نظــر

د افغانستان طبعي زيرمې او نړيوال لوټماران

وړمه ورځ د امريکا د جيولوژي ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي و، چې افغانستان کې د يو تريليون په اندازه طبعي زيرمې موجودې دي، مګر افغان چارواکي وايي، چې د افغانستان د طبعي زيرمو اندازه له درې ټريلينو زياته ده.

د افغانستان د طبعي زيرمو په اړه د ليکوال او ژروناليست محمد اسماعيل عندليب دا ليکنه لوستونکو لپاره ډېر څه لري او که چارواکي د مختصصينو او ښه مديريت په مټ دغه طبعي زېرمې راوباسي نو افغان ولس د تل لپاره له دې خوارۍ او ستونزو ژغورلی شي. اداره

ليکوال: محمد اسماعيل عندليب

افغانستان خزانې او په هغې پراته بهرني ښاماران :

اوسپنه :

ماربل (مرمر) :

سره زر:

مس: 

يورانيم:

ليټيوم :

تېل«نفت»

ګاز:

د مسؤوليت احساس

افغانستان د اسيا په زړه کې ، د عرض البلد په ٢٩ درجو ٣٠ دقيقو او ٣٨ درجو ٢٠ دقيقو، د طول البد په ٦٠ درجو ٣٠ دقيقو او ٧٤ درجو ٥٠ دقيقو کي پروت دى ، پراخوالى يې ٦٤٧ زره کيلو متر مربع او يو غرنى هيواد دى چې په سلو کې ٧٠ برخه يې غرونه تشکيلوي .

که څه هم افغانستان د منځنۍ اسيا او د هند د نيمې لويې وچې د نښلوونکى په توګه له يوې خوا ، ګرمو اوبو ته د روسيې د لارې په توګه له بلې خوا او په ګرده اسيا کې د يو ستراتيژيکي حيثيت په درلودلو سره له بل اړخه د خپل تاريخ په اوږدو کې وخت په وخت د بهرنيو اشغالونو او بريدونو هدف ګرځيدلې خو ډير ځله سترو قوتونو د افغانستان په ځمکه کې موجودې خزانې او طبيعي زيرمې هم په نظر کې نيولي او د افغانستان په حريم يې په يو او بل نوم تيرې کړې .

په وروستيو درې پيړيو کې افغانستان د درې سترو ځواکونو د بريد هدف وګرځيد ، په نولسمه پيړۍ کې انګريزانو پدې هيواد کې خپل زور و ازمايه چا چې د دې خاورې په لاندې کولو سره د نړۍ يو شمير بډايه هيوادونو ته د لارې پيدا کولو او په يوه غټه تجارتي لار د خيټې اچولو خوبونه ليدل ، هغوى چې ويل به يې د واکمنۍ په پولو کې يې لمر نه ډبيږي د دې هيواد په ګړنګونو کې يې د بخت ستورې د تل لپاره پريوت.

په شلمه پيړۍ کې سرې لښکرې د امو پر سيند را واوښتې څو د تودو اوبو تر ساحلونو پورې ځان ورسوي او پر نړۍ خپله حکمراني ثابته کړي خو هغوى ته معلومه نه وه هغه پښې چې د افغانستان په خاوره په بد نيت کيښودل شي بيرته روغې نشي وتلاى نو هماغه ؤ چې وروستى فوځي يې هم په مرميو بدرګه او د افغانستان څخه يې پښې و ايستې.

يو ويشتمې پيړۍ يو ځل بيا د يو زبر ځواک د راپرزولو تاريخ جوړلو ته اړتيا درلوده نو د زمانې يو فرعوني خوى درلودونکي واکمن ته په غوږ کې وويل شول چې له اوه بحرونو ها خوا پر افغانستان بريد وکړي هغه هم لکه د ليوني سپي په څير هيڅ فکر ونه کړ ، د خپل ټول توان او طاقت سره د افغانستان پر سپيڅلې خاور ښکته شو خو ځان يې پداسې يوه جګړه کې ښکيل کړ چې اوس يې پاى ته د رسولو په چارو نه پوهيږي .

د يو ويشتمې پيړۍ دې بلواګر يو زيات شمير ويده او غلي خلک هم راوپارول ، هغوى يې وغولول او اوس دوى ټولو په ګډه سره پداسې توګه د افغانستان لوټلو ته مټې رابډوهلي چې د افغانستان دين ، تاريخ ، کلتور ، ثروات ، شتمني ، زيرمې ، خپلواکي ، غيرت ، دودونه ، دستورونه او ……هر څه يا له منځه وړي يا يې خپل هيواد ته نقلوي او پر افغانستان د يوې مزورې څيرې چاپ پريږدي .

د افغانستان د روان اشغال شا او خوا لس کاله پوره کيدونکي دي ، پدې موده کې بهرنيانو هر څه ته لاس واچاوه خو د افغانستان متدينو او په هيواد مينو اوسيدونکو پرې نه ښودل چې دغه سپيڅلې خاوره د هغوى د ناوليو اهدافو پر پلي کولو ناولې کړي او په هر ډګر کې يې د هغوى مقابله وکړه .

د دې پر ځاى چې مقدمه مو اوږده کړې نه وي په موضوع پيل کوو او هغه د افغانستان طبيعي زيرمې ، خزانې او شتمني ده چې پدې وروستيو کې د امريکا لخوا اعلان او قيمت يې ولګول شو په لنډه توګه دغه اعلان او د هغې د قيمت کيښودل د همدې معنى لري چې امريکايانو د افغانستان د واکمنانو په توګه د هغې د پلټلو او را ايستلو حق ځان ته ورکړ او بيا يې د خپل ځان سره د دې زيرمو د راکړې ورکړې سوداګري د دوى په ګټه وکړه .

که څه هم افغانستان د طبيعي زيرمو له پلوه يو بډايه هيواد دى او په خپله خاوره ، غرونو ، رغونو ، دښتو او ميرو کې ډول ډول منابع لري چې د هغې په استخراج سره افغانستان د اقتصاد له پلوه په خپلو پښو ودريدلاى شي خو بيا هم د بهرنيو لاسوهنو او د افغانستان د يو شمير کورنيو ځان غوښتونکيو د کړنو له امله افغانستان تر دې دمه د دې موجودو زيرمو څخه کومه د پام وړ ګټه نده پورته کړې .

له يوې خوا د افغانستان په ډيرو سيمو کې په غير قانوني توګه او په پټه سره د زيرمو کيدنې روانې دي چې دغه کيندنې د سيمې د قاچاقبرانو يا نورو ملکانو لخوا تر سره کيږي ، د افغانستان معادن په پټه او په ښکاره سره د افغانستان څخه وباسي او په نوره نړۍ کې يې د خاورو او ايرو په قيمت پلوري .

که تيرو حکومتونو ته يو لنډ نظر وکړو نو وبه ګورو چې د خلقيانو او پرچميانو په څير د يو شمير ګوډاګيو او بې سره حکومتونو څخه خو د ګيلې مجال نشته ځکه د همدې حکومتونو د پيل سره سم پر افغانستان د بدبختۍ څادر وغوړيد او د موضوع اړوند د مثال په توګه د افغانستان د ګازو نل شوروي اتحاد ته ورسول شو او د افغانستان ټول ګاز بې لدې چې افغانستان ته يې کومه د پام وړ ګټه ورسيږي د روسانو په استعمال کې ورکړل شو .

د مجاهدينو د برياليتوب څخه وروسته په افغانستان کې چور او تالان پيل شو هر څه لوټ شول ، ډلې ټپلې جوړى او هر وسله وال د خپلې سيمې بادشاه شو په اصطلاح ملوک الطوايفي رامنځته او مرکزي اقتدار له منځه ولاړ ، د افغانستان طبيعې زيرمې هم د يو او بل په لاسونو کې وغورځيدې ، د نړۍ په بازارانو په ډيره ارزانه بيعه وپلورل شول او اوس پرې د نورو هيوادونو ميوزيمونه ښکلي شوي دي ، پدې لړ کې د بدخشان زمرد ، د پنجشير زمرد او مرمر او نور معادن يادولاى شو ځکه دغه مواد د طالبانو سره د جنګ پر مهال د شمالي اتحاد د قوماندانانو له لورې را ايستل کيدل او بيا به د اروپا بازارونو ته وړل کيدل ، چې له هغه ځايه به يې په بدل کې د افغان وژنې او خپل منځي جګړو د دوام لپاره يو څو پيسې او يو شمير وسلې د افغانستان د تباهۍ په خاطر افغانستان ته راوړلې .

د امريکايي ځمکپيژندونکو لخوا د افغانستان اعلان شوى زيرمې :

د روان ميلادي کال د جون د مياشتې په ديارلسمه نيټه د امريکا د نيويارک ټايميز ورځپاڼې په افغانستان کې موجودو کانونو او طبيعي زيرمو په هکله د امريکا د دفاع وزارت او د ځمکپيژندونکيو د يوې ډلې په حواله يو راپور خپور کړ چې په افغانستان کې د يو تريليون امريکايي ډالرو په ارزښت معادن موجود دي چې لا تر اوسه پورې سپړل شوي او را ايستل شوي ندي .

دغه راپور د امريکا د دفاع وزارت پنټاګان د يو شمير مسئولينو او د ځمکپيژندونکيو د يوې وړې ډلې لخوا د افغانستان د ځمکو د څيړلو څخه وروسته جوړ شوى او د پنټاګان په يادښتونو کې ساتل شوى دى .

ويل کيږي چې د دې څيړنو لپاره د عراق څخه د امريکا يو شمير هغه پوهان چې په عراق کې يې هم دا ډول څيړنې تر سره کړې وې افغانستان ته ورسيدل او بيا يې پنټاګان او د ځمکې پيژندونکو په ګډه سره د افغانستان اويا سلنه ځمکې د (Navy Orion P-3) الوتکې په واسطه د هوا له لارې وکتلې او له هغې وروسته يې دغه تخمين وړاندې کړ چې پدې هکله په يو وخت کې د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګيټس او د افغانستان (جمهور رئيس) حامد “کرزي” ته معلومات ورکړل شول ، ګواکې د امريکا د دفاع وزارت د افغانستان په واکنمۍ کې پوره پوره برخه لري .

د دې راپور تر مخې افغانستان د اوسپنې او مسو په توليد او اصدار کې د نړۍ پر مخ تر ټولو ستر هيواد ګرځيدلاى شي .

همدا راز هغه ماده چې پدې راپور کې ورته زياته ګوته ونيول شوه ليتيوم (Lithium) دي ، د راپور له مخې افغانستان د بوليويا د هيواد څخه زيات ليتيوم لري څوک چې په ګرده نړۍ کې د دې مادې تر ټولو زيات توليدوونکى هيواد دى .

((بوليويا د جنوبي امريکا په مرکزي برخه کې هغه هيواد دې چې پنځه اعشاريه څلور ميليون مکعب ليټيوم لري او دغه ليتيوم د نړۍ د ټولو ليتيومو د پنځوسو څخه تر اويا فيصده پورې جوړوي ، دغه هيواد د امريکا د متحده ايالاتو سره يو ډول سياسي شخړې هم لري . خو له بلې خوا په افغانستان کې شويو څيړنو وښودله چې دغه هيواد شپږ ديرش ټريليونه يعنې زر بيليونه (يو بيليون =زر ميليونه ) مکعب ليتيوم لري نو له همدې امله د پنټاګان په يادښت کې کاږلي دي چې افغانستان د ليتيومو د توليد په برخه کې داسې يو هيواد جوړيدلاى شي لکه څرنګه چې سعودي عربستان د تيلو په برخه کې دى )).

 

له بلې خوا يو شمير پوهان وايي چې پدې هکله لا د پخوا څخه څيړنې پيل شوى او په 1385.1386 ميلادي کلونو کې د شوروي اتحاد د بريد پر مهال شورويانو د افغانستان زياتې سيمې کتلې او د معادنو په هکله يې خپل تحقيقات بشپړ کړي وه خو هغه مهال چندان چا پدې معادنو او زيرمو باندې غوږ نه ؤ ګرولې او اوس امريکا ته تياره مړۍ په لاس ورغله يواځې هغه څيړنې يې له نظره تيرې کړې او لوټلو ته يې تابيا ونيوله .

همدا راز وويل شول افغانستان د هغه معادنو چې لا د ځمکې په خيټه کې دي او را ايستل شوي ندي درې سوه او ديرش ډوله لري چې څيړلو او را ايستلو ته يې زيات وخت ته اړتيا ده.

د پورته څيړنو په نظر کې نيولو سره څو خبرې د لمر په څير څرګندې دي، لمړې دا چې امريکا يواځې او يواځې د افغانستان سياسي اشغال نه بلکه هر ډول اشغال ته نيت لري ، او نه غواړي چې د روان مقاومت له کبله يې د نورو هيوادونو سره په دوه پنځوس ستنو ولاړ د ايتلاف بام ونړيږي او وار په وار د افغانستان څخه ووځي .

دغه اعلان وروسته لدې وشو چې د امريکا د ايتلاف يوه ستنه ماته او هالنډ د افغانستان څخه خپل عسکر و ايستل .

وروسته لدې چې هالنډ ته خپل خير د افغانستان د خاورې په پريښودلو کې وليد امريکا ته خپل ځان د يواځې والي په لور تلونکى وبريښيد او په افغانستان کې يې خپله راتلونکې تياره وليده نو خپلو ايتلافيانو ته يې د تمو په ورکولو پيل وکړ .

له بلې خوا هغه هيوادونه چې په افغانستان کې فوځي حضور لري د خپلو ولسونو تر خورا زيات فشار لاندې دي ، عسکر يې په رواني ناروغيو اخته او اقتصاد يې ورځ په ورځ مخ په خرابيدو دى ، دوى په افغانستان کې په يو داسي جنګ مصارف کوي چې هيڅ ګټه نه لري او که لري يې نو يواځې امريکا يا په اصطلاح د اشغالګرانو د سرخيلې کور ته ځي .

که له يوې خوا دغه هيوادونه اوس پدې پوهيدلي دي چې د امريکا د سياسيتونو قرباني کيږي له بلې خوا امريکا ته هم خپل مصير څرګند شوى دې نو يې د نوې لوبې په پيل کولو سره افغانستان د سرو زرو د مرغۍ په توګه اعلان کړ .

پدې اعلان سره امريکا وکولاى شول خپل ولس او حکومت پدې مطمئن کړي که له يوې خوا په افغانستان کې هر کال په ميليونونو ډالر مصارف کوي له بلې خوا د يوې داسې خزانې په لور روان دي چې لا تر اوسه پورې چا لاس ندې وروړى .

همدا راز هغو هيوادونو ته چې په ايتلاف کې يې شريک دي د ايتلاف د اوږدولو لار وښوده او هغوى يې وپوهول چې افغانستان د خورا زياتو ګټو سيمه ده چې بايد په دومره لږو تلفاتو او کمو مصارفو هغه ډير څه له لاسه ورنکړي .

همدا راز دغه هيوادونه او په ځانګړي توګه امريکا په افغانستان کې د خپلو مصارفو د يوې برخې د پوره کولو لارې چارې هم لټوي ، که يواځې د تيلو يادونه وکړو نو په افغانستان کې اوس مهال شا او خوا يو لک او پنځوس زره بهرني عسکر ميشت دي چې په ټول کال کې شا او خوا درې نيم ميليونه بيرله تيل سوځوي ، هر کله چې افغانستان خپل تيل ولري نو څرګنده خبره ده چې د هيواد اصلي واکمنانانو لاس ته به ځي او که يې څوک يې مخنيوې وکړي نو هغوى به د تروريستانو په نوم له منځه وړي.

بل پلو امريکا بډايو مرستندويانو ته هم اړتيا لري نو پدې اعلان سره يې غربي شرکتونه وهڅول چې راشي او په افغانستان کې خپله ونډه تر لاسه کړي .

د دې زيرمو د اعلان څخه وروسته يو شمير پوهانو او څيړونکو وويل دغه زيرمې دوه اړخه لري لمړې دا چې د افغانستان دجګړې رخ بدل کړي او دوهم دا چې جګړه لا پسې اوږده کړي ، اوس نو که هر څه وي خو پدې نوى څپه کې به زيان د افغانستان او افغانانو وي که مري هم نو افغان به مري او که تاوان کيږي نو هم به د افغان کيږي .

د افغانستان خزانې او په هغې پراته بهرني ښاماران :

په افغانستان کې هيڅ داسې يو ولايت نشته چې هلته دې طبيعي زيرمې نه وي ، د افغانستان ټول ولايتونه او هره سيمه يو ځانګړې معدن لري او دغه معادن تر اوسه پورې يواځې د يو څو سيمو څخه چې په غير قانوني توګه را ايستل شوي نور ټول په خوندي توګه پراته دي .

د هغه سيمو چې معادن لري او د هغې د ډول يادونه به لنډه توګه وکړو.

اوسپنه :

اوسپنه د کنړ او نورستان پر ولايتونو سربيره د باميان ولايت د (حاجيګک) په سيمه کې په خورا زيات مقدار سره موندل شوى ، دغه وسپنه خورا غوره او د نړۍ په کچه د ښو وسپنو په کتار کې شميرل  کيږي ، د حاجيګک سيمه د کابل څخه يو سل او ديرش کيلو متره ليرې موقعيت لري چې پکې يو اعشاريه اته بيليونه ټنه اوسپنه ده ، چې د ځمکې پر مخ په يو ځاى کې په دومره اندازه اوسپنه يواځې په همدې کان کې وجود لري .

ويل کيږي که چيرته د حاجيګک په کان کار پيل شي نو هر کال به درې ميليارډه ډالر ګټه کوي او پنځوس زره تنه افغانان به په کار وګومارل شي .

د باميان په ولايت کې د ايساف تر چتر لاندې کار کوونکي د نيوزيلانډ د هيواد عسکر ميشت دي چې همدوى د PRT په برخه کې هم کار کوي ګواکې دغه ډله د باميان د ولايت د بادشاهۍ پر تخت ناست دي.

ماربل (مرمر) :

ماربل يا مرمر د افغانستان په خورا زياتو سيمو کې پيدا کيږي ، دغه معدن د بدخشان ، خوست ، پکتيا ، غزني ، ارزګان ، کابل ، پروان ، سمنګان ، ننګرهار او باميان په ګډون چې خورا غټې زيرمې پکې موجودې دې په يو شيمر نورو ولايتونو کې هم شته چې يواځې په يو ډول نه بلکه په ډول ډول رنګونو او کيفيت کې پيدا کيږي ، ويل کيږي چې په افغانستان کې اوس مهال د مرمرو د را ايستلو يو ويشت کارخانې کار کوي چې پر دې سربيره په غير قانوني توګه هم را ايستل کيږي او د افغانستان ډيرې ماربل پاکستان ته قاچاقيږي ، هلته په ارزانه قيمت پلورل کيږي ، تراشل کيږي او بيرته په افغانستان په لوړه بيه پلورل کيږي . په دغو هيوادونو کې ميشت بهرني عسکر په ترتيب سره د المان ، امريکا ، پولنډ ، استراليا ، بلجيم ، او نيو زيلانډ په زرګونو عسکر موجود دي .

سره زر:

سره زر چې هيڅکله خپل قيمت له لاسه نه ورکوي او د نړۍ په کمو سيمې کې پيدا کيږي يو خورا معتبر معدن دى ، د افغانستان د غزني ، تخار ، زابل ، بدخشان او کندهار په ولايتونو کې يې زيرمې د نولس سوه او شپيته او اويا ميلادي کلونو تر منځ د شوروي اتحاد د ځمکپوهانو لخوا موندل شوي دي .

په دوه زره او دوه ميلادي کال کې د امريکا جيولوجيستانو اعلان وکړ چې افغانستان يو زر او نهه اويا طبيعې زيرمې لري چې يو سل او دولس يې د سرو زور دي ، پدې کې د پنځوسو څخه زياتې په زابل ، غزني او اورزګان کي کشف شوي دي ،لدې جملې څخه د غزني ولايت د مقر په ولسوالۍ کې موجود د زرګشان ن په نوم کان خورا زيات شهرت لري .

په يادو شويو ولايتونو کې په ترتيب سره پولنډ ، المان ، رومانيا ، استراليا ، امريکا او کاناډا په زرګونو عسکر لري چې د دوى تر څنګ د چک ، نيدرلينډ ، او نور لګکي عسکر هم ميشت دي .

مس :

مس خورا قيمتي معدن دى چې په ډيرو مصنوعاتو کې کارول کيږي ، دغه معدن د افغانستان د کندهار ، غزني ، هرات ، کاپسا ، فراه او زابل د ولايتونو په اړوندو سيمو کې موندل شوى خو تر ټولو غټې زيرمې يې په کابل او لوګر کې دي او بيا د لوګر د مس عينيک زيرمه تر ټولو مشهوره او شا او خوا د څلور سوه او شل ميټريک ټن څخه زيات مس پکي موجود دي .

په کابل کې د ګردو اشغالګرو هيوادونو عسکر موجود دي خو په لوګر کې د چيک جمهوريت شا او خوا پنځه سوه تنه فوځيان ځاى پر ځاى کړي دي ، هرات کې ايټاليا ، کاپيسا کې فرانسويان ، غزني کې پولينډ ، کندهار کې کاناډا ، استراليا او امريکا او په زابل کې رومانيايي عسکر په خپل کار اخته دي .

يورانيوم :

يورانيوم چې د اتوم په بم ، زروي وسلو ، د بريښنا په توليد او په الوتکو کې هم کارول کيږي ، په نړۍ کې خورا کم موندل کيږي او ټول هيوادونه کوښښ کوي چې دغه قيمتي ماده په ارزانه بيعه تر لاسه او خپله دفاع يا په بله معنى د نورو هيوادونو د تهديد سامان زيات کړي .

يورانيوم د افغانستان د فارياب ولايت د کوهستان په ولسوالۍ کې موجود دي چې اوس يې هم په غير قانوني توګه کيندنې روانې دي ، همدا راز دغه ماده د پامير په لوړو څوکو او د هلمند د خانشين او سنګين په ولسواليو کې پراخې زيرمې لري .

د يو رانيومو د پيدا کولو لپاره د کابل د خواجه رواش په غرونو کې هم په نولس سوه او درې اتيا ميلادي کال کې څيړنې او کيندنې پيل او ايستل يې پيل شول ، همدا راز روسانو د هرات او شينډنډ تر منځ د (کوه مير داود) په سيمه کې هم د يورانيومو را ايستل پيل کړي وه.

د کندهارولايت د خاکريز په ولسوالۍ کې هم يورانيوم موجود دي چې روسانو به را ايستل او يواځې د دې لپاره به يې هلته روسي کار کوونکي ګمارل چې دغه راز ښکاره نه شي او ټول پيداوار به يې روسيې ته استول کيده .

په فارياب کې د ناروې د هيواد عسکر ميشت ، هلمند کې امريکايان ، کاناډايان ، انګريزان ، او ډنمارکيان ميشت او په کندهار کې کاناډايان ، استراليايان او امريکايانو خپلې فوځي هډې جوړى کړي دي .
د دوه زره او نهم کال د ستمبر په مياشت کې د افغانستان د کانونو اوسنى (وزير) محمدابراهيم عادل اوسنۍ (وولسي جرګې) ته غوښتل شوې ؤ او هلته د داى کنډي ولايت يو تن (استازي) صادقي زاده نيلي پوښتلى ؤ چې د هلمند په خانشين کې برطانويان يورانيوم استخراجوي ولې يې مخنيوې نه کوي؟ خو ښاغلي وزير خورا په زغرده ځواب ورکړى ؤ چې داسې ندي شوي بلکه د يو رانيمو د موجوديت په سيمو کې انګريزانو بيرغونه لګولي د دې لپاره چې څوک ور نه شي او که څوک غير له ځانګړيو وسايلو څخه ورشي نو فلج کيږي اوس نو پوهيږو چې ښاغلي وزيران او چارواکي څومره پوه خلک دي ، د دې زمه داري څوک کوي چې پدې بهانه يې دغه ځآيونه په نښه کړي ، خپل بيرغونه يې پرې لګولي او خپل ملکيت يې ګڼلې دې ، سربيره پر دې دا خو د دې معنى نه لري چې ګوندې دوى دې د ځانګړيو وسايلو سره هلته نه ځي او کيندنې دي نه کوي .

ليټيوم :

دغه ماده هم په افغانستان کې په زيات مقدار کې موجوده ده ، لکه چې مخکې مو يادونه وکړه په نړۍ کې د دې مادې د ستر توليدوونکي هيواد بوليويا څخه هم افغانستان ډير ليټيوم لري .
د افغانستان د غزني په ولايت کې موندل شوي دي چيرته چې د پولنډ د هيواد عسکر ميشت دي .

تيل (نفت) :

تيل هم د افغانستان په ډيرو سيمو کې چېنې لري چې د سرپل او بلخ په ولايتونو کې موندل شوي دي .

د روان ميلادي کال د اګست په مياشت کې اعلان وشو چې د افغانستان په شمال د مزار شريف او تاشقرغان تر منځ سيمو کې د تيلو نوې زيرمې ګشف شوي او داسې بريښي چې پدې زيرمو کې شا او خوا دوه ميليارده بيرله تيل ، يا يو اعشاريه اته ميليارده خام نفت موجود دي چې په مزار شريف ، حيرتان او تاشقرغان کې موندل شوي دي .

په دغو سيمو کې د سويډن ، ناروى ، المان ، امريکا ، بيلجيم ، ليتويا ، فينلنډ او يو شمير نورو هيوادونو عسکر ميشت دي .

ګاز :

لکه چې په پورته کرښو کې مو يادونه وکړه افغانستان د ګازو زيرمې هم لري چې ډيرې يې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې دي ، دغه ګاز يو مهال د شوروي اتحاد لخوا د افغانستان څخه اخيستل شوى ؤ او يا په زور نيول شوى ؤ د افغانستان د ګازو نلونه روسيې تير کړي وه ، خو اوس په دغه خزانه باندې غربي ښامارانو خيټې اچولي دي .

په شمالي ولايتونو کې زيات شمير الماني ، نارويژي ، سويډني ، او نور عسکر موجود دي .

د ډبرو سکاره :

د افغانستان د بغلان ولايت د دود کښ په سيمه کې موندل شوى چې د ډيرو کلونو څخه هلته کار روان دى او دغه معدن ورڅخه را ايستل کيږي .

د ډبرو سکاره د هرات په يو شمير سيمو کې هم موندل شوي خو په زياته اندازه نشته او لا تر اوسه پورې هلته د کيندلو کار ندې پيل شوى.

په بغلان کې د هنګري او جرمني د هيواد عسکر ميشت دي .

لنډه يادونه

پر دې سربيره افغانستان په هر ډول معادنو غني دي چې په هر سيمه کې يو ناياب معدن وجود لري چې تفصيل يې خورا اوږد دې او دلته يې يواځې په لنډه يادونه کفايت کوم .

ياقوت د کابل لويديځ ته په جګدلک کې ، زمرد په پنجشير کې ،کونسيت په نورستان کې ، لاجورد د بدخشان په سرسنګ کي ، سره زر په تخار د غزني د مقر د ولسوالۍ د زرکشان کان او د پکتيا د ميرزکه معدن ، سرپ ، جست او يو شمير نور په غور او کندهار کې ، د ډبرو سکاره د کرکر ،د بغلان دود کښ ، اشپشتي د باميان په دره صوف ، شباشک او هرات کې ، تورف د غزني ولايت د ناور په ولسوالۍ کې ، مالګه په اند خوى ، يورانيوم په خانشين کې ، اوسپنه په باميان کې ، مس په لوګر کې دي .

همدا راز په شمال کې د لاجوردو ، ګازو ، تيلو ، د خوړو مالګي ، ډبري سکارو ، ، په لويديز کي دهرات د مرمر او رخامو ، په باميان کي د حاجيګک د اوسپني کان ، په جنوبي او ختيزو سيمو کي د مرمرو او رخامو کانونه ، د ماماخيل ( ننګرهار ) د تالک ، د لوګر دکرومايټ زيرمي تثبيت شوي وي .

د نورستان بيروج ، د غور سرپ ،سيماب او جست ، د پروان ولايت د غوربند بيرايټ ، دهرات د ډبرو سکاره ، مس ، قلعي ، ګچ ، مالګه او بيرايټ ، د ارزګان فلورايټ او شاه مقصود ، د بدخشان اوسپنه او طلا ، د زابل مس او المونيم ، د فراه قلعي ، د کنړ بيريل ، دبلخ په البرز کي سلفر ، د ماهيپر شامقصود ، د خوست کرومايټ او يو لړ نور واړه معدنونه شته چې يادونه يې خورا زيات وخت ته اړتيا لري .

د اجيرانو لخوا د افغانستان د زيرمو ليلام:

د دې زيرمو له کشف وروسته او تر دې دمخه د يو شمير مشهورو کشف شويو زيرمو سودا د افغانستان په ګدۍ ناستو اجيرانو لخوا د خپلو بادارانو او يا د خپلو ګټو لپاره د يو شمير نورو هيوادونو سره شوى وى .

د طبيعې منابعو د لاندې کولو او تر لاسه کولو لپاره که له يوې خوا ټوله نړۍ ليواله ده له بلې خوا يو شمير هيوادونه په همدې تمه په دې هيواد کې مصارف کوي او خپل وسله وال فوځونه هلته ميشت ساتي ، خو دا هم يو منلې حقيقت دې چې د امريکا متحده ايالات د ټول افغانستان د واکدارۍ دعوه لري او نه غواړي چې د دوى د خوښې او رضا پرته دې څوک د افغانستان څخه څه په لاس راواړي چې له همدې امله په افغانستان کې د شتمنو او پرمخ تلليو هيوادونو تر منځ يو ډول اقتصادي جګړه هم روانه ده .

د خپلې دې خبرې د ثبوت لپاره د لوګر د (مس عينک) د کان بولي ښه دليل بولم چې د دوزه زره او اوم ميلادي کال د فرورۍ په مياشت کې د امريکا ، کاناډا ، چين او استراليا نهه کمپنيو د لوګر د مسو د کان څخه د مسو د استخراج په بولۍ کې برخه واخيسته چې دغه بولي د چين په ګټه پاى ته ورسيده .

لدې وروسته د کاناډا او او مريکا حکومتونو پر دې سودا اعتراض وکړ او ويې ويل چې دغه بولي د فساد په فضا کې تر سره شوى خو دا ټولې ادعاوې د دې لپاره امريکا دانه شوه زغملاى چې د خپل يو سياسي رقيب او اقتصادي سيال لاس ته دې د افغانستان شمتمني پريوځي .

همدا راز امريکايانو د کانونو وزير پدې تورن کړ چې د مسو د دې کان ټيکه يې چين ته د ديرش ميليونه امريکايي ډالرو بډو د اخيستلو په بدل کې ورکړى ده .

له بلې خوا لا دمخه غربيانو د خپلو مطبوعاتو له لارې خپل کمپاين پيل کړ او د امريکا د وال سټريټ ورځپاڼې په خپل يو مضمون کې وليکل چې د افغانستان د کانونو وزارت د کرزي په اداره کې تر ټولو له اداري فساده ډک وزارت دى او داسې ويره يې ښکاره کړه چې د دې وزارت چارواکي به د رشوت په بدل کې د افغانستان د زيرمو د استخراج ټيکې داسې يو چا ته ورکړي چې د افغانستان په ګټه نه بلکه په زيان به وي خو په حقيقت کې په افغانستان کې هره کيدونکي سودا چې د امريکا او متحدينو له لاسو يې ووځي هغه دوى خپل زيان ګڼي نو اوس دوى ويره لري چې د چين په څير مطرح او په هره څانګه کې پرمختللې هيواد د افغانستان نورې زيرمې تر لاسه نه کړي .

ويل کيږي د عينک د مس کان چې د چين د MCC شرکت ته ورکړل شو له لويه سره د افغانستان په تاوان دى ځکه چې د شرکت سره د شوي قرارداد له مخې به دغه کمپنۍ د دوه سوه زره ټنو په را ايستلو سره د څلويښت زره ټنه خالص مس افغانستان ته ورکوي . مسئولينو وويل چې سل زره ټنه مس د شرکت لخوا په استخراج ، ټرانسپورټ او نورو لګښتونو مصرفيږي او همدا راز به شرکت شل زره ټنه د ماليې په توګه افغانستان ته ورکوي .

که له حقيقت سترګې پټې نه کړو ايا دا به ومنو چې دغه احصاييه سمه ده او يا دې چين په افغانستان کې خپل تاوان ته غاړه کيږدي ؟

له بلې خوا همدې په نوم چارواکو اعلان وکړ چې د افغانستان د کانونو لپاره به دوه سوه نړيوال شرکتونه راوبولي چې په بولۍ کې برخه واخلي بيا نو چې دوه سوه نړيوال شرکتونه په افغانستان کې د معادنو په را ايستلو بوخت وي د افغانستان دغه شړيدلې او له هره پلوه کمزورې اداره به څه ډول وکولاى شي خپلې ګټې پکې خوندي کړي ؟

همدا راز په جوزجان کې د (جنګل کلان باشکوه) په نوم دوه معدنونه او په سرپل ولايت کې د (قشقلي) په نامه د تيلو معدن داو طلبۍ ته وړاندى شوى دى چې هلته شا او خوا پنځوس متر مکعب ګاز او له اتو تر لس ټنو پورې تيل موجود دي .

بل پلو د بدخشان په ولايت کې هم د سرو رزو يو کان يوې کمپنۍ ته ورکړل شوې او د زابل په ولايت کې د طبيعي زيرمو د کيندنو کار دوام لري چې تر دې مهاله نه خو د دى زيرمو د استخراج د ګټې څرک معلوميږي او نه يې په رسمي توګه اعلان شوى دى .

له بلې خوا يو شمير پوهانو وويل د يو معدن ارزښت او قيمت هلته معلوميږي چې په کان کې د موجودو موادو مقدار او کميت معلوم شي خو د افغانستان د کانونو پنځه سلنه مقدار هم لا معلوم شوى ندى نو څرنګه کيدلاى شي چې قيمت ورته کيښودل شي ؟

لدې څرګنديږي بهرنيان غواړي چې د يو شمير عربي هيوادونو د تيلو د زيرمو په څير د افغانستان معادن هم په ارزانه بيه د کلونو کلونو په اجاره تر لاسه کړي ، تر دې دمه دا څرګنده نده چې دغه مواد په راتلونکي کې خپل قيمت نور هم لوړ کړي چې بيا به همدغه بهرنۍ کمپنۍ او بهرني قوتونه د افغانستان معاد په افغانستان باندې په ګرانه بيه پلوري .

هغوى په نظر کې لري چې د افغانستان ګوډاګي حکومت او يو شمير ځان غوښتونکيو خلکو ته تمه ورکړي او په همدې ګرمو ورځو ورڅخه هر څه تر لاسه کړي خو کله چې هم د افغانستان ولس پوه شي نو هر څه به له لاسه وتلي وي .

دې ټولو ته په نظر سره پوهيږو چې د افغانستان ګرده شتمني د افغانستان څخه بهر روانه ده ځکه خو افغانستان ته يوه زره ګټه هم نده رسيدلې او نه يې په راتلونکى کې د ګټې رسيدلو څرک ليدل کيږي .

د مسئوليت احساس :

هر څوک پوهيږي چې افغانستان يو اشغال شوې هيواد دې ، دلته تر سره کيدونکې هره معامله د اشغال تر سيوري لاندې تر سره کيږي او هر کله چې د يو هيواد او يو ملت خپلواکي سلب او د اشغال څادر پرې خپور شي نو اشغالګر قوتونه بيا د محکوم ملت د خير ښيګڼې هيڅ پروا نه ساتي ځکه خو په افغانستان کې بايد داسې يوه قوه او ذهنيت موجود واى چې د دې لوټ او تالان مخنيوې يې کړى واى خو يواځې يو اړخ دغه زيان احساس کړ او د هغې پر ضد يې د خپل هميشني عادت په څير نعره پورته کړه .

د طالبانو اسلامي امارت هغه واحد قوت ؤ چې ويې نه شول زغملاى د افغانستان شتمني دي پدې ډول چور شي نو ځکه يې د هغې د مخنيوي غږ پورته کړ چې له همدې امله د خپل مضمون پدې برخه کې د (اسلامي امارت) لخوا د خپرې شوې خبر پاڼې په راوړلو بسنه کوم او د همدې خبر پاڼې په مادو خپله ليکنه پاى ته رسوم ځکه چې زما په اند دغه اعلاميه هر اړخيزه او ډير څه په خپله غيږه کې لري .

طالبانو د جون په مياشت کې د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې حکومت د دې موادو د استخراج لپاره د مزايدې اعلانونه کړي دي ، دوى غواړي چې امريکايانو او افغانانو ته وښيي چې دوى دا ډول غټې پروژې پر مخ بيايي ، هغه کمپنۍ چې په امريکا کې دي د خپلې يرغليزي پاليسۍ حمايت ته تشويق کړي چې په ايتلاف کې ورسره پاتي شي ، د دوى پر ضد د مقاومت ملاتړ ونه کړي ، پدې توګه دوى بالفعل په افغانستان کې پاتي شي ، خپلې ناکامۍ پټي کړې ، د خلکو پام د ناکامۍ څخه بلې خوا ته واړوي ، اسلامي امارت وويل :
[۱ـ دامريکايانو تراوسنيو مغرضانه کشفياتو مخکي هم افغانستان دنړۍ په کچه دطبيعي زيرمو يوغني هيوادپيژندل شوي اودغه طبيعي زيرمې دافغانستان دملت يوه ملي سرمايه بلل کيږي ؛ لهذا دهغې استخراج اوپه هغه پوري اړوند دمزايدې ټول مراحل بايد يواځي ديوه داسې قانوني خپلواک ملي حکومت له خواترسره شي چې هغه دافغانانو په خوښه منځته راغلي وي نه داچې ديرغلګرانو دتوپونو اوتياروپه زورپه هغوئ تحميل شوي وي.

۲ـ په کابل کې دامريکايانوپه لاس منځته راغلې اداره دنړۍ په کچه هغه ترټولو بي کفايته ،مفسده اوبي واکه اداره ده چې دهغې په دغوټولونيمګړتياوو تربل هرچا له مخه خپله امريکايان اوددغې مفسدې ادارې مشرکرزي هم اعتراف لري ؛ نو د دغسې يوې مفسدې ادارې دموجوديت په صورت کې به څوک دافغانستان د دغوقيمتي کانونو اودهغوئ په استخراج کې ددرغلي اوفساد دمخنوي تضمين وکړاي شي ؛ لهذا اسلامي امارت دخپل ولس دملي شتمنيو دخونديتوب اوساتنې په غرض ددغو کانونو داستخراج په اړه له بهرنيوکمپنيوسره لاس ليک شوي قراردادونه غيرقانوني اجراآت بولي اود هغولاسليکوونکوجهتونوته دافغانستان دملي شتميودتالانوونکوپه سترګه ګوري .

۳ـ داچي امريکا يان او دهغوي لاس پو څي اداره تبليغات کوي چي دمعدنياتو په را ويستلو او له بهرنيو کمپنيو سره دقرار دادونوپه پيسو به دافغانستان بيا رغونه کوي او يا به افغانستان په اقتصادي ډګر کې په پښو در وي هيڅ حقيقت او دعمل تضمين نلري ځکه چي دتيرو (۹) کلونوپه جريان کې چې دنړيوالې ټولنې لخوا دافغانستان دبيارغونې په نوم په ملياردونوډالره مرسته شوې هغه دکوم شفافيت له مخې په افغانستان کې دبيارغونې په چارولګيدلې اودبي وزلي افغانانو کوم درد يې دوا کړي چې اوس ددغه ځوريدلي اولس ترځمکې لاندې طبيعي شتمنۍ هم دچوراوتالان په غرض مزايدې ته وړاندي کيږي ؟ اوس که دولس دغه لويه شتمني (ترځمکې لاندې زيرمې) ديرغلګروداشغال په سيوري کې راويستل شي دچاله خوايي تضمين کيداي شي چې هغه دې په واقعي توګه دافغانستان په بيارغونه اوعامه المنفعه ملي پروژوباندې ولګيږي .

۴ـ اسلامي امارت دخپل هيواد دطبيعي زيرمو دخونديتوب په غرض ټولو هغو بهرنيوکمپنيوته چې دافغانستان دکانونو داستخراج مزايدوته تياري ښيې خبرداري ورکوي چې دامريکايي اشغال ترسوري لاندې دکرزي مزدوره اداره د داشانې قراردادونو دلاسليک ولو اود دغوکمپنيو دکارکوونکو دتحفظ وړتيا نه لري ؛بناء هرلوري چې له هغوئ سره دطبيعي زيرمو داستخراج قراردادلاسليک وي هغه داسلامي امارت اودافغانستان دولس له لوري مردودګڼل کيږي ، اسلامي امارت ددې هيله لري چې په افغانستان کې دامريکايانوله شکست اوماتې څخه وروسته ددغه هيواد خپلواک ولس دوران ويجاړافغانستان دبيارغونې لپاره دخپلوکانونو اوټولوطبيعي زيرمو داستخراج قراردادونه له هغونړيوالو اوسيمه ايزو کمپنيوسره وکړي چې هغوئ په صادقانه توګه د دغه کاردپه مخ بيولوتوان ولري ]

پاى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x