس دوی یوازې د مړو په راویستلو بسنه نه کوي، بلکې تر دوهم ځل خښولو مخکې نوې جامې ور اغوندي او غسل ورکوي.
راپور کاږي چې د اندونیزیا د «سولاوسي» په جنوب «توراجا» کلي کې خلک د خپلو خپلوانو مړي له قبرونو راوباسي او په دې موخه غسل ورکوي څو تازه شي او بیا نوې جامې ور اغوندي څو مړي ښایسته ښکاره شي. د دغې سیمې خلک د نورو مړو سربېره د ماشومانو مړي هم راوباسي.
د «توراجا» سیمې خلک دغه کار ته «ماینین» وايي چې مراد ترې د مړو د پاکوالي جشن دی او هر کال په اګست میاشت کې يې ترسره کوي.
ډيلي میل زیاتوي چې دوی دغه مومیايي شوي مړو تابوتونه له سره بېرته جوړوي، مړي په کلي کې ګرځوي او هغه ځای ته يې وړي چېرې يې چې سا ورکړې وه.
توراجان خلک عقیده لري چې د مړي روح باید دغه کس ته باید بېرته راوګرځي. که یو کس چېرې په سفر کې مړ شوی و، د مړي کورنۍ يې باید د مرګ ځای ته یوسي او کورنۍ يې له مړو سر ګډ پلي باید بېرته کلي ته راوګرځي او خښ یې کړي.
وايي دوی پخوا لرې لرې سفر له دې امله نه کاوه که چېرې کوم کس په لاره کې مړ شي نو بیا دا ډيره ستونزمنه وه چې مړی يې پلی هغه ځای ته ویسي او بېرته یې کلي ته راوړي.
الحمدلله علی الایمان الحمدلله علی الاسلام الحمدلله علی القرآن الحمدلله الذی ارسل الینا سیدالآنا م الذی نعرفه بمحمدآخیرالزمان صلی الله علیه فی کلّ حین و مکان
دا مړی یی خرنګه درولی دی تکیه یی نه معلومیږی—–نو بیا